زما صنم منمه!

ډاکټر محمد زبېر حسرت

منم منم زما صنم زما صنم منمه!

تا به زما "دَ خيال پهـ سيورى" وى دمه خوړلې
تا به وصال ته وى دَ هجر سره غرمه خوړلې
تا به وئيلى وى "زما او ستا سندرې" ډېرې
تا به وى کړې خوب کښې ما سره خبرې ډېرې
تا به زما دَ "غزل زار" نه پهـ ځان رنګ نوستى وى
تا به زما رنګين خيالونه رنګ پهـ رنګ لُستى وى
تا به زما "ژوندى لفظونه" خوندى کړى وى ټول
تا به زما مړهـ احساسات راژوندى کړى وى ټول
تا به "دَ ګل پهـ کټورى" کښې نندارې کړى وى
تا به هم سترګو کښې دَ مينې اشارې کړى وى
تا به زما "کلام" کښې ځان سره کلام کړے وى
تا به مې سترګو ته پهـ سترګو کښې سلام کړے وى

منم منم زما صنم زما صنم منمه!

خو ولې اوس چې پهـ ما ستا دَ عشق الهام شوے دے
ماسره لاس پهـ لاس پهـ ويښه دې کلام شوے دے
ستا دَ ښائست ستا دَ ځوانۍ تصوير مې نهـ هېرېږى
دا ستا پهـ غاړه دَ يارۍ زنځير مې نهـ هېرېږى
ماله دې دومره مينه راکړه چې حېران دې کړمه
زما زړګيه! دَ ژوندون پهـ لار روان دې کړمه
يو خوا ته ستا دَ ځوانۍ زور دے چې ډېر زور راکوى
بل خوا ته ستا دَ مينې اور دے زړهـ له اور راکوى
يو خوا دنيا ده چې به مونږه دواړه يو ځائې نهـ کړى
بل خوا پښتو ده چې به مونږ تر غاړه يو ځائې نهـ کړى
زما جانانه! کهـ مونږ ډېر يو بل لهـ خدايه غواړو
ولې دا هڅه مو بې ځايه ده بې ځايه غواړو
دا زمانه به يو کېدو ته مونږه پرې نهـ ږدى
چې ساه مو واخلى ژوند مو واخلى تن مو کښې نهـ ږدى
نو ځکه وايم زما ښې زما خوږې محبوبې!
ماته لهـ خپله ځانه ګرانې پښتنې محبوبې
راځه چې دواړه دَ يو بل دَ زړهـ نه ځان وباسو
کهـ داسې نهـ وى نو چې ځان لهـ دې جهان وباسو

منم منم زما صنم زما صنم منمه!
تهـ بې لهـ مانه مرې خو زهـ هم بې لهـ تا نه مرمه

١٥م نومبر ٢٠١٠ء

پېښور