په دې برخه کې د فضل قادرانډيوال ادبي ټوټې او شعرونه لوستلی شئ
((چې مې په سپينه لمن تور ولگيد))
د لـــروبر يـــــــارانو شـــــــــور ولگـــــېد
گرانو زړه ته راتېرو انډيوالانو او قلم والو!
ښاغلي څپاند راته وړانديز وکړ چې ياره په ټول افغان کښې مې ويب لاک پرانست يوه کوچني څانگه به ستا له پاره هم پرانيزم په خبرونه ورځ پاڼه کښې دې ادبي ټوټي خپريږي هغه به په دغه څانگه کښې هم خپري کړو چې نړيوالو لوستونکو ته دې غږ ورسيږي ځنې قلم وال دوستان لکه عنايت ساپي ، داود عرب زى او نذير احمد سهار ما پيژني چې اند مې څه ډول دى، څه ډول خيال او مفکوره لرم .
که رښتيا ووايم د ټول افغان ويب پاڼي تاويلې ما ويلې مې نه خوښيږي خو دا يو چانس دې چې ودريږه لوستونکي زما دې ټوټو ته په کومه سترگه گوري داډول ټوټي گل پاچا الفت اوعبدالروف بينوا ليکلې ښاغلي عبدالروف قتيل هم د ادبي ليکنو په چوکاټ کښې خپري کړي دي د ادبي ټوټو د ليکلو موخه دا نه ده چې څوک دې مين شي او له خپل معشوق څخه گيلي وکړي خو يو خيالي مين يا خيالي مينې ته د گرانه ، يا گرانې ، زړه ته راتيره او زړه ته راتېرې په بڼه د ټولنې هغه ستونزي په گوته کوي چې په کښې پرتي وي مينه ، وفا او جفا د ټولنې د غړو ترمينځ تل يوله بل سره تړاو لري او په همدې بڼه دا ډول ستونزي په گوته کيږي ادبي ليک ياادبې ټوټه يو داسې نثر دې چې لوستونکې يې لولي او خوند تري اخلي او خپله څېره په کښې گوري او گمان کوي چې دا يې يوازې او يوازې ماته ليکلې، زه هم مين يم او له خپل معشوق څخه گيلې لرم يا بيخې همدا کانه په ما هم شوي لکه څوک ليکي گرانه : دا وطن ستا دې ، دغه وطن په تا حق لري خپله خاوره مور وگڼه يا د گيلې په بڼه وايې گرانه له دې وطن سره دې څه وکړل په پردو دې خرڅ کړ او ټوپک سالاري دې اوج ته ورسوله ته خو په ما ډير گران يې او ستا د گرانښت درنښت کوم خو تا ته دا ډول کارونه نه ښايي ، دې کښې که څوک له خپل رښتيني عاشق څخه هم څه گيله يا شکوه وليکي نو خير دې څه باک لري ؟ دا ټولنيزي ليکني دې په ټولنه اغيز کوي او دا اړينه نه ده چې خامخا دې څوک مين شوي وي او د معشوق او يا اغيار او ريبار څخه گيله وکړي زمونږ د ولس سره دا ډول کاني ډير ي شوي دي ډيرو لرو پردو د گرانښت ياري او د دوستي په پلمه وخوړو که څوک اوس تري د ميني په چوکاټ کښې گيله کوي نو دا خو سمه خبره ده او پښتوکښې متل دې چې :
گيله له خپلو کيږي
زما د ادبي ټوټو لوستونکو په ما تور پوري کړ چې گوندې زه په دې وخت کښې مين شوي يم دا هڅې خبره ده که مينه مې ده نو يوازې مې د افغانستان او افغان ولس سره ده او بس نوره مجازي مينه نه لرم دا د اوسنۍ ډيموکراسي دود دې چې په خبري رسنيوکښې د بيان د ازادې په نامه سپکې سپوري او ناسمې خبري خپريږي .
هر انسان يو ذهنې او خيالې معشوق لري چې وخت په وخت تري گيله کوي اوکله کله تري خوښي هم څرگنده وي په دغه څانگه کښې به خپلو ادبي ټوټو ته ادامه ورکړم او نوره د لوستونکو خوښه ده چې ،په کومه سترگه ورته گوري ، په سر سترگو به يې ومنم ، او کولې شي چې خپل وړايزونه او نيوکې پري وکړي خو د ادبياتو او خلاقي پولو په چوکاټ کښې بايد وي .
زه به د خپلې خيالي معشوق او معشوقي څخه گيلي او يا خوښي تري څرگندوم .