دا منم چې د حالا تو په منګولو کې راګېر يم
دا منم چې په قطار د لېونيانو کې زه شمېر يم
خبر نه يم په ارزښت کې نيم سېرى يم او که سېر يم
قرباني که مينه غواړي دادى سر نه مې زه تېر يم

د ژوندون په امتحان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي


ما د دوو سترګو لپاره بلا سترګې کړلې هېرې
په دا ووړ ګنا خو ګورې ديدنۍ شوې په ما تېرې
چې پرانيستې غېږه راشي ها ياران وينمه چېرې
انسانان را ځيني تښتي يم حيران ددوى له وېرې

دستم په دې ميدان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي

که څوک ژوند و چا ته ورکړي دادنيا پرې خفه کېږي
که دې مينه چا ته ورکړه دنيا سمه پرې سوزيږي
نادانان ددغې ځمکې بس په دې هم نه پوهېږي
دا رشتې د ژوندانه خو په اسمان کې تړل کېږي

د خواخوږو په فقدان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکر وټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي


کله کله ګيله راشي له دې ټولو انسانانو
د خيام له مقتديانو د مجنون له لارويانو
په دا تېره له يارانو او يو څه مې له خپلوانو
دومره زر هم خوک بدليږي ځواب راکړئ ظالمانو

په دې خوشې بيا بان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ماياران هېر کړي نه دي