غزل

ډاکټر محمد زبېر حسرت

 

پهـ جړۍ، باران، وريځ کښې ورته ياد شوم
د شپې هېر ومه پهـ ورځ کښې ورته ياد شوم

 

زهـ ترې هېر ومه د سرو زرو پهـ وېش کښې

پهـ رومال او پهـ ږمنځ کښې ورته ياد شوم

 

چې پهـ غاړه غاړه تله لاس يې رانهـ کړو
پهـ سېلاب د سيند پهـ مينځ کښې ورته ياد شوم

مګر زهـ پښتنې ننګ لهـ يم راوړے
چې پهـ وخت د خپل غرض کښې ورته ياد شوم

لهـ کتاب او لهـ قلم يې خبر نهـ کړم
پهـ مورچل د ټوپک ډز کښې ورته ياد شوم

يادېدم يې نهـ د امن پهـ ځانګو کښې
خو د بم، بارود پهـ درز کښې ورته ياد شوم

چې رنځوره، ناعلاجه شوه حسرته!
پهـ علاج د خپل مرض کښې ورته ياد شوم