مینه یا کرکه
لیکوال: خلیل جبران
ژباړن: رحمت دیوان
ښځې سړي ته ويل:
((زه له تاسره مینه لرم))
سړي ویل:
((دا زما ارمان دی چې زه ستا د مینې قابل شم!))
بیا ښځې ویل:
((نو ولې ستا ماسره مینه نشته؟))
سړي ښځې ته وکتل خو څه يې ونه ويل.
په دې ښځې چغې شروع کړې:
((زه له تانه کرکه کوم................... زه له تانه ډېره زیاته کرکه کوم!))
او سړي ویل:
((نو بیا دا زما لوی ارمان دی چې زه ستا د کرکې قابل شم))