اکو بکو
احمد حسن حسرت
يادګيرنه:
دا يو اوږد نظم وۀ چې په درېو برخو مشتمل وۀ. وړومبۍ برخه ئې په کال ٢٠٠٢ء کښې ليکلې شوې وه او تقريباً پينځه بنده وه خو د کال ٢٠١٠ء سېلاب لکه د نورو ډېرو موادو ځان سره يوړه، بس يو بند ئې په لاس راغلو او وروستۍ دوه برخې چې په کال ٢٠٠٧ء او ٢٠٠٨ء کښې ليکلى شوې وې، هغه د نېکه مرغه په لاس راغلې، په دې نظم کښې د فوځى امر پروېز مشرف د نهه کلن دور څېړنه شوې ده چې لوستونکو ته ئې وړاندې کوم.
د وړومبى ټوک په لاس راغلے بند
اکو بکو
ماما راغے په ترپکو
وائى څۀ شو څوکيدار؟
چې اودۀ دے کۀ بېدار؟
څوکيدار پرې وکړو غږ
ماما! تاته مې دے غوږ
ماما وې اوسه تيار
د کابل به ساتې لار
ځان خبر کړه په قاعده
په نقصان او په فائده
زما غل به وى ستا غل
ګنى تۀ ئې زما غل
لکه زۀ چې کوم چل
داسې تۀ وکړه اټکل
نيسه! وتړه هر کس
کړه داخل ئې په قفس
څوکيدار وئيل، قربان
د څوکۍ راکړه امان
څوک چې ستا کوى نقصان
دا زما کوى تاوان
ځکه دا کوم اعلان
نور به نۀ وى فساديان
٢٠٠٢ء
اکو بکو (دوېمه برخه)
اکو بکو
ماما راغے په ترپکو
وې ئې ويښ شه څوکيداره!
ملا دې وتړه هوښياره!
کچرو ته شه روان
هلته ستا دى دښمنان
وکيلان دى کۀ ججان
ټول د سېلمې وران کاران
وهى چغې د قانون
تښتوى درنه سکون
کۀ څوک ځانله کړى زړۀ شين
ستا څۀ کار دے په ائين
کوتک لر نۀ کړې د لاس
چلوه ئې په اخلاص
مۀ ئې سر ګوره مۀ پښې
ترېنه هېرې کړه دفعې
حد جارى کړه په قاضى
دے دے تالره موذى
کۀ د ملک دے افتخار
ستا زما خو دے غدار
چې ونۀ خوزئ قلم
بهر کښېنږدې قدم
اکو بکو
ماما راغے په ترپکو
وې ئې بې لمانه يار!
په چا مۀ کوه اتبار
کۀ چودريان دى د ګجرات
دا بې کاره پرزه جات
زۀ درلېږمه ډالۍ
چې جوګه شې د سيالۍ
خو ساتې به ئې سنبهال
او لرې به ئې ښۀ خيال
بل ملک لره رضا
خفه کېږى په لالا
کۀ درځى، مۀ ئې شړه
کۀ څۀ وئ، مۀ ئې اوړه
ورته ما چوه واښۀ
کۀ دے ډېر وائى تراخۀ
تاله بس دے پهلوان
وى ژوندے دې ملا جان
کۀ وى هر څومره بحران
دے ګټى درله مېدان
ورله کېده خواږۀ پټ
خفه نۀ شې په پرمټ
اکو بکو
ماما راغے په ترپکو
وې بچے اوسه هوښيار
په چا مۀ کوه اتبار
چاله ور نۀ کړې اختيار
د وسلې د کاروبار
چې ټوپک لرې سنبهال
په څوکۍ به ئې بحال
ستا د کلى جڼى وران
نۀ په ما دى نۀ په ځان
هسې نه، ورشى په لاس
بيا به نۀ شم ترېنه خلاص
اينګران ئې ساته بند
چې ستومانه شى په ژوند
زۀ د دوى دلاسه سم
اوړېدلے يم په غم
اکو بکو
ماما راغے په ترپکو
دا چې وئ چغې سورې
له دوى وباسه بورې
چې پالى د قلم ننګ
کړه فراخ وطن پرې تنګ
چې بيا نۀ ليکى رښتيا
حال دې نۀ وائى د غلا
دا به وى دې اعتدال
ځان ثابت کړه روشن خيال
جامې بندې کړه په سکرين
ژوند د خلقو کړه رنګين
په ډوډۍ ئې نشته کار
په کېبل ئې نۀ کړې خوار
نۀ دې وى چينى، غوړى
ډک دې نۀ شى پرې کړى
غم ئې نشته د روزګار
له کرکټه نا وزګار
ورسره کوه مخول
د جمهور ډنګوه ډول
اخله خوند د ګډېدو
د بې شمېره ګوډاګو
کړه تاريخ دې خپل زرين
افرين شه افرين
کړه عمل په نصيحت
چې دې را نۀ شى شامت
٢٠٠٧ء