د رحمت لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل

غزل ډاکټر محمد زبېر حسرت   پهـ جړۍ، باران، وريځ کښې ورته ياد شوم د شپې هېر ومه پهـ ورځ کښې ورته ياد شوم   زهـ ترې هېر ومه د سرو زرو پهـ وېش کښې پهـ رومال او پهـ ږمنځ کښې ورته ياد شوم &nbs

02.01.2011 رحمت دیوان

اکو بکو

اکو بکو احمد حسن حسرت يادګيرنه: دا يو اوږد نظم وۀ چې په درېو برخو مشتمل وۀ. وړومبۍ برخه ئې په کال ٢٠٠٢ء کښې ليکلې شوې وه او تقريباً پينځه بنده وه خو د کال ٢٠١٠ء سېلاب لکه د نورو ډېرو موادو ځان سره يوړه، بس يو بند ئې په لاس راغلو او وروستۍ دوه برخې چې په کال ٢٠٠٧ء او ٢٠٠٨ء کښې ليکلى شوې وې، هغه د نېکه مر

02.01.2011 رحمت دیوان

نوی کال

نوی کال ډاکټر محمد زبېر حسرت   د ارزو د دشت سراب دی نوی کال دی د تېر شوي کال عذاب دی نوی کال دی په سینه د نوي زخم ګل غوړېږي د غمونو زوړ حساب دی نوی کال دی

27.12.2010 رحمت دیوان

مینه یا کرکه

مینه یا کرکه لیکوال: خلیل جبران ژباړن: رحمت دیوان ښځې سړي ته ويل: ((زه له تاسره مینه لرم)) سړي ویل: ((دا زما ارمان دی چې زه ستا د مینې قابل شم!)) بیا ښځې ویل: ((نو ولې ستا ماسره مینه نشته؟)) سړي ښځې ته وکتل خو څه يې ونه ويل. په دې ښځې چغې شروع کړې: ((زه له تانه کرکه کوم..............

27.12.2010 رحمت دیوان

دعا

دعا ډاکټر محمد زبېر حسرت د روڼو سترګو ائینو رڼا دې یو په دوه شه د رخسارونو د سپرلو ځلا دې یو په دوه شه ستا تورې زلفې، غوړې څڼې سره ګلاب وسپړه د سورکو شونډو دا مسکا خندا دې یو په دوه شه

27.12.2010 رحمت دیوان

ژوندى مړى // لنډه کيسه

لنډه کيسه  ژوندى مړى  ډاکټر محمد زبېر حسرت  زهـ چې حجرې ته ننوتم نو داسې مې محسوس کړه لکه په حجره سيلۍ راغې وى. چمن زيړ زبېښلے او بوټى وچ کړس بى ګلونو د وچو غنو ډک ولاړ وو. يو خوا بل خوا مې وکتل خو څوک مې هم په نظر رانهـ غلهـ. زړهـ کښې مې وې چې ځه خو د نمازديګر وخت دے مشران به نمانځهـ له تلى وى او کشران

13.12.2010 رحمت دیوان

سرونټ روم // لنډه کيسه

لنډه کيسه سرونټ روم  سليم بنګش اوس زما د  بچو ودونه هم شوي دي - هغوئ پۀ ښو ښو کارونو لګېدلي دي - اوس د هغو هم بچي دي _زما لوئې کور اوس پۀ مونږ ورکوټے شوے دے – بچو رانه د مېلمنو پۀ کمرې هم قبضه کړي ده - ماته هغه اهميت هم نۀ راکوي ،خو زۀ  ورته حاجت هم  نۀ لرم –دا شکر دے چې پنشن مې دے - ما

13.12.2010 رحمت دیوان

غزل

غزل ډاکټر محمد زبېر حسرت   چې به کولې يې د دم او د درود خبرې نن هم هغوي کوي د بم او د بارود خبرې   داسې تراخه تاوژن بادونه د دهشت والوتل هېرې کړې خلقو د شداد او د نمرو

11.12.2010 رحمت دیوان

شيشکه // لنډه کيسه

 لنډه کيسه شيشکه  ډاکټر محمد زبېر حسرت شريف خان يو سوړ اسويلے اوکړهـ لکه چې د زړهـ ټول بړاس ئے د يو اسويلى کښې ايستے وى. او بيا د څو لحظو خاموشئ نه پس ګويانه شهـ. "زما د ژوند نه جهنم جوړونکے بل څوک نهـ زما خپله مور وه چې د مينے په ځائے ئې نفرتونه راکړهـ او زهـ ئې يواځ

06.12.2010 رحمت دیوان

شرارت // لنډه کيسه

لنډه کيسه  شرارت ډاکټر محمد زبېر حسرت   زما پښې د ساحل په شګو کښې ښخي.وى او زهـ په ډوبو او ښخو قدمونو سمندر پله او د خپلو غرونو غرونو اوښانو اوښانو غورځنګونو سره زما په لورى راروان دے او ډېره زر ده چې د سمندر دا خالى لاسونه ما د يوې مينه ناکې مور غوندې خپله غېږه کښې قلار ون

06.12.2010 رحمت دیوان

درې واړه يو دى

درې واړه يو دى اکمل لېونی  کنډم بس، ټرک او ټرېکټر درې واړه يو دىسوزکے، ډاډسن، موټر درې واړه يو دى چې ئې وخورې خوشبوئى به درنه خېژىشين ګوپى،مولۍ، ټېپر درې واړه يو دى خوند او رنګ پرې د اينګولى ښائسته کېږى

06.12.2010 رحمت دیوان

خورکۍ

خورکۍ  رحمت ديوان  د هغه نوم محمد جمال وه، زمونږ د کوڅې په اخري سر کې يې کور وو، ما به اکثر هغه ليدۀ، خو داسې ډېرې خبرې به مې ورسره نه کولې، څو څو ځل يې ماته هم ډېر بيانونه کړي وو، او هر وخت به يې خلکو ته د دين په باره کې خبرې کولې. کله کله به چې زۀ د سهار لمونځ ته جما

05.12.2010 رحمت دیوان

مرکه ویبلاګ په لیکه شو

مرکه ویبلاګ په لیکه شو د ښاغلي رحمت دیوان ویبلاګ ((مرکه)) په لیکه شو.http://maraka.bloguna.tolafghan.com/چې د مرکو لپاره ځانګړی جوړ شوی دی، تاسو کولای شۍ چې اوس د پښتنو سیاسي، کلتوري او فرهنګي خلکو مرکې دل

30.11.2010 رحمت دیوان

پښتون

پښتون سعدالله جان برق توره په لاس، ټوپک په اوږه او بريت لشه روان دے جوړې پښتون په بهادرۍ کښې په نشه روان دے   وژل وژل او تل وژل ئې ده پيشه روان دے خلق ئې ټول کوى په لاره تماشه روان دے کاڼے وجود، کاڼے ئې زړۀ دے پکښې خوږ نشته دے

29.11.2010 رحمت دیوان

د خوب معنى / سعدالله جان برق

د خوب معنى سعدالله جان برق خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى پروت يم سر مې ايښے وؤ د ښار په ډېرانه چاپېره مې پراته وو رنګارنګ ګنده څيزونه پوستکى، لفافې او پلاسټک او کاغذونه چاپېره راختل ترې نه يو شل قسمه بويونه د

29.11.2010 رحمت دیوان

محمد علی جناح او ازاد صحافت

قائد اعظم او ازاد صحافت حبیب الحسن ېاد ازاد صحافت د انساني ستونزو د مخنيوي، د تيارو ختمولو او د رڼا احساساتو د خورولو لپاره ډېر اهميت لري، هم د ازاد صحافت پۀ نتيجه کې يوه صحت منده او مترقي ټولنه پۀ وجود کې راځي، د تاريخ پۀ هر دور کې د فکر او ضمير د ازادي مبارزينو ډېر زيار ويستلى دى، او کله چې هم مونږ د داسې محترمو اشخاصو ذکر کوو نو زمونږ پۀ ذهن

23.11.2010 رحمت دیوان

محمد اغا پېښور ته راورسیدو

محمد اغا پېښور ته راورسیدو حبیب الحسن ېاد تيره ورځ د اسلام اباد څخه راغلي د يو ملګري د رخصتولو نه وروستو سره د يو بل ملګري د يونيورسټي ټاؤن نه د بس په اخري يو داسې سيټ باندې کېښناستم چې د کړکۍ شيشه يې ماته وه، نن سبا په پېښور کې د نمر پريوتو سره سم هوا ډېره يخه شي، مونږ د هوا د يخو څپو څخه د بچ کيدو په غرض د کېښناستو سره سم بيا پاڅيدو او په وړاندې خالي

23.11.2010 رحمت دیوان

اوږد چکر / رپورتاژ

اوږد چکر رپورتاژ ډاکټر محمد زبېر حسرت دُنيا کښې ليکل لُستل زما يوه داسې مشغله ده چې زهـ پرې نهـ تنګېږم او نهـ ستړے کېږم خو زما پهـ خيال پهـ سړى داسې يو وخت هم راځى چې دَ خپلو محبوبو مشاغلو نه يې هم زړهـ خُلې له راشى او دغه کېفيت دَ ټېنشن او ډيپرېشن پهـ صورت کښې خپل ځان څرګندوى. دَ تېرو څو مياشتو راسې چې دَ ځ

21.11.2010 رحمت دیوان

نندارې / رپورتاژ

نندارې رپورتاژ ډاکټر محمد زبېر حسرت پهـ ١٨ جولايۍ کال دوه زره (٢٠٠٠ء) چې زهـ پُښتو اکېډېمۍ پېښور يونيورسټۍ ته دَ اکېډېمۍ ډائرېکټر ښاغلى ډاکټر راج ولى شاه خټک له دَ هغوى امانت دَ محترم دوست محمد خان کامل مومند انګرېزى کتاب "آن اے فارن اپروچ ټو خوشحال" واپس کولو ته دَ ملګرى اظهار الله پهـ ملګرتيا کښې ورغلے وم نو دغه وخت ور

21.11.2010 رحمت دیوان

اقتدارى مچهر

اقتدارى مچهر  رحمت ديوان کوم وخت چې مونږ باجوړ کې وو نو ما د دغو ماشو نوم نه وو اورېدلى، ښايي راته ياد نه وي ځکه چې هاغه وخت زه ډېر کوچنى وم. په لاهور کې زمونږ د کور مخې ته جبه وه چې د خوا و شا خلکو به ورته د کورونو مرداري (ګند) غورځوه، دلته په دې جبه کې ډېر ماشي وو چې خوا و شا خلک ترې ډېر تنګ وو. په کراچۍ کې چې ز

20.11.2010 رحمت دیوان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more