تا له ماسره ډيري ژمنې کړي چې زه به يې په خپل وخت پړاو پر پړاو عملي کوم ، ستا په اړه ما ډير ارمانونه په  زړه کې نيولې تر دې دمه يو څه ارمانونه مې پوره شوي هم دې او يو څه لا پاتي دي په دې نيمگړې نړۍ کې د هيچا ارمانونه نه دي پوره شوي خامخا يو څه ارمانونه يې پاتي شي او نيمگړو ارمانونو ته ژړا کوي .

 گرانه  ! زما او ستا د انډيوالۍ به څومره وخت شوي وي په دغه موده کښې مو ډيري ژمنې وکړي خو نه پوهيږم چې ما به خپلې ژمنې عملي کړى وي او که تا په ژوند کې په انسان ډيري سړې او تودې راځي خو ژوند د يو ډول سيالۍ نوم دې او دلته بايد د ماتي کلمه بيخي له ذهن څخه وويستل شي کله نا کله زما او ستا تر مينځه په څه خبره مشاجره راشي ته اړ يې چې فکر وکړى او زه هم بايد فکر وکړم او د دواړو دليلونه بايد په ناپيلتوب وسنجوو چې څوک په حقه دې که ته په حقه وي نو زه درته تسليم يم او که زه په حقه يم نو بايد زما دليلونه ومنى ځکه چې زما او ستا د مشاجري ترمينځ دريمگړى نه ځايږي  پريکړه بايد د سالم ذهن او پاک نيت له مخي وکړو چې راتلونکى ژوند مو د نيکمرغۍ له مخي تير شي او خلک راته شاباسي راکړى او تاريخ راباندې  وياړ وړى او په خپلو زرينو پاڼو کې ځاى راکړى نو ځکه له اوس څخه درته وايم چې گوره خفه مې نه کړى او تاسره ژمنه کوم چې د خپل توان له مخي به دې په ژوند کې خفه نه کړم زه به درته وفادار پاتې شم  وروسته به څرگنده شي چې ته راته څومره وفادار پاتي کيږي .

په پاى کې د نجيب اکرامي غزل درته ډالۍ کوم

د زړه خبرې  زړه کې پټې ساته
گوره چې خلکوته ښکاره يې نه کړى
ډير نازولې مې ساتلې ياره
زړه مې ماشوم دې چې خفه يې نه کړى
رشتيا مين يې ته په ما او که نه
لنډه خبره کا اوږده يې نه کړى
زړه مې چينه ده اشنا هر وخت راځه
پاکې اوبه دي چې جوټه يې نه کړى
دا د رقيب لاس کې چې جام ويني ته
د زهرو گوټ دې غړغړه يې نه کړى
زړه مې کوربه دى ياره خيال يې ساته 
پام کا د څو ورځو ميلمه يې نه کړى