رود چې د سپين غره په ګريوانه کې اتڼ واچوه
زرکو له مستۍ په تور راغه کې اتڼ واچوه
سوز و د شپيلۍ څه د ښکاري د ټوپک غږ نه وو
شپون و چې هو سيو ورته غره کې اتڼ واچوه
ښکلي رانه وژني موږ يوازې ورته وير کوو
خود مو قاتلانو دکور وره کې اتڼ واچوه
زه به ورته مستې غرنۍ ټپې شروع کړمه
بيا که تنکو ژڼو په واده کې اتڼ واچوه
توره کور کې وه خو کباړيانو را نه يوړله
غلو راته دننه په کاله کې اتڼ واچوه
تږی شوم خومارشوم ګرانې څه شوي مازيګر شولو
ستا رندو يادونو مې په زړه کې اتڼ وا چوه
27.11.2007
- sapand
تا له ماسره ډيري ژمنې کړي چې زه به يې په خپل وخت پړاو پر پړاو عملي کوم ، ستا په اړه ما ډير ارمانونه په زړه کې نيولې تر دې دمه يو څه ارمانونه مې پوره شوي هم دې او يو څه لا پاتي دي په دې نيمگړې نړۍ کې د هيچا ارمانونه نه دي پوره شوي خامخا يو څه ارمانونه يې پاتي شي او نيمگړو ارمانونو ته ژړا کوي ....
05.12.2007
- sapand
٠ زر زر بې ځايه مه قهرېږه او چاته بده خبره مه کوه، چې بده وانه ورې او خوږ وخت دې تريخ نه شي.٠ په نړۍ کې يووالى تر ټولو ځواکمن شى دى.٠ ځواکمن خاين او کمزورى دينداره دواړه د حکومت لپاره زيان رسوونکي دي.٠ لږ مال او ډېر عيال تر ټولو لوى مصيبت دى.٠ د الله(ج) په نېز تر ټولو غوره خوراک هغه دى چې ټول يې يوځاى وخوري.٠ ياد ساتئ الله(ج) يو قوم ته هم برى نه ورکوي، چې ترڅو نيتونه سم نه وي.٠ د غوسې په وخت کې پرېکړه مه کوئ بلکې پرېکړه وځنډوئ....