د رسول الله(ص)ويناوې
٠ بې له شکه په ځينو اشعارو کې د پوهې خبرې وي.
٠ د شرابي لمونځ تر څلوېښتو ورځو پورې نه قبلېږي، که په څلوېښتو ورځو کې مړ شو کافر دى.
٠ ټول يو ځاى کينئ او خوراک وکړئ، جدايي مه خوروئ په ټولي سره په خوراک کې برکت وي.
٠ کوم شى چې ستا خوښ نه وي، نو مسلمان ورور ته يې هم مه خوښوه.
٠ د دوه وروڼو تر منځ سوله کول له لمانځه، روژې او خيرات(صدقه) نه لويه نيکي ده.
٠ تر ټولو زياته کينه د هغه سړي په زړه کې وي چې زيات بحث کړي.
٠ سفر(يون) د عذاب يوه ټوټه ده.
٠ ټول اندامونه له ژبې غوښتنه کوي، چې زما خيال کوه او له الله(ج) ووېرېږه.
٠ بې ژبې خلکو ته کړاو مه رسوه.
٠ اى خلکو! له ما وروسته نه بل رسول راځي او نه به نوى امت پيدا کېږي.
٠ گمراه ته لاره ښودل لوى ثواب دى او دولت فساد پيدا کوي.
٠ څوک چې ځانوژنه وکړي د هغه جنازه مه کوئ.
٠ رښتونى خوب يو ډول وحې ده، د خوب د لېدلو والا! د الله(ج) له حکم څخه مه غافله کېږه.
٠ کوم چا چې زه په خوب کې وليدلم هغه زه لېدلى يم، ځکه شيطان زما په څېره نه شي کېدى.
٠ د اعمالو په تله کې له اخلاقو نه زيات وزني شى نشته.
٠ د مېړه له اجازې پرته د ښځې تلل حج ته سم نه دي.
٠ څوک چې زوړ شي په هغه کې دوه شيان ځوانان شي، يو د مال حرص او بل د عمر.
٠ له لارې نه زيان رسوونکى شى پورته کول هم صدقه(خيرات) ده.
٠ نېک اولاد د جنت له گلانو څخه دى.
٠ د توبې دروازې به کله هم بندې نه شي مگر له مرگه مخکې.
٠ زمونږ ستونزې زمونږ د گناهونو بدل(کفاره) دى.
٠ دين څه شى دى؟ اخلاق، اخلاق او بيا اخلاق.
٠ څوک چې د ظالم پر ظلم پوهېږي، خو بيا هم د هغه د تقويې لپاره زيار باسي په بشپړه توگه د اسلام له دايرې څخه وتلى.
٠ پوره مومن هغه څوک دى، چې د ښه خوى څښتن وي.
٠ څوک چې ديني علم د ناوړه گټې اخستنې، د خلکو د پام را اړولو او شهرت غوښتلو لپاره زده کوي ځاى به يې دوزخ وي.
٠ کله چې يو سړى بل سړي ته پور ورکړي، نو د پوروړي سوغات دې نه قبلوي.
٠ چا چې د علم د زده کړې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ هغه شهيد دى.
٠ د مظلوم له اه نه ووېرېږه؛ ځکه چې د هغه او د الله(ج) تر منځ پرده نه وي.
٠ الله(ج) هرې رنځورۍ ته شفا پيدا کړې.
٠ بدترين سړى هغه دى، چې د هغه له وېرې خلک د هغه عزت کوي.
٠ جنت د مور د قدمونو لاندې دى.
٠ په درې کارونو کې تلوار کوه: ١- لمونځ: څه وخت يې چې وخت راشي٢- جنازه: څه وخت چې تياره شي٣_ د ښځې نکاح: څه وخت يې چې جوړه پيدا شي.
٠ له يو بل سره تحفې تبادله کړئ، چې له دې امله مينه زياتېږي.
٠ کوم څوک چې له الله(ج) نه ووېرېږي هغه بدله نه اخلي.
٠ څوک چې په الله(ج) توکل کوي هغه ورته کافي دى.
٠ هغه سړى مسلمان نه دى چې خپله گېډه ډکه کړي او گاونډى يې وږى ويده شي.
٠ زه د يو شخص په باره کې درته وايم چې په هغه د دوزخ اور حرام دى، هغه کس دادى، چې نرم مزاج او نرم خوى ولري.
٠ ته او ستا مال ستا د پلار دي.
٠ د خپل کور دېوال دومره مه پورته کوه، چې په گاونډي باندې هوا بنده کړې.
٠ منافق ته خپل بادار مه وايه، که داسې ورته ووايې، نو ته به خپل رب ناراضه کړې.
٠ هغه خبره کوه کومه دې چې په زړه کې وي.
٠ د ټولو کافرو يو مذهب دى.
٠ مکار، غولوونکى او خيانت کوونکى به دوزخ ته ځي.
٠ هر هغه څوک چې په دروغو قسم وخوري خپل ځاى په جهنم کې جوړوي.
٠ د الله(ج) له منلو وروسته غوره پوهه له انسانانو سره مينه کول دي.
٠ اى د ناپ او تول کولو والا تاجرو! پر تاسې د دوه داسې کارونو زمه واري اچول شوې چې له تاسې نه مخکې دوه قومونه پرې هلاک شوي دي.