يمه شبنم غوټۍ مې غېږ کې نيسي
 يوه پسته نجلۍ مې غېږ کې نيسي

 خدايږو په زور مې وړي له زانه سره
 ستا دښکلا سلۍ مې غېږ کې نيسي
 

زه هم اهنګ يمه که نه نو ولې
 دځلمي شپون شپېلۍ مې غېږ کې نيسي
 

زه به نو څنګه ځنې خوند وا نه خلم
 چې په ويش ويش اووۍ مې غېږ کې نيسي