بې محبته زوروره غزل چرته وي؟
خالي د عشق له تصوره غزل چرته وي؟
ملګري هاغه تغزل رانه پنجاب كې غواړي
خو تانه لرې پېښوره غزل چرته وي؟
د وصل وخت کې چې د يار د ښکلا حد معلوم کړي
هغه ټپه، هغه سندره غزل چرته وي؟
له كلي ووتې ښار مېشتې شولې ګرانې اوس به
ا ستا وړه وړه خبره غزل چرته وي؟
خيرخوا د ستا په شان سطحي شعرونه ډېر لرو موږ
چې يې سکالو نه وي ژوره غزل چرته وي؟
23.11.2007
- sapand
دا منم چې د حالا تو په منګولو کې راګېر يمدا منم چې په قطار د لېونيانو کې زه شمېر يمخبر نه يم په ارزښت کې نيم سېرى يم او که سېر يمقرباني که مينه غواړي دادى سر نه مې زه تېر يم
د ژوندون په امتحان کې ما ياران هېر کړي نه ديد سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي
ما د دوو سترګو لپاره بلا سترګې کړلې هېرېپه دا ووړ ګنا خو ګورې ديدنۍ شوې په ما تېرېچې پرانيستې غېږه راشي ها ياران وينمه چېرېانسانان را ځيني تښتي يم حيران ددوى له وېرې
دستم په دې مي...
25.11.2007
- sapand
٠ څوک چې د خپل دين لپاره مړ شو شهيد دى.٠ بې له شکه په ځينو اشعارو کې د پوهې خبرې وي.٠ د شرابي لمونځ تر څلوېښتو ورځو پورې نه قبلېږي، که په څلوېښتو ورځو کې مړ شو کافر دى.٠ ټول يو ځاى کينئ او خوراک وکړئ، جدايي مه خوروئ په ټولي سره په خوراک کې برکت وي.٠ کوم شى چې ستا خوښ نه وي، نو مسلمان ورور ته يې هم مه خوښوه.٠ د دوه وروڼو تر منځ سوله کول له لمانځه، روژې او خيرات(صدقه) نه لويه نيکي ده.٠ تر ټولو زياته کينه د هغه سړي په زړه کې وي چې زي...