٠  دونيا پرستان هغو ته پاتې کېږي، چې هرڅومره د سيند اوبه څښي هماغومره تږى کېږي.
٠  د بدن چراغ سترگې دي که چېرې ستا سترگې ښې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي او که چېرې خرابې وي، نو ټول بدن به دې خراب وي.
٠  زه له مړو نه د ژوندي کولو عاجز نه يم، خو د احمق له سمونې عاجز يم.
٠  مومن وايي کم او کوي زيات او منافق کوي کم او وايي زيات.
٠  ډېر مبارک هغه خلک دي چې د الله(ج) خبرې اوري او عمل پرې کوي.
٠  د څښتن(ج) له رحمته دومره مه ناهيلى کېږه چې هر وخت ژاړې.
٠  دروغژن ته قسم مه ورکوه کنه ته په هغه گناه کې سم شريک يې.
٠  د دنيا په مال او اسبابو مه غره کېږه، څوک خبر دي چې نن شپه ستا ځان له تا نه طلب کړي.
٠  له خپل وروره بې له لامله مه خپه کېږه.
٠  وغواړه تاته به درکړل شي، ورپسې شه پيدا به شي، دروازه وټکوه ستا لپاره به پرانېستل شي.
٠  چا چې په بد خواهش ښځې ته وکتل هغه په خپل زړه کې له هغې سره زنا وکړه.