لنډه کيسه

دقيامت ورځ

ارشد خليل

 مازيګرى هم د ښايست دويم نوم دى او بيا دا مازيګر چې د كلي مازيګر وي نود جهان ښايستونه،نندارې او منظرونه ورته لوګى شه – د ښايستونو په دغه منظر نامه كې چې د چوتې دوه ياران سره همراز او همنوا وي نو خوند يې په لفظونو كې نه احاطه كيږي رنګ او رڼا ورته لكه د ناوې ډكې ليچې وړاندې وروستو كيږي.

زه او ضياء چې به كله هم په كلي كې وو نو د مسافرۍ ټوله ستړيا به مو هره ورځ هر مازيګر د سيند غاړې له وړه د سيند په غاړه د شاتوت د ګورې ونې لاندې به مود سيند د رڼو اوبو په نندارو د فكرونو الوده مخونه وينځل او د ژوند د ښكلاګانو رنګورينې پلوشې به مو خپلو بې وسو شوګير وهلو د سترګو

په تهه خانو كې رانغښتى،د سيند د واړو خواته به ډير ښكلى ماحول وو.

هره نمونه مارغان به د ماښامي په تر وږمۍ كې راتلل او خپلې تندې به يې سړولې او بيا به خپلو ځالو ته الوتل،اكثر به د كلي واړه هم د سيند غاړې ته راتلل او خپلو كې به يې لوبې كولې،ملالۍ به هم نورو همزولو سره پتارانو پسې منډې وهلې او ګلالۍ به خپلو وړو وروڼو-خويندو سره لوبې كولې.

ملالۍ وړه وه خو لويو لويو او اوږدو اوږدو وېښتو يې د روان ژوند د استقبال زيري ته له ډېر مخكې نه خپله غېږه پرانيستې وه - هغې به چې په ګلونو ناستو پتارانو پسې منډه وهله نو وريښمين ويښته به يې لكه د تورو وريځو په اوربل دانه وانه لاړل او د مازيګر او ماښام تر مينځه به يې په ډوبه خاموشۍ كې يو مست او مترنم شور پيدا كړ چې چاپيريال به يې تاند او تازه كړ.


د فطرت د حسن ويشګر مازيګري كې چې به كله ضياء رانغى نو زه به يوازې ووم او كه زه به نه ووم نو ضياء به يوازې وو_ څنګه چې به موږ دواړه د يو بل نه بغير نيمګړي وو دغسې به مازيګرى هم زموږ نه بغير نيمګړى وو- زه ضياء او د سيند د غاړې مازيګرى داسې خواږه ياران وو چې په يو بل كې مو ساه

غړېده – د سيند په غاړه به وږمه وږمه هوا د ګلونو په بڼو رالوته او ساه ساه به يې خوشبويه كوله - د ماښامي لړۍ چې به د ورځې په روڼ مخ خپلې تورې وزرې خپرولې نو خلكو به خپلې ګډې بيزې او نور څاروي د كورونو په لارو ورسم كړل،ماڼوګانو به خپلې كښتۍ د سيند په غاړه وتړلې، ښكاريانو به خپل ځالونه راټول كړل او ويرونكې شپې ته به يې په رضا لاره وركړه داسې لاره لكه چې يو بې خسمه قام خپله غلامي په رضا قبوله كړي.

كله كله به ما او ضياء د پوهنتون د تيرو مستو،شوخو او ژوندو موسمونو خبرې هم د خپل ګپ موضوع ګرځوله نن خو چې ضياء د پروفيسر شهزاد د فلسفې نه ډكې،پرمغزه او تل پاتېدونكي ليكچرونه ذكر د بحث د رباب په تار واړو،نوزه يې هم د ځانه سره مست او خمار لرې بوتلم - تاته ياد شي چې پروفيسر

شهزاد به د اوبو په اهميت څومره اوږده اوږده ليكچرونه كول? )) ضياء چې په شينكي كبل يې ډډه وهلې وه رانيغ شو او زما نه يې د پوښتنې په انداز كې وپوښتل ،ما ورته وويل (ولې نه….... ښه مې ياد شي،دغه به هم د چا نه هېر شي.)

ضياء زياته كړه چې كه ستا ياد وي نو سر يو ځل دا هم ويلي وو چې راروانه پيړۍ به د اوبو په سر د جنګونو پيړۍ وي…..... كوم قامونه چې خداى د اوبو د كوم نعمت نه محروم كړي دي هغوى هيڅ كله هم پرمختيا نه شي كولى،تاريخ وايي چې چيرته اوبه نه وي هلته ژوند هم نه وي.

موږ دواړه په دې خبرو كې مشغول وو چې په دې كې ناګهانه يوه ګرمه سيلۍ راوالوته او زما په مخ داسې ولګيده چې څوك چاله په ناخبرۍ كې ښه توده څپېړه وركړي،څه وخت پس په هوا كې د ماشومانو،زنانه و او د سړو د چيغو اوازونه راتلل لكه چې ټول په سخت تكليف كې وي،موږ دواړه ډير حيران ولاړ وو- د هوا شور زموږ پام ګير چاپيره ماحول ته راوګرځاو زموږ چې څنګه سيندته خيال شو نو په سيند كې د اوبو په ځاى سره وينه راروانه وه لږ وخت پس پكې پټكي،شملې لوپټې روانې وې. دې سره سره پكې كتابونه،د جوارو غنموتخمونه،رنګ په رنګ سبزيانې،ميوې او تازه تازه ګلونه هم په وينو لړل شوي راروان وو په دغه وخت يو وحشي غوندې ماحول وو زما د وجود نه خولې روانې شوې،شونډې مې سپورې شوې،حلق مې وچ شو او څه عجيبه غوندې كيفيت راباندې راغلو چې خپل ملګري ته مې پام شو نو هغه بې هوښه پروت وو،زړه كې مې ويره پيدا شوه لكه چې نن د قيامت ورځ وي.(پاى)