غزل

الياس ټلوال

هسې پټېدې په تور پړوني کښې
ما وپېژندې په تور پړوني کښې

بيا دې تور جادو کولو چا باندې
نن چې ګرځېدې په تور پړوني کښې

پړق لکه سپوږمۍ کړي تورو وريځو کښې
داسې پړقېدې په تور پړوني کښې

هسې نه چې ماته رقيب جوړ نشي
چا که وليدې په تور پړوني کښې

تور تيارې کښې نۀ ښکاري خو ستا سترګې
ګلې! ځلېدې په تور پړوني کښې

خود به دې په چا تور لګېدلے وي
تۀ چې راوتې په تور پړوني کښې

بل څوک شي کېدے ټلوال الياس به وي
تۀ چې ورته تلې په تور پړوني کښې