رحمت

Profile Photo

زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.



د ډيلي تخت هېرومه

"د ډيلي تخت هېرومه" کتاب چاپ او خپور شو  رحمت ديوان امان اپريدى چې د کراچۍ ښه ليکوال، شاعر او ښه استاذ دى، د جرس ادبي جرګې غړى دى او د طاهر اپريدي صېب غوندې خلکو سره پاتې شوى دى. د امان صېب نوى او وړومبنى کتاب "د ډيلي تخت هېرومه" (رپورتاژ) د دانش خپرندويه ټولنې له خوا چاپ او خپور شو.

24.04.2011 – رحمت دیوان

ساز / غني خان

ساز غنى خان ورکړه شرنګ دې ستار له ياره نوے د منى ماښام دے نوې سپوږمۍ راختلې ده نوى سرور کښې خيام دے اه د زړۀ تارخانو ته دې ګوتې د ساز ورښکته کړې وئ، د محمود ځيګر ته نن سترګې اياز ورښکته کړې سترګې مينې په غم ډکې ډکې د سُر او صنم ډکې سترګې مستې د شبنم ډکې څنګ په ناز ورښکته کړې او دې د

16.04.2011 – رحمت دیوان

لنډه کيسه: منى بدنام هوئى، رحمت ديوان

لنډه کيسه منى بدنام هوئى  رحمت ديوان دې ښار ته د رڼاګانو ښار وايى. د رڼا ګانو د ښار په يوه سيمه کښې زۀ هم په يوه کوڅه کښې ژوند کوم. زمونږ په دې کوڅه کښې پښتانۀ او پنجابيان ګډ اوسېږى، زمونږ د کوڅې م

08.04.2011 – رحمت دیوان

پښتو عالمي امن کانفرنس - حبيب الحسن ياد

پښتو عالمي امن کانفرنس حبيب الحسن ياد پۀ پېښور کې د پښتو عالمي امن کانفرنس جوړېدل زمونږ پۀ ژوند کې يوه ښه خبره او خوشګواره اضافه ده، ځکه چې د يو بل سره ناسته او اجتماع جوړول پۀ انسانانو کې د همدردۍ، خدمت او ايثار جذبه پېدا کوي او هم پۀ اجتماع کې د داخلېدو سره پۀ انسان کې حوصله او

06.04.2011 – رحمت دیوان

پښتنه پېغله، اسير منګل

پښتنه پېغله اسير منګل  څومره ساده ده پرده داره جينۍژوندے تصوير د صداقت دے لکهلوپټه توره ئې تاؤ کړې له سرزنځيرى خت ئې شرافت دے لکهچې ورته ګورې مينه مينه ښکارىخدائيګو ريښتونے محبت دے لکه د پته ډکه له وفا ډکه دهپښتنه پېغله له حيا

06.03.2011 – رحمت دیوان

غزل

غزل الياس ټلوال هسې پټېدې په تور پړوني کښېما وپېژندې په تور پړوني کښې بيا دې تور جادو کولو چا باندېنن چې ګرځېدې په تور پړوني کښې پړق لکه سپوږمۍ کړي تورو وريځو کښېداسې پړقېدې په تور پړوني کښې

06.03.2011 – رحمت دیوان

قنبر على اورکزے، على اکبر اورکزے (تذکره)

تذکره قنبر على اورکزے اسير منګل قنبر على اورکزئ د دولسمې صدۍ هجرۍ د وړومبى دور د پښتو شاعر دے. د ژوند پوره حالات ئې معلوم نۀ دى. ديوان ئې په وړومبى ځل نامتو محقق شاعر او اديب همېش خليل چاپ کړے دے. يو ديوان ئې اوس اوس چاپ شوے دے او دا د وړومبى نه زيات کلام لرى. دومره معلومه شوې د

01.03.2011 – رحمت دیوان

غزل

غزل اسير منګل پرېږده چې ګرځم پرهرونو سرهمينه ژوندۍ وى د رنګونو سرهزۀ په فطرت د هر يو ښکلى رسمما وخت تېر کړے دے ګلونو سره بيا هغه ړنګ کلى ته نۀ ورځمهڅوک به ولاړ وى دېوالونو سره د يار نرۍ وروځې تېرۀ لرونه

01.03.2011 – رحمت دیوان

د قيامت ورځ، لنډه کيسه

لنډه کيسه دقيامت ورځ ارشد خليل  مازيګرى هم د ښايست دويم نوم دى او بيا دا مازيګر چې د كلي مازيګر وي نود جهان ښايستونه،نندارې او منظرونه ورته لوګى شه – د ښايستونو په دغه منظر نامه كې چې د چوتې دوه ياران سره همراز او همنوا

26.02.2011 – رحمت دیوان

شګو کښې رنګونه (پينځمه برخه) سفرنامه

سفرنامه شګو کښې رنګونه (پينځمه برخه) اسير منګل د فلپائن زيړې الوچې  هسې خ

25.02.2011 – رحمت دیوان

غزل

غزل اسير منګل ږمنځ د ښکليو اوربلونه چېړىد سحر باد تنکى ګلونه چېړى ستا د لمبې لمبې ځوانۍ نه توبهقيامت نه مخکښې قيامتونه چېړى ستا د يادونو کونډه کړى لشېچې نيمه شپه شى پولۍ زړونه چېړىګل چې مسکے شى کړى ئې پا

25.02.2011 – رحمت دیوان

لوبه / فلم طاقت

فلم: طاقت / مجره لوبه امير غلام صادق نوښارى سوچ وکړه خانيه! چې دا ورځ ده او که شپه دهزما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحالومهبس کړه عبث خيالونه پرېږدهمه وينه دا خوبونه پرېږدهوګوره راغلې مې په سرو شونډو خوله دهزما تاسره وعده ده، زۀ به تا خوشحال

19.02.2011 – رحمت دیوان

زه او میجر صېب // رپورتاژ

رپورتاژ زه او میجر صېب فیروز افریدی سحر راته ميجر ريټائيرډ طارق محمود صيب ټيليفون وکړو چې نن به تۀ کور ئې ..؟ ما ورته اوئيل چې او . کور به يم ځکه چې د کور نه وتلو ته مې څوک نه پريږدي !! چې څنګه زه د کوره چرته لاړ شم نو هم په هغه سا

08.02.2011 – رحمت دیوان

ښځې ترښځې // سعدالله جان برق

ښځې ترښځې سعدالله جان برق  دنيا کښې ډېرې ښځې + ارې دى او ترښځې که ته پرې اوړېدلے ئې نو خدائے ورته اسره کړهمرۍ ورله خپه کړه   که کړے دې وادۀ وى + او ښځه دې کارغه وى نو بيا د کاغه کاغه دا غوږونه دې دمه کړهمرۍ ورله خپه کړه

23.01.2011 – رحمت دیوان

خوشحال بابا

خوشحال بابا  الياس ټلوال څښتن د تورې او څښتن هم د قلم وو خوشحال کۀ يو شاعر او يو اديب وو غازي هم وو خوشحال هم په يو ځان باندې بيل ځان ته يو عالم وو خوشحال دښمن دپاره سخت مشکل او يو لوئې غم وو خوشحال يو لوئې عالم او ښۀ حکيم هم فلسفي وو خوشحال يو ښۀ جرنېل يو ښۀ سالار يو ښۀ ښکاري و

22.01.2011 – رحمت دیوان

شګو کښې رنګونه (څلورمه برخه)

سفرنامه شګو کښې رنګونه (څلورمه برخه) دوه پښتانۀ پتنګان  اسير منګل ښاغلے الياس  ټلوال اؤ ښاغلے ممتاز اورکزے د دوبۍ دوه پښتانۀ صاحب کتاب شاعران دى چې د وړومبى "څيرلے زړۀ" اؤ "د ښادى مخ انګازې" اؤ د دويم "بنګړى بنګړى وعدې" چاپ دى. د ښا

22.01.2011 – رحمت دیوان

د کال ٢٠١١ء د اولنى پښتو فلم "اخرى ګولۍ" د فنکارانو تاثرات

د کال ٢٠١١ء د اولنى پښتو فلم "اخرى ګولۍ" د فنکارانو تاثرات  ليک: عباد شهزاد، ترجمه: رحمت ديوان  پښتو سينما ډېره خوش قسمته ده چې د نوى کال اغاز ئې د خپل نوى فلم "اخرى ګولۍ" د نندارې نه ورکړو، دا فلم چې په ډېره لويه سرمايه باندې جوړ شوے دے، د دې فلم ټول ريکارډنګ په شوګران، ايبټ اباد، علاقه غېر او د پاکستان په ښائسته ؤ ځايونو کښې شوے دے، د لويې سرمايې دا پوره پښتو فلم دے، ع

20.01.2011 – رحمت دیوان

خواجه محمد بنګښ (تذکره)

تذکره خواجه محمد بنګښ اسير منګل خواجه محمد بنګښ د بنګښو دويم د پښتو شاعر دے. د دۀ د والد محترم او ځاى ځائيګى په حقله هيڅ معلومات نۀ دى ترلاسه شوى. ولې د شاعرۍ نه ئې دا پته لګى چې دے د يوولسمې صدۍ هجرى (١١٠٠هـ) د وروستى دور شاعر دے. کلام ئې د تصوف په رنګ کښې رنګ دے. د پېښور د اکبر

19.01.2011 – رحمت دیوان

غزل

غزل اسير منګل ږمنځ د ښکليو اوربلونه چېړى د سحر باد تنکى ګلونه چېړى ستا د لمبې لمبې ځوانۍ نه توبه قيامت نه مخکښې قيامتونه چېړى ستا د يادونو کونډه کړى لشې چې نيمه شپه شى پولۍ زړونه چېړى ګل چې

19.01.2011 – رحمت دیوان

اے ملګرو! دا فيروز اپريدے دے

اے ملګرو! دا فيروز اپريدے دے الياس ټلوال  چې ولاړ تل د وطن په ننګ او نام دے په زخمونو د خپل قوم چې بې ارام دے په پښتو او پښتنو ئې چې تل پام دے چې د قوم د سوکالۍ لره هر ګام دے

19.01.2011 – رحمت دیوان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more