"د ډيلي تخت هېرومه" کتاب چاپ او خپور شو
رحمت ديوان
امان اپريدى چې د کراچۍ ښه ليکوال، شاعر او ښه استاذ دى، د جرس ادبي جرګې غړى دى او د طاهر اپريدي صېب غوندې خلکو سره پاتې شوى دى.
د امان صېب نوى او وړومبنى کتاب "د ډيلي تخت هېرومه" (رپورتاژ) د دانش خپرندويه ټولنې له خوا چاپ او خپور شو.
دا کتاب (رپورتاژ) د کابل پښتو نړېوال کانفرنس په حواله ليکلى شوى دى، ليکوال پکې د کراچۍ نه تر کابل پورې او بيا د واپس کېدو پورې رپورټ ليکلى دى، په دې کتاب کې هغه ټولې خبرې رااخستل شوي دي کومې چې په دغه کانفرنس کې شوې وې.
ليکوال لوستونکى د ځانه سره بيايي او په ډېر ښکلي انداز کې رپورتاژ په وړاندې بيايي، په دې کتاب کې د هغو ټولو ملګرو پوره پوره تفصيل شته دى کوم چې د ليکوال سره مخامخ شوي دي او يا يې هغه پېژني او په دې کانفرنس کې يې ګډون کړى دى.
دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې له خوا چاپ شو، د چاپ نېټه پرې اپرېل ٢٠١١ء ليکلې شوې ده، تعداد يې ٥٠٠ پينځه سوه دى، کمپوزنګ يې رياض ساحل او ډيزان يې مجاهد بلال کړى دى، بيعه يې ١٨٠ روپۍ او خورونکي يې دانش خپرندويه ټولنه پېښور او جرس ادبي جرګه کراچۍ دي.
د کتاب په پينځم مخ باندې د احمد شاه ابدالي شعر:
د ډيلي تخت هېرومه چې راياد کړم
زه د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه
چې د دې شعر اولني څو لفظونه (د ډيلي تخت هېرومه) د کتاب نوم هم دى، په اووم مخ باندې يې تړون داسې کړى دى: د خپلې مور د حوصلې په نوم چې زما د تعليم سوب شوه". په نهم مخ باندې د خوشحال خټک شعر:
بدرګه که محبت راسره نه وى
يک تنها به په خونخوارې لارې تلل څوک
چې د دې شعر اولنۍ مصرع يې د خپلو خبرو سرليک هم دى، له دې پرته په کتاب کې د بل چا څه ليک نشته، صرف د قيصر اپريدي ليکل دي چې د کتاب په شاتني مخ باندې يې چاپ کړي دي.
دا کتاب د پښتونخوا په هر کتاب پلورنځي کې ترلاسه کولاى شئ