غزل

اسير منګل

پرېږده چې ګرځم پرهرونو سره
مينه ژوندۍ وى د رنګونو سره

زۀ په فطرت د هر يو ښکلى رسم
ما وخت تېر کړے دے ګلونو سره

بيا هغه ړنګ کلى ته نۀ ورځمه
څوک به ولاړ وى دېوالونو سره

د يار نرۍ وروځې تېرۀ لرونه
جرړې د زړۀ رېبى بېخونو سره

زمونږ شمله خو دومره ټيټه نۀ وه
زمونږ سيالى وه اسمانونو سره

يو ځلې بيا ماته دروغ ووايه
رغېږم زۀ ماتو لوظونو سره

اوس هر يو ښکلے دے اسير په ښار کښې
منګل ئې ګورى ګودرونو سره