ښځې ترښځې

سعدالله جان برق 

دنيا کښې ډېرې ښځې + ارې دى او ترښځې
که ته پرې اوړېدلے ئې نو خدائے ورته اسره کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که کړے دې وادۀ وى + او ښځه دې کارغه وى
نو بيا د کاغه کاغه دا غوږونه دې دمه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې زړه وى + ړنده او يا کڼه وى
او ل ئې په قلاره په دوه درې لکه بيمه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې خرچى وى + په خوله کښې ئې قينچى وى
په توره به خلاصېږى زر تر زره ئې چپه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې ګونګۍ وى + او خواښې دې ژوندۍ وى
نو دواړه په يو ځائې باندې لارۍ ته ورديکه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې فيشن کړى + مرض دې د ټينشن کړى
کاغذ قلم راواخله نوشته دغه نسخه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه سيلانۍ وى + چورلنده چورلندۍ وى
هم دغه ئې علاج دے چې بيا ماته ورله پښه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که اوخېژى پواړه + لمن ترې نه رانغاړه
نور لامبى به پخپله ته ئې صرف په تخته کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

شوقى که د کالو وى + يا نوره د سيالو وى
بالښت نه ورته جوړه خطرناکه اسلحه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې لنډۍ وى + څو فټه څو انچۍ وى
بې غمه په پانسۍ باندې مرۍ ورله اوږده کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې اوږده وى + د تا نه يو په دوه وى
د سر نه ئې رالنډه کړه په ونه ئې پوره کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې چيلۍ وى + څرن کړى سيلانۍ وى
چاړۀ که دې کور پسه وى هغه ورته تيره کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې وى ګډه + هر وخت وى درته رډه
بل هېڅ علاج ئې نشته دے قصاب کره ئې شپه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دى ناجوړه + د غم ډکه کسوړه
نو زر ئې غزرائيل نومې ډاکټر ته حواله کړه
مرۍ ورله خپله کړه

 

که ښځه دې خاوند شى + هر وختې درته برند شى
د شپې چې دا اوده وى نو بجلى ورته بانه کړه
مرۍ ورله خپه کړه

 

که ښځه دې وى ښځه + نو لرې ترې نه مه ځه
د ژوند توره تياره کې ترې نه جوړه بيا ډيوه کړه
خپل ځان خېر دے خپه کړه

 

که ښځه دې وى ښځه + په رنګ پسې ئې مه ځه
که قدر دې ونه کړلو نو خپله دې کږه کړه
پام پام که دے خپه کړه

 

دا ښځه برکت وى + پشانې د نعمت وى
چې داسې ښځه ومومې هر وختې شکريه کړه
ژوندون پرې باغيچه کړه

 

چې ښځه په رښتيا وى + د رب يوه عطا وى
اے برقه! جرم دار ئې که دې يوه ذره خپه کړه
خپل ځان دې پرې پوره کړه