د کال ٢٠١١ء د اولنى پښتو فلم "اخرى ګولۍ" د فنکارانو تاثرات

 ليک: عباد شهزاد، ترجمه: رحمت ديوان

 پښتو سينما ډېره خوش قسمته ده چې د نوى کال اغاز ئې د خپل نوى فلم "اخرى ګولۍ" د نندارې نه ورکړو، دا فلم چې په ډېره لويه سرمايه باندې جوړ شوے دے، د دې فلم ټول ريکارډنګ په شوګران، ايبټ اباد، علاقه غېر او د پاکستان په ښائسته ؤ ځايونو کښې شوے دے، د لويې سرمايې دا پوره پښتو فلم دے، عکاس او هدايتکار تحسين خان د ٢٥ کاله دمې نه وروسته فلم "اخرى ګولۍ" جوړ کړو.

د خپلو ټولو صلاحيتونو په کارولو سره هدايتکار تحسين خان د پښتو په ثقافت باندې پوره ښکلے، ښائسته او مقصدى پښتو فلم جوړولو کوشش کړے دے، فلمساز حاجى عبدالرشيد د هدايتکار پوره مرسته کړې ده او د زړۀ د خلاصه يې مصرف کړے دے. د دې فلم پرنټ هم د کراچۍ د مشهورې انټرنېشنل اسټوډيو نه ويستل شوے دے، د فلم په کاميابولو کښې فلمساز حاجى عبدالرشيد او هدايتکار تحسين خان هېڅ يوه لار نه ده پرېښې، د فلم "اخرى ګولۍ" کيسه جعفر عرش، اسکرين پلے فخر الدين خوېشکى، مکالمې نسيم خان، موسيقى ګل لالى، عکاسى رضوان احمد، سندرغاړى ظهير زمان او نازيه اقبال. په فلم کښې اخستل شوو اداکارانو کښې شاهد خان، دعا قريشى، جهانګير خان، سونو لعل، اصف خان، شهناز بېګم، نعمت سرحدى، حنا خان او جميل بابر شامل دى.

د لوستونکيو دپاره د کال ٢٠١١ء فلم "اخرى ګولۍ" فنکارانو نه مونږ تاثرات اغستى دى کوم چې تاسو ته وړاندې کوو او امېد لرو چې ستاسو به زمونږ دا ليک خوښ شى.

 

فلمساز حاجى عبدالرشيد

فلمساز حاجى عبدالرشيد وائى چې ما د "اخرى ګولۍ" فلم په کاروبارى نيت نه بلکې د شوق نه جوړ کړے دے او د شوق هېڅ قيمت نه وى، د کيسې ډيمانډ پوره کولو پوره پوره کوښش شوے دے او په دې کښې مونږ څومره کامياب شوى يو نو دا به په ١٤مه جنورۍ د پښتو فلم کتونکى کوى، د فلم ټولو غړو زما پوره پوره مرسته کړې چې زۀ يې شکر ګزار يم، هدايتکار تحسين خان شپه ورځ په ځان يوه کړه او يو بهترين فلم يې جوړ کړو، تحسين خان زما په نزدې او ښو ملګرو کښې دے، د چا په ارمان چې ما دا فلم "اخرى ګولۍ" جوړ کړو.

 

ډائريکټر تحسين خان

د پاکستان فلم انډسټرۍ مقبول عکاس او هدايتکار تحسين خان ويل چې زۀ چې کوم کار هم کوم نو د زړۀ نه يې کوم او کوم کار چې د زړۀ نه وشى نو د هغې خوند هم بيل وى، زما پښتو فلم "اخرى ګولۍ" به د اوسنى پښتو فلمونو نه بلکل مختلف او جدا وى، کوم به چې پښتانۀ کتونکى تر ډېر وخته ياد لرى، په فلم "اخرى ګولۍ" چې څومره مصرف شوے دے په دومره پېسو باندې دوه پښتو فلمونه جوړېږى. زۀ د حاجى عبدالرشيد ډېر منندوے يم چې زما د فلم "اخرى ګولۍ" هر ډيمانډ يې پوره کړو، د دې په وجه يو بهترين فلم جوړ شو.

 

اداکار شاهد خان

د پښتو فلمونو بې تاجه بادشاه شاهد خان ويل چې ما په فلم "اخرى ګولۍ" کښې د کلى د يو غېرت مند ځوان کردار ترسره کړے دے، کوم چې د خپل کلى د جاګيردارانه نظام خلاف اواز پورته کوى او د مظلومانو سره يو ځائې کېږى، د دې فلم کيسه ډېره شانداره او متاثره کوونکې ده کومه چې د هدايتکار تحسين خان د زبردست ډائريکشن (هدايت – جوړول) په وجې نوره هم ښه شوې ده، د فلم ټول ريکارډنګ مونږ په شوګران کښې کړے دے، د کوم په وجه چې د فلم ښائست نور هم زيات شوے دے، فلم "اخرى ګولۍ" د هدايتکار تحسين خان او فلمساز حاجى عبدالرشيد له طرفه د نوى کال تحفه ده.

 

اداکاره دعا قريشى

د پښتو سينما باصلاحيته او ښائسته اداکاره دعا قريشى د فلم "اخرى ګولۍ" په

 هکله وئيلې چې ما په دې فلم کښې د داسې کردار ادا کړے دے چې د کلى د ټولو نه ښائسته او ټوقماره ده، کومه چې د اداکار شاهد خان په مينه کښې لېونۍ شى او هر څه ترې نه هېر شى. هدايتکار تحسين خان د فلم "اخرى ګولۍ" ټول ريکارډنګ د پاکستان په ښائسته ؤ ځايونو کښې کړے دے، د دې فلم ميوزک او سندرې هم ډېرې جالبې دى، زما دعا ده چې دا فلم دې ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړى.

 

اداکار جهانګير خان

د پښتو فلمونو اولسى اداکار جهانګير خان د "اخرى ګولۍ" په هکله وئيل چې دا زما د ژوند په يادګارو فلمونو کښې يو دے، په کوم کښې چې به زما کردار کتونکى تر ډېر وخت پورې ياد ساتى، ما په "اخرى ګولۍ" کښې د يو خان کردار ترسره کړے دے، کوم چې د خپل ځان نه بل څوک لوې او ښه نه ګڼى، هر وخت په خپله مستۍ کښې مست وى. زما او د شاهد خان زبردسته نښته به خلک ډېره خوښه کړى، د فلم په هر يو فرېم باندې د هدايتکار تحسين خان خوارى ښکاره ده او د نسيم خان ليکلې مکالمې خو د "اخرۍ ګولۍ" ساه ده، کوم چې به کتونکى په ١٤مه جنورۍ واورى.

 

اداکاره سونو لعل

د پښتو فلمونو شوخه اداکاره سونو لعل د "اخرى ګولۍ" په هکله خپل تاثرات داسې وړاندې کوى، زۀ خپل ځان ډېره خوش قسمته ګڼم چې د دومره لوې فلم "اخرى ګولۍ" برخه شوم، زما کردار مختصر خو ډېر شاندار دے، کوم چې په جهانګير خان باندې مئينه شى او د دې دلاسه خپل ژوند ورکړى، فلم "اخرى ګولۍ" کښې په ما باندې دوه سندرې وئيلې شوې دى کومې چې د نازيه اقبال په ښکلى اواز کښې دى او دا به تاسو صرف په ١٤مه جنورۍ کتلے شئ.

 

 

 

اداکار اصف خان

د پښتو فلمونو مشر (سينيئر) اداکار اصف خان د "اخرى ګولۍ" په هکله وئيل چې زما کردار د يو ايماندار پوليس والا دے، کوم چې د درېشۍ (وردۍ) او ملک په خاطر د خپل سر نه کفن تړى او په مجرمانو پسې وځى. فلمساز حاجى عبدالرشيد د زړۀ د خلاصه مصرف کړے او د فلم ټول ضروريات يې په ښکلى انداز پوره کړى دى، په دې کښې هېڅ شک نشته چې يو ښه فلم ښه فلمساز جوړوى، خو د دې سره سره د هدايتکار تحسين خان د خوارۍ هم مثال نشته، چا ډېر ښه کار کړے دے د دې پته به په ١٤مه جنورۍ لګى.

 

 

 

اداکار عمران خان

د پښتو فلمونو مقبول ولن (ورانکارے) عمران خان کوم چې د خپل اولنى فلم شروعات د يو لوى بجټ فلم "اخرى ګولۍ" نه کوى، هغه وئيلى چې زما يقين دے چې دا فلم به ډېره زياته کاميابى ترلاسه کوى، په کوم کښې چې زما کردار د جهانګير خان د ملګرى دے کوم چې پوره د ولن کردار دے، زۀ خوشحاله يم چې د سينيئر عکاس او هدايتکار تحسين خان د ټيم يوه برخه شوم.