پښتنه پېغله

اسير منګل 

څومره ساده ده پرده داره جينۍ
ژوندے تصوير د صداقت دے لکه
لوپټه توره ئې تاؤ کړې له سر
زنځيرى خت ئې شرافت دے لکه
چې ورته ګورې مينه مينه ښکارى
خدائيګو ريښتونے محبت دے لکه

د پته ډکه له وفا ډکه ده
پښتنه پېغله له حيا ډکه ده

نۀ ئې نازونه اداګانې شته دى
نۀ ئې سرخى نۀ ئې پوډر مښلى
په سپينه پوزه ئې چارګل ايښے دے
په تور اوربل کښې ئې ګلان ټومبلى
غرئيز حسن ئې جواب نۀ لرى
لګى په هر چا باندې ښکلى ښکلى

د پته ډکه له وفا ډکه ده
پښتنه پېغله له حيا ډکه ده

د پښتنو څومره ښائسته جامه ده
چې پرې درنه دا پښتنه پېغله ده
له سادګۍ نه ئې لوګے شه جونې
دا ئې ښائست دے چې ساده پېغله ده
کۀ اداګانې کۀ نخرې ئې نۀ زده
دنګه غړۍ لرى ښائسته پېغله ده

د پته ډکه له وفا ډکه ده
پښتنه پېغله له حيا ډکه ده

غرونو رغونو کښې ګرځېږى مدام
دا غرڅنۍ ليلىٰ څاروى څروى
خړ غوندې سپے ورسره شام و سحر
ببرو غرونو کښې خپل وخت تېروى
کوم پښتانۀ باندې به اوړى دغه
چې تور وربل د پښتنې خوروى

د پته ډکه له وفا ډکه ده
پښتنه پېغله له حيا ډکه ده

په سر ګېډے ئې د لرګو ايښے دے
په دنګو غرو کښې راروانه جينۍ
کوى څوکۍ تل د غواګانو خپله
په کار کښې بوخته سرګردانه جينۍ
زيړ مازديګر دے لکه کور ته راځى
منګله! څومره ده ستومانه جينۍ

د پته ډکه له وفا ډکه ده
پښتنه پېغله له حيا ډکه ده