د کاڼي کرښې
ملتن
٠ چې په چا کې ادب نه وي په هغ کې ټولې بدې وي، بدې وي.
مولانا روم(رح)
٠ په سپي کې يولس خويونه داسې دي چې هغه هر مومن ته په کار دي:
١- هغه وږى اوسېږي دا ادب د صالحينو دى.
٢- په لږ شي باندې قناعت کوي، دا د صابرينو نښه ده.
٣- د هغه هيڅ ځاى نه وي چې دا د متوکلينو نښه ده.
٤- هغه په شپه کې ډېر لږ ويده کېږي چې دا صفت د شپې د بيدارانو او نښه محبينو ده.
٥- څه وخت چې مړ شي، نوهيڅ مېراث نه پرېږدي، چې دا صفت د زاهدانو دى.
٦- دى خپل څښتن له جفا او وهلو سره نه پرېږدي، چې دا د مريدانو صادقينو نښه ده.
٧- په ځاى باندې راضي وي، چې دا د مواقعينو نښه ده.
٨- چې دده د اوسېدو پر ځاى څوک غالب شي، نو هغه ځاى پرېږدي چېرته بل ځاى ته ځي، چې دا د راضينو نښه ده.
٩- يو ځل يې ووهه او بيا ورته ټکړه واچوه، نو هغه سمدستي راځي ، د وهلو کينه بيخي نه ساتي، چې دا د خاشعينو نښه ده
١٠- که خوراک مخکې ورته کېږدې، نو ورته گوري او لرې ورته ناست وي، چې دا د مساکينو نښه ده.
١١- چې له کوم ځاى نه کوچ کوي، نو بيا هغه لوري ته التفات نه کوي، چې دا د محزونينو نښه ده.
حضرت خواجه حسن بصري(رح)
٠ نړۍ يو په خسو پوښل شوى کوهي دى چې عقلمندو ته په هوښيارۍ سره قدم کېښودل پکار دي.
ارسطو