پښتو عالمي امن کانفرنس

حبيب الحسن ياد

پۀ پېښور کې د پښتو عالمي امن کانفرنس جوړېدل زمونږ پۀ ژوند کې يوه ښه خبره او خوشګواره اضافه ده، ځکه چې د يو بل سره ناسته او اجتماع جوړول پۀ انسانانو کې د همدردۍ، خدمت او ايثار جذبه پېدا کوي او هم پۀ اجتماع کې د داخلېدو سره پۀ انسان کې حوصله او ډاډ پېدا کېږي، هم د داسې غونډو او مجلسونو پۀ نتيجه کې تهذيب وده کوي. د نړۍ پۀ هر ګُټ کې او د تاريخ پۀ هر دور کې د يو مهذبه ټولنې پۀ جوړولو کې د قلم د خاوندانو کردار د هيچا نه پټ نۀ دى کۀ مونږ د دنيا د هغه ملکونو پۀ تاريخ نظر واچوؤ چرته چې جبر او وحشت پۀ سوونو کاله حکمراني کړې ده د جابره حکمرانانو ظلم او بربريت تر اخري حدونو رسېدلى، ولې اديبانو د استبداد تور ښاماران خوب ته نۀ دي پرېښي او سره د خپل استبدادي نظام يې ورک کړي دي او خلکو ته يې د ژوند لارې ښودلي دي. شاعر او اديب څوک دى؟ هم د دې خاورې وګړي دي چې د ژوند د ترخو حالاتو څخه د مستقبل لۀ پاره شيريني کشيد کوي يعني خلکو ته اميد ورکوي، غږ کوي او د خاموشۍ تسلسل ماتوي، د حالاتو تجزيه کوي او پۀ ډېر حکمت سره د خلکو توجو اهمو مسئلو او حقائقو ته راګرځوي. د خوشحالۍ خبره داده چې پښتو عالمي امن کانفرنس کوم چې د پښتنو يوه معتبره غونډه ګڼلى شي، هم د دې سيمې شاعرانو او اديبانو رابللې ده. ژبه د قومونو پۀ پرمختګ او سړيتوب کې لويې کردار ادا کوي، ولې مونږ د يو استبدادي نظام پۀ وجه د خپلې ژبې نه محروم کړى شوي يو، هغه ژبه چې مونږ پکې خبرې زده کوؤ، پۀ خوله يې وايو مګر ليک لوست پکې نۀ شو کولى، دغه خبرې پښتون اولس ته ډېر نقصان رسولى دى او د تذبذب سره يې مخ کړي يو مونږ وار خطا يو چې کومه ژبه ياده کړو او چې تر څو مو بله ژبه نۀ وي زده کړي نوکري نۀ شو کولى مګر دا سوچ نۀ کوؤ چې مونږ ولې پسمانده يو؟ زمونږ مسئلې څۀ دي؟ مونږ کوم طرف ته روان يو پۀ خپل مينځ کې اظهار خيال نۀ شو کولى، مونږ کۀ تعليم وکړو نو بيا طرف طوطيان رانه جوړېږي ځکه چې ټول عمر پردۍ ژبه ګوټه کوؤ او هم دغسې زمونږ ذهنونه پڅ شوي دي او دا څۀ پټه خبره نۀ ده داسې د يوې منصوبې مطابق شوي دي، د دې لپاره چې دلته استبدادي نظام هډو ختم نۀ شي. نن زمونږ پۀ سوچونو پهرې ولاړې دي او د نورو ژبو ګډوډ تصور زمونږ ذهنونه منتشر کړي دي، د دې مطلب دا نۀ دى چې ګنې نورې ژبې زده کول بده خبره ده پۀ موجوده وخت کې نورې ژبې زده کول ضروري خبره ده، ولې د خپلې قامي او مورنۍ ژبې نه د محرومۍ پۀ وجه مونږ پسمانده او د دنيا پۀ جاهله قامونو کې حسابېږو. دا غونډه پۀ يو داسې وخت کې جوړه شوې ده چې د جنوبي ايشيا پۀ مختلفو برخو کې استبداد پنجې ښخې کړي دي او زيات خلک د بې سوادۍ، ويرې، عدم اعتماد، ولږې، رنځ او جبر ښکار دي او لکه د غلامانو غوندې پۀ زنځير تړلي دي ځکه چې د دوي هيڅ چانس نشته او د کړکېچنو مسئلو سره مخ دي. د دې مسئلو او خلکو تپوس به څوک کوي؟ ښکاره خبره ده چې بل هيڅوک يې نۀ شي کولى ځکه چې د ژوند او ازادۍ مقصد هم دادى چې خلک خپل بوج پخپله يوسي، مونږ د خپلو کشالو ذمه وار يو زمونږ مسئلې کۀ نن کړکېچنې دي او کۀ ساده دي خو اول تا اخري مونږ ذمه وار يو. د دغه کانفرنس نه زمونږ دا طمع ده چې د پښتو ژبې پوهان به نۀ يواځې هغه عوامل ښکاره کړي کوم چې زمونږ د پرمختګ پۀ لار کې خنډونه دي، بلکې پۀ صحيح لارښونه به د فکر او عمل د تهذيب نوي بنيادونه کېږدي. پښتو عالمي امن کانفرنس به د دې سيمې پۀ سياسي او علمي فضا يو مثبت او ګټور نقش پرېږدي، ځکه چې دغه غونډه د هيڅ قسم متعصبانه سوچ او عناد پۀ بنياد نۀ کېږي، بلکې د خلکو د وسيع تر مفاداتو د لټون يو کوشش دى چې پۀ دې سيمه به د امن، ورورولۍ، تعاون، برداشت او د روادارۍ اقدارو ته وده وکړي. اديبان پۀ دغه خبره ښۀ پوهېږي چې د بل د احترام پۀ بدل کې احترام ملاوېږي پۀ دغه کانفرنس کې به پۀ پښتنو زور راوړلى شي چې د جنوبي ايشيا د ټولو قامونو سره د مرستې او روادارۍ جذبه ولري ځکه چې د يو بل سره د ملکونو، قامونو او قبيلو پۀ سطح د مرستې او روادارۍ پۀ نتيجه کې مشترکه ګټې رابرڅېره کېږي او هم دغسې انسانيت د مشترکه جوهر لټون کوي.