نوی کال

ډاکټر محمد زبېر حسرت

 

د ارزو د دشت سراب دی نوی کال دی

د تېر شوي کال عذاب دی نوی کال دی

په سینه د نوي زخم ګل غوړېږي

د غمونو زوړ حساب دی نوی کال دی

د سپرلي په مخ د ژوند رنګونه نشته

مړ موسم، مړاوی ګلاب دی نوی کال دی

زمکه هاغه، اسمان هاغه، هاغه ستوري

هم هغه افتاب، مهتاب دی نوی کال دی

هر څه ګران شو یوه وینه ده ارزانه

بس د وینو یو سېلاب دی نوی کال دی

هغه زه یم، هغه زړه او ستا غمونه

هغه عشق خانه خراب دی نوی کال دی

لکه ستا د ځوانۍ کال وي زما سوال وي

سوال په طمع د جواب دی نوی کال دی

مونږ دې ولې خپله مینه نوې نه کړو

وایه څه خیال د جناب دی نوی کال دی

د سرحد نه پښتونخوا شوه، غزا وشوه

خو مخ تور لا د پنجاب دی نوی کال دی

خو که واوړېد اباسین په بله واوړېد

هم هغه راوي، چناب دی نوی کال دی

د حسرت د زړګي څانګې هم راشنې شوې

د صنم نوی شباب دی نوی کال دی