تذکره
قنبر على اورکزے
اسير منګل
قنبر على اورکزئ د دولسمې صدۍ هجرۍ د وړومبى دور د پښتو شاعر دے. د ژوند پوره حالات ئې معلوم نۀ دى. ديوان ئې په وړومبى ځل نامتو محقق شاعر او اديب همېش خليل چاپ کړے دے. يو ديوان ئې اوس اوس چاپ شوے دے او دا د وړومبى نه زيات کلام لرى. دومره معلومه شوې ده چې موصوف د تيراه په کلايه نومې کلى کښې پېدا شوے دے او بيا وروستو په پېښور کښې مېشته شوے دے. قبر ئې د پېښور سول کوارټر سره نزدې د اورکزيو په قبرستان کښې دے.
د قنبر على اورکزى د شاعرۍ نه پته لګى چې دے د پښتو ژبې يو ښۀ شاعر دے. په اولس کښې ئې غزلې، نوحې او سلام شهرت لرى. په خپل کلام کښې ځاى په ځاى د تيراه د کلائى يو مذهبى مشر انورشاه خپل پير او مرشد ګڼى او ډېر زيات عقيدت ورسره لرى، لکه چې وائى:
انور شاه صاحب دے روح قنبر دے جسم
په قنبر زړۀ د هاتف شوے الهام دے
غزل ئې هم خپل خوند او رنګ لرى. داسې ښکارى چې شاعر د مينې ډک زړۀ لرى او د دې انځورګرى ئې په غزل کښې په ښه توګه کړې ده. ولې زيات زور دۀ د نورو شاعرانو په زمکو باندې ورکړے دے. د پښتو د کلاسيکى شاعرانو ښه غرقه مطالعه لرى او چې د چا په زمکه ئې طبع ازمائى کړې ده نو په مقطع کښې ئې د هغۀ ذکر کړے دے. د نمونې په توګه ئې د يو غزل مقطع وګورئ:
تتبع د نصر الله قنبر على کړه
چې ئې زلفې په سپين مخ شکوه شکن شى
د قنبر على اورکزى شاعرى ځاى په ځاى د دنيا د بې ثباتۍ ژړا کوى او وائى چې دلته انسان د يو څو ورځو دپاره راغلے دے. کامياب هغه کس دے چې د دنيا په بې وفايۍ پوهه شى، ښۀ عمل وکړى او د مرګ نه مخکښې ځان دپاره توښه ولېږى. راځئ چې اوس ئې نېغ په نېغه يو دوه غزلې ولولو، چې د کوم نه مونږ په څۀ نا څۀ توګه د شاعر د فن او شخصيت اندازه لګولے شو.
چې1 ګل رخ روان په سيل د چمن شى
له هوسه هر يو ګل په شګفتن شى
لاله فرش د لارې کړۀ خپل ورقونه
ګوندې لرې چې داغونه د بدن شى
په صفت باندې د ستا چې ګويا نۀ شوه
ترې ګويا به کله ژبه د سوسن شى
بينائى به د نرګس د سترګو وشى
که ئې بوئى تر دماغ ستا د پېرهن شى
چې نسيم د يار له زلفو شبنم راوړى
څۀ پوښتنه به د مښکو د ختن شى
په رښتيا به زۀ د عشق شهيد هاله شم
که د يار د کوئے خاورې مې کفن شى
تتبع د نصر الله، قنبر على کړ
چې ئې زلفې په سپين مخ شکوه شکن شى
+++
څو دې نۀ وريژې له زړۀ د غفلت پخې
اهل به دې کړى خپل مجلس نه خپخې
عنايت برخه د هر چا ازلى ده
لوئى درياب دے د پښو لاندې د بطخې
بادشاهانو مسند څۀ عجب لذت کا
فقيرانو کړۀ مسند ناستے په لُخې
څوک دې خورى غوښې حلوا، حلوا د قندو
څوک جوار اوربشې خورى شوملې کوتخې
په قيامت مې پرده وساتې يا ربه
چې دښمن راباندې نۀ وکاندى سخې[1]
د قنبر على نور هيڅۀ مراد نشته
کاروان مې کړے مهدى صاحب په مخې
على اکبر اورکزے
على اکبر اورکزے د پښتو ادب يو ښکلے صوفى شاعر تېر شوے دے. د پلار نوم ئې قاسم خان اورکزے دے. د تيراه په اورکزيو کښې غالباً په کال ١٧٧١ء[2] کښې زيږېدلے دے. زيات عمر ئې په هندوستان کښې تېر کړے دے. په تيراه کښې ئې د خپلې تپې او يا د کلى هيڅ پته نۀ لګى. د خپل ځان په حقله ديوان کښې يو ځاى داسې ليکى:
زۀ چې راغلم په دنيا کښې
له وجوده په اظهر
بادشاهى د نادرشاه وه
په عالم کښې لکه لمر
على اکبر اورکزى د پښتو نه علاوه په پارسۍ ژبه کښې هم ليکل کړى دى. د پښتو خطى نسخه ئې د سرمحقق زلمى هېوادمل له مخې د ارمنستان ايروان ښاريه ماتينا داران کښې خوندى ده، چې سرمحقق عبدالله بختانى او سرمحقق محمد اکبر معتمد شينوارى ليدلې ده. سرمحقق بختانى ئې په شاعرۍ يوه مقاله هم ليکلې او خوره کړې ده. وروستو ورباندې علامه عبدالحى حبيبى هم يوه مقاله لېکلے ده.
د على اکبر اورکزى دې لږې ډېرې شاعرۍ نه مونږ ته دا اندازه لګى چې دے د پښتو ادب يو ښۀ عالم او فاضل شاعر دے. کلام ئې د تصوف بڼه لرى او د لوستلو نه ئې دا اندازه لګى چې دے د نقشبندى طريقې پېروکار دے. شاه عبدالرحيم نقشبندى خپل پير او شاه معظم خپل استاد منى. د عشق او محبت سندرې ئې هم وئيلې دى. د اخلاقو درس هم ورکوى. سرمحقق خدمتګار ئې د رحمان بابا په رنګ کښې رنګ بولى. ولې زلمى هېوادمل ورسره پوره اتفاق نۀ کوى. روسى ليکوال ولادى ميرو اسيلويچ کوشيف د على اکبر اورکزى ځنې قصيدې په روسۍ ژبه کښې ترجمه کړې هم دى. دغه قصائد د خوشحال بابا د قصائدو په رنګه په واقعاتو اړه لرى چې د واقعه نګارۍ په حواله يو اهميت لرى. دې نه علاوه دې ښکلى شاعر په خپل ديوان کښې غزلونو او رباعياتو باندې هم طبع ازمائى کړې ده. د يو غزل مطلع ئې څۀ په دې ډول ده:
هر ساقى چې د طرب پياله کا پورته
مېخواران به واړه ودانګى دې لور ته
دې مطلعې نه داسې ښکارى چې على اکبر اورکزئ د غزل يو استاد شاعر دے. زما يقين دے که چرې د دۀ ديوان دلته چاپ شى نو زمونږ په ادب کښې به د يو بل غزلګو شاعر زياتوالے اوشى ځکه چې د على اکبر اورکزى د شاعرۍ نه ډېر کم خلق خبر دى. زلمى هېوادمل د دۀ يوه مرثيه[3] هم رانقل کړې ده چې دۀ په خوشحال خان شهيد ١١٧٢هـ ق په مطابق ١٧٩٣ء ليکلې ده. دا وخت د دۀ عمر دوه ويشت کاله کېدے شى.
مرثيه
نن مې اور په ځاى د اوښکو له چشمان لاړ
که د زمکې په باب تندر د اسمان لاړ
د هغه جهان عالم به ئې هم ژاړى
نامراده چې مراد له دې جهان لاړ
نونهال چې د قضا په تېغ زرغون ؤ
د قضا په تېغ اره له ګلستان لاړ
که چرې د علامه عبدالحئ حبيبى د على اکبر اورکزى د زيږېدو نېټه کال ١٧٧١ء صحيح ومنلے شى نو د دې مرثيې په وخت به د دۀ عمر ٢٢ کاله ؤ او په داسې عمر کښې دومره ښۀ ليکل يقيناً چې د يو استاذ شاعر کار کېدے شى. على اکبر اورکزى څۀ وخت په کشمير کښې هم تېر کړے دے، لکه چې وائى:
په کشمير کښې وم څو کاله
ؤ حاکم نور الدين خان
علامه حبيبى د دې شعر په حقله وئيلى دى چې نور الدين خان پوپلزى په ١١٧٥؛هـ ق (١٧٩٦ء) کال په احمدشاه دربار کښې د کشمير ناظم مقرر شوے ؤ. نو سړے اټکل کولے شى چې دۀ به د دۀ د حکمرانۍ په وخت کښې هلته ژوند کړے وى. په همدې قصيده کښې په يو بل بېت کښې راغلى دى چې دے بيا له کشميره بېرته خپل وطن ته تلے دے.
د على اکبر اورکزى د ديوان په حقله دا هم ليکلى شوى دى چې په دې کښې قسماقسم تصويرونه هم جوړ دى. سرمحقق هېوادمل ليکى چې په دې تصويرونو کښې د على اکبر اورکزى تصوير هم شته. يو تصوير کښې دے خپل پير ته خواست کوى. بل تصوير کښې دے په دربار کښې ناست دے او يوه ښځه ورته مخامخ ناسته ده.
د دومره خبرو نه پس مونږ په دې نتيجه رسو چې على اکبر اورکزے د اورکزيو ټولو نه وړومبے د پښتو شاعر دے چې څۀ نه څۀ عمر ئې په هند او کشمير کښې هم تېر کړے دے. لکه څنګه چې پښتانۀ ټول عمر د بې وسۍ او د غريبۍ د لاسه تل د خپل وطن نه ورک شوى دى او د هند مزلې ئې لنډې کړې دى دغه حال د على اکبر اورکزى هم دے. د سفر ستونزې په يوه رباعۍ کښې داسې بيانوى:
بې دوا رنځ دے طبيب مې نشته
په سوال ګرځم مجيب مې نشته
پردېس وطن دے د سوال مشتاق يم
اکبر رنځېږم حبيب مې نشته
داسې ښکارى چې دۀ د دنيا د نورو ضرورتونو سره سره خپله د علم تنده هم ماته کړې ده او بيا خداى پاک ورله يو مينه ناک او فنکار زړۀ هم ورکړے ؤ. په پښتو کښې ئې شاعرى هم کړې ده. خو افسوس چې زمونږ د روايتى بې قدرۍ له لاسه په خپل وطن کښې دے بې نومه او بې نشانه دے. راځئ چې اوس ئې د کلام نمونه ولولو چې يوه نيمګړې قصيده ده:
باده الوځه وطن ته په رفتار شه
د هر چا له حاله بيل بيل خبردار شه
لکهنو له ښاره کوچ وکړه بهار ته
د کټهير په پښتانۀ باندې ګذار شه
د وطن له پښتونخوا نه سلام واخله
د بادشاه په لور روان تۀ په تلوار شه
هلته هم د عزيزانو خبر واخله
په تعظيم ځنې رخصت په خپله لار شه
هغه لار چې د اشنا ده پرې تېرېږه
د بل ځاى منت اصلاً مۀ کړه هوښيار شه
برابر د خپل وطن پر لارې درومه
په سرهند باندې چې وريشي قرار شه
په پنجاب د هر اشنا په کورو ګرځه
له عشرت سره خوش طبع د اشعار شه
د جيلم له سينده پورې شه روتاس ته
په هر ځاى باندې ښکاره کړه ځان هوښيار شه
د سردار سرفراز خان پرسش لازم دے
چې څښتن ئې هم ويادو مددګار شه
د حاجي اخون په قبر دعا وکړه
د يوسف په حال دانا او خبردار شه
کشر ميا ته په دوه لاسه تعظيم وکه
محمدي صاحب ته هم په تعظيم پار شه
ځاى په ځاى او غرۀ په غرۀ زما دپاره
په تيراه باندې پرېشان او تار په تار شه
د اکبر سلام په هر چا باندې وايه
په دعا مې يادوئ چې برخوردار شه
(له "سويلى رنګونه" کتاب څخه)
[1] طنز.
[2] علامه حبيبى دې شعرونو نه د شاعر د زيږېدو نېټه ١١٥٠هـ ق اټکل کړې ده چې د کال ١٧٧١ء سره سمون خورى. په هند کې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه، سرمحقق زلمى هېوادمل. ص ٢٧٠.
[3] په هند کې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه، ص ٢٨٣.