هائيکو

ساګر باجوړے

نازي اقبال څۀ د سړي بچے دے
بوډا ويل ګاړي کۀ دوکان کښې ناست يم
ددې دووس پکښې کېسټ غږېږي

د ايجنسۍ والا مُدام تباه وي
يو خوا پاسپورټ له اين اوسي غواړي
بل خوا سلګون هم چپړاسي غواړي

انسانيت شرافت نۀ ګوري څوک
دلته کۀ خر هم رشوت خان ورکړي
د هغۀ کار د ټولو مخکښې کېږي

د خط لېږلو په ځائے ځئ پخپله
زمونږ خطونه چاته نۀ رسېږي
جوړ ډاکخانې والا پرې چائے پخوي

مېلمه وئيل زما معده خراب ده
وئيل ئې خېر دے څو نونړۍ به وکړم
د نر بچي سلامت شکور پاڅوؤ

زما پشان نښانه باز نشته دے
ويلې، ما مچ په دوشکه ويشتلے
په چرئيز ترې بوساړه خطا شوه

ما ويل ډاکټر صاحِب علاج مې وکړه
غصه مې ډېره ده او زور مې کم دے
ويل د وهلو دې قسمت راغلے

يو کس په پلار باندې راباندې کړلې
چا وئيل پلار دې دے وهې ئې څله
ويل تر قيامته به دا پلار وي زما

د نکاح شپه وه، ويل قبوله دې ده؟
مُلا ته ما ووئيل ستا څۀ خيال دے؟
دومره خرچې بيا مونږ چټي کړي څۀ؟

يو نوي کس چرته موبائيل واخيست
رِنګ ورته وشو ويل پخېر راغلې
ځوان موبائيل له ټينګه غاړه ورکړه

هغه وَيل برېت راسره څنګه ښکاري؟
ما وئيل، داسې لکه څوک اومنډي
د کُړکې چرګې په سپېږمو کښې وَزَر

يو دوست وَيل بس دے اوس وادۀ خو وکړه
ما وئيل ما سره پېسې نشته دے
خدائے جاتي څوک ښځه نۀ راکوي

وطن کښې ځائے په ځائے بمونه خلاص شي
وژني غريب، مالدار ته هيڅ نۀ وائي
بمونه هم رشوت خوارۀ دي جوړې

نوم ورله پلار د پېغمبر ايښے وي
بېلمازه مونځ او روژه نۀ پېژني
اُلټه اسلام پسې خبرې کوي