سفرنامه

شګو کښې رنګونه (پينځمه برخه)

اسير منګل

د فلپائن زيړې الوچې

 هسې خو د دوبۍ په مارکېټونو کښې سرې شنې اؤ زيړې الوچې تقريباً هر وخت هر موسم کښې خرڅېږي خو زۀ تاسو ته د فلپائن زيړې الوچې يادؤم. يعنې د فلپائن نرۍ نروچکې، وړې وړې جينکۍ چې په سړک ځي ته به وائې جوړ ګډيانې روانې دي. هسې په دوئ کښې غټې غټې صحت مندې ښځې هم شته خو ډېرې کمې. د تور اؤ سپين رنګ مېرمنې هم شته دے خو زيړ رنګ ډېر غالب دے. اؤ خدائے شته بد هم نۀ لګي. د فلپائن اوسېدونکي ځان له خپل کړۀ وړۀ لري ولې بيا هم جاپانيانو او چينيانو ته لږ ورته دي. هسې په فلپائن کښې ګڼې ژبې وئيلے کېږي خو قامي ژبه ئې تاګالو (Tagalo) ده. اسلام اؤ عيسائيت د ملک دوه غټ مذهبونه دي. وطن کښې چې د دوئ رويه هرڅنګه وي خو دلته ماته نر اؤ ښځې دواړه ډېر بې ضرره اؤ شريفان ښکاره شول اؤ که چرته ئې زۀ د ماکوانو سره تشبيهـ ورکړم نو بې ځايه به نۀ وي. د ښاغلي ممتاز اورکزي يؤ پارټنر د فلپائن ښاغلے فارنسټو عيسائي ؤ. ما هغۀ سره د دوبۍ نه العين ته يؤ سفر وکړو. د سفر په دوران کښې هغۀ ماته د خپل ملک اؤ د خلقو په حقله ځنې ګټور معلومات راکړل. فلپائن کښې د سړو په مقابله کښې د ښځو شمېره زياته ده اؤ د دې يؤ تصوير په دوبۍ کښې هم په نظر راځى. دلته که تۀ يؤ فلپائنے سړے وګورې نو ورسره به دوه يا درې ښځې هم وى. په شاپنګ سنټرونو اؤ هوټلونو کښې د دې زيړو الوچو په مکمله توګه قبضه ده. داسې معلومېږى چې فلپائن کښې د ښځو تعليمى سطح ښه حوصله افزا ده. دلته چې څومره جينکۍ کار کوى تقريباً خوانده دى خو بيا هم تنخاګانې ئې ډېرې کمې دى. وخت ئې په شواخون تېرېږى. د دوبۍ په خړو شګو کښې چې دوئ کوم رنګونه شيندلى دى اؤ کومه ښکلا ئې ورکړې ده د هغې نه به انکار څوک وکړى. خو د دې زيړو الوچو شاته چې کومې سپېرې سيلۍ الوزى د هغې نه څوک خبر دى؟. دوئ کښې ډېرې داسې بې وزله جينکۍ شته چې خپل د تى ماشومان ئې وطن کښې خپلوانو ته پريښى دى اؤ دوئ دلته نوکريانې کوى. وجه ئې ښکاره ده چې دوبۍ کښې يوه ښځه خپل بچے په کمه تنخا کښې نۀ شى ساتلے. د مجبورۍ نه ئې وطن کښې چاته ورکړے وى اؤ مور ئې دلته نه رقم ورلېږى.

ځنې داسې زيړې الوچې هم ما وکتې چې نورو خلقو سره به ګرځېدلې چې يا ئې ورسره ودونه کړى وو اؤ يا ئې يارانې يعنې د Girl Friend کردار ترسره کولو. زه چې کوم ځاے کښې پاتې کېدم هلته زما په ګاونډ کښې يؤ مصرے وسېدو. عمر ئې د پنځوسو نه زيات ؤ اؤ يوې زيړې بُلبلې سره ئې وادۀ کړے ؤ چې عمر به ئې د شلو اؤ دېرشو ترمينځه ؤ. وروسته ماته پته ولګېده چې د دې مصرى په مصر کښې خپله ښځه اؤ بچى شته. دې جينۍ سره ئې هسې د مزې دپاره يارانه جوړه کړې ده. يعنې د کمې تنخا له کبله داسې جينکۍ مجبوره وى چې د اوسېدو کرايه اؤ د خوراک څښاک پېټے په بل وراړوى. يا ورسره وادۀ وکړى اؤ يا يارانه جوړه کړى. د مثال په توګه که چرې څوک ورسره په جائزه طريقه وادۀ هم وکړى نو د داسې وادۀ انجام به څۀ وى؟ د دې زيړو الوچو د بې وسۍ دا يؤ بل دردناک انځور ؤ چې ما وليدو اؤ په ټکو کښې مې د راښکلو زيار وويستو.

 

د دوبۍ ځانګړتيا

 

دوبۍ کښې د ټريفک نظام ډېر مثالى دے. دلته دومره انسانان نشته لکه چې څومره ګاډى دى خو بيا هم کله نه کله مسئله پيدا کېږى. ټريفک لکه د افغانستان په ښى لاس چلېږى. دلته لوئى لوئى پلن سړکونه دى. په چوکونو هوائى پلونه دى. ځنې ځايونو کښې د ټريفک ښۀ کؤلو دپاره لوئى واړۀ سرنګونه هم جوړ دى. راشديه ټنل ډېر لوئى سرنګ دے. شېخ زايد روډ، جميرا روډ، شارجه روډ، امريه روډ، اوير روډ د دوبۍ مرکزى سړکونه دى. شېخ زايد روډ د ټولو نه ښکلے سړک دے. په دې باندې اوچت اوچت بلډنګونه دى. هر  بلډنګ ځان له يوه ښکلې ننداره ده خو دوه بلډنګونه چې يؤ بل ته مخامخ ولاړ دى ډېر زيات په فنکارۍ جوړ شوى دى. دې دواړو ته Emirate Towers اؤ يا Twin Towers هم وائى. دغه بلډنګونه د شيشو جوړ دى. يؤ شپږ پنځوس چته دے اؤ بل ترې لږ کم دے. عجيبه خبره دا ده چې دغه بلډنګونه د دوبۍ ښار مختلفو ځايونو نه مختلفې نندارې وړاندې کوى. يؤ ځاے نه داسې هم ښکارى لکه چې چا دوه بلډنګونه په مينځ دونيمه کړى وى. په ديو کښې چې د شپې کله لفټونه روان وى نو دا يوه بله زړۀ راښکونکې ننداره وى.

اوس اوس دوبۍ کښې يؤ بل داسې بلډنګ جوړېږى چې چتونه به ئې د سلو نه بره وى چې نوم ئې Dubai Tower يعنې برج دوبۍ دے. دغه بلډنګ که جوړ شى نو دا به د دنيا د ټولو نه اوچت څلے وى. د دې بلډنګ په حقله مختلفې خبرې کېږى. څوک وائى دا به يؤ سل پنځه دېرش چته وى اؤ څوک ئې د دې نه هم زيات ګڼى. اصلى لوړوالے ئې لکه چې د خلقو نه پټ ساتلے شى.

د دوبۍ نه چې تۀ د اماراتو بل يؤ ښار ته سفر کوې نو تاته به معلومه شى چې د انتظاميې کنټرول څومره مضبوط دے. د تېز رفتارۍ د مخنيوى دپاره ئې ريډار لګولى دى اؤ ځاے په ځاے ډرائيورانو له ئې په سائن بورډونو داسې ليکلى دى:

Road is monitored by radar.

سره د دې د حادثو شرح زياته ده خو ورسره ورسره قانون هم ډېر زيات فعال دے. څوک چې د ټريفک د اصولو خلاف ورزى وکړى هغه ته سزا ضرور ورکؤلے شى. د ټيکسيانو نه علاوه د بلديې له اړخه ائيرکنډيشنډ بسونه هم چلېږى. د دوبۍ ابادى ډېره زياته ده اؤ ورځ په ورځ سېوا کېږىهم. په ښار کښې د نوى طرز ښائسته ښکلى يخ بسونه روان وى چې ورباندې المواصلات العامه (Public Transport) ليکلى وى. ما پکښې يؤ څو ځله سفر وکړو. زما خيال ؤ چې دلته به سورلۍ د سيټونو مطابق کښېنى خو ګڼه دومره ده چې خلق پکښې د مجبورۍ نه په ولاړه سفر کوى. اؤ انتظاميه پرې څۀ بد نۀ ګڼى. البته د دوبۍ نه ابو ظبۍ، شارجه اؤ العين ته چې کوم بسونه چلېږى هغو کښې سورلۍ د سيټونو مطابق کښېنى اؤ يؤ کس ته هم په ولاړه د تلو اجازت نۀ وى.

دوبۍ کښې د امن و امان څۀ خاص ستونزه نشته. دلته نۀ خو په هر ښار کښې فوځى چاؤڼۍ شته اؤ نۀ پکښې په سړکونو د پوليس ګشتونه وى. خو بيا هم مجال شته چې څوک چاته په کږه سترګه وګورى. سرې سپينې جينکۍ نيمې بربنډې په بازارونو اؤ مارکېټونو کښې ګرځى راګرځى چې  د هغې خوښه نۀ وى هډو څوک ورسره د خبرو کؤلو جرات هم نشى کؤلے.

پښتانۀ چې کليو کښې د يؤ بل د وينو تږى وى دلته ئې حال دا وى چې په يوه دېره کښې خورى څښى اؤ يا سحر ماښام يؤ بل وينى. ولې د وېرې نه هډو چاته غږ نۀ شى کؤلے. اؤ يا هم دغه خلق وطن کښې د قانون هډو پروا نۀ کوى خو دلته چې راشى اؤ ډرائيونګ کوى نو د ټريفک په اصولو پوره پوره عمل کوى اؤ يا چرته په سړک روان وى اؤ يا د سېل سپاټې دپاره پارک کښې ګرځى نو چرته په هېره هم يؤ معمولى غوندې تيلے بې ځايه نۀ شى لړه کؤلے. دلته چې څوک هم ګند بغير د بلديې د ډرم (Dust Bin) نه بل ځاے ګزار کړى او پوليس ته پته ولګى نو هغه ساعت ئې پنځه سوه درهمه جرمانه کوى اؤ په دې لړ کښې د هيچا مخ ملازه نۀ شى کؤلے. ځاے په ځاے اولس ته هدايات درج وى په انګرېزۍ او عربۍ کښې ليکل شوى وى Littering fine DH. 500 چې که چا د صفايۍ خيال ونۀ ساتلو نو هغه به پنځه سوه درهمه جرمانه ورکوى. ولې اوس ځنې د غلاګانو، شوکو اؤ مرګونو کيسونه کېږى. که شرح ئې کمه هم ده خو خبره د فکرمندۍ ضرور ده. البته ملزمان د سزا نه بچ کېدلے نۀ شى. د انصاف ترلاسه کؤل په عدالتونو کښې يقينى دے. په جرمونو کښې د يو اے اى د خلقو نه زيات بهرنى خلق ککړ وى اؤ زيات پکښې د ملاقاتى وېزو والا وى. ما دلته يوه مياشت تېره کړه په دې موده کښې چې په ورځپاڼو کښې کوم خبرونه خوارۀ شوى وو د هغو نه د هغه ځاے د يؤ مشهور اخبار Gulf News يوه حواله وړاندې کؤم.

Rise in number of attacks.

Criminal experts confirmed there has been an increase in the number of armed robberies in recent months.

Noted lawyer Salim Al Sha’ali said crime in any country rises with the increase in the number of residents and with economic development.

“In general, the incidence of crime increases five-ten percent every year.” he said. “But organized crime is relatively new to our society.”

He said it is rare to see any UAE national committing a premeditated crime. But conversely, this security may “attract criminals who feel they can commit their crimes with impunity and escape.”

A laywer who requested anonymity said an armed robbery appears to be happening once in ten days in the UAE, and “I don’t know why the authorities concerned are tight–lipped in this regard.”

He cited last month’s simultaneous robberies of tow different outlets of a noted jewellery chain, the attempted robbery of a popular ecxchange centre and the gang of Mexico villa thieves, as caseds in point.

The Daily Gulf News Dubai, dated 2 April, 2006.

د ماحول د خيرن والى لانجه په ټول امارات کښې نشته. سره د دې چې دلته بلا ډېر ګاډى په سړکونو زغلى رازغلى خو دا يوه معجزه ده چې نۀ لوګے شته اؤ نۀ دوړه. هر سړک اؤ هره محله دومره پاکه اؤ صفا وى چې سړے ئې تصور هم نۀ شى کؤلے. د اودس ماتى دپاره ځاے په ځاے ښکلې ښکلې صفا غسل خانې جوړې وى چې ضرورت مند ئې بغير د څۀ فيسه استعمالؤلے شى. دې نه علاوه بل چرته د واړۀ اودس ماتى اجازت هم نشته.

دوبۍ کښې اوس د يو ريل ګاډى منظورى ورکړے شوې ده. دا به د ټريفک مسئله هوارولو دپاره د دوبۍ په ټول ښار کښې چلېږى. دا به يو بغير د ډرائيوره (Driverless) ريل ګاډے وى. هيله ده چې دا به هم د دوبۍ لکه د نورو منصوبو يوه مثالى منصوبه وى.

د اوښانو د زغل په حقله زمونږ په پرنټ ميډيا کښې بلا ډېر څۀ ليکل شوى دى. چې پاکستان نه ځنې ماشومان سمګلنګ په ذريعه دوبۍ ته لېږلے شى او هلته ئې شېخان صرف دې دپاره اخلى چې د اوښانو په منډه کښې دغه ماشومان د اوښانو په شاګانو وتړى چې هلک د وېرې نه ژاړى دومره اوښ په تندۍ سره زغلى او دغسې مقابله ګټلے شى. په دې حقله د پاکستان او د اماراتو حکومتونه کېدے شى چې څۀ کوششونه کړى وى چې د دغه ناروا عمل مخ نيوے وشى. ولې تر اوسه پورې په دې لړ کښې څۀ خاص پېش رفت مخې ته نۀ دے راغلے.

زۀ چې دوبۍ ته لاړم نو ما دا غوښتل چې دغه ماشومان په خپلو سترګو ووينم. خو ما څۀ دغسې ماشوم پيدا نکړے شو چې ما ترې پخپله تپوس کړے وے. د اوښانو دغه زغل Camel Race د دوبۍ يو ځائے اوير کښې د پيپسى کولا کمپنۍ شاته کېږى. بلا خلق ورله راځى. باقاعده ټکټ ئې وى. د اوښ په شا چې کوم ماشوم تړلے شى د هغه عمر پنځو کالو نه تر اوو کالو پورې وى. دغه ماشومان اکثر مور پلار ئې د غريبۍ د لاسه په چا خرڅ کړى چې څوک ئې واخلى هغه بيا عربيانو سره رابطه وکړى. ځانونه ورته د ماشومانو مور پلار وښئى. شېخان ورله وېزې ورکړى او دوئ ئې دوبۍ ته بوځى. کوم ماشومان چې لږ لوئى شى هغوئ بيا د اوښانو خدمت کوى ځکه لوئى ماشوم سره اوښ منډه نۀ وهى.

هلته ماته د ځنې کسانو نه دا معلومه شوه چې دغه ماشومانو له ډوډۍ ډېره کمه ورکوى. اکثر چې دغه هلکان څوک ووينى نو اور ورنه د ډوډۍ سوال کوى. زما په خيال د داسې ماشومانو د وزن زياتېدو له وېرې هغوئ ته پوره خوراک نۀ شى ورکؤلے.

ډېر ماشومان د وېرې له کبله اؤ يا د تېزې منډې په وجه د اوښانو نه ولوېږى څوک په ټکى مړۀ شى اؤ څوک د ټول عمر دپاره معذوره شى. ايا د دې ظلم مخ نيوے ممکن دے؟ ملګرى ملتونه کال کښې يوه ورځ د ماشومانو نمانځى اؤ د Child Labour په خلاف غونډې کېږى تقريرونه کېږى ايا چرته عملى کار به هم مخې له راځى که نه، دا ستونزه به هم داسې ورانه ماشوړه وى.

د اوښانو په دې مقابله جوارى هم کېږى. غټ غټ شېخان داؤنه لګوى. دې نه علاوه زياته جوارى د اسونو اؤ د موټرونو په مقابله هم کېږى.

(جارى)