اے ملګرو! دا فيروز اپريدے دے
الياس ټلوال
چې ولاړ تل د وطن په ننګ او نام دے
په زخمونو د خپل قوم چې بې ارام دے
په پښتو او پښتنو ئې چې تل پام دے
چې د قوم د سوکالۍ لره هر ګام دے
د پښتو نشان ئې جګ په بل ديار دے
دا فيروز په حقيقت کښې ډېر د کار دے
هسې نۀ ده چې مئين په يو جانان دے
حقيقت دا مئين په هر افغان دے
يو د مينې داسې غټ ستر پهلوان دے
چې مجنون هم د دې مينې ته حېران دے
کۀ څوک دا وائي چې د کوم يو سړے دے
اے ملګرو! دا فيروز اپريدے دے
د قلم ژبه ئې دومره ده حسينه
چې پښتو ورباندې ډېره ده رنګينه
کوي ځکه خو ليکنه بهترينه
تويه وي چې پرې د خپل شيرين زړۀ وينه
تصنيفات د دې شاعر دي ښکلي ښکلي
ته به وائې ملغلرې ئې شيندلي
خپل کاروان ته په تيرو کښې چې ځلېږي
بل ته لار ښائي په خپله کۀ سوزېږي
د چا شمېر داسې سړيو کښې چې کېږي
په هغوي کښې يو زمونږ فيروز يادېږي
چې د هر څه نه ورتېر د قوم په ننګ کښې
خپل هر څه چې ځاروي د پښتو جنګ کښې
چې ورکړے خدائې ښۀ فکر او ښۀ خيال دے
دا خو ځکه په وېنا کښې ئې کمال دے
په سفر کښې د پښتو يو بل مثال دے
هر غزل ئې د پښتو په جبين خال دے
په رښتيا فيروز قابل د احترام دے
د الياس ورته سلام دے، د الياس ورته سلام دے