دعا
ډاکټر محمد زبېر حسرت
د روڼو سترګو ائینو رڼا دې یو په دوه شه
د رخسارونو د سپرلو ځلا دې یو په دوه شه
ستا تورې زلفې، غوړې څڼې سره ګلاب وسپړه
د سورکو شونډو دا مسکا خندا دې یو په دوه شه
ستا د ځوانۍ د ګلاب ګل دې چرې مړاوې نه شي
د ښائستونو هر سحر سبا دې یو په دوه شه
ګل شې ګلابې! خو دې عمر د ګلونو مه شه
ګل و ګلزار شي د ګلشن ښکلا دې یو په دوه شه
خداې دې وصال باندې موسم د خزان رامه وله
نیازبینې مینې زما ناز ادا دې یو په دوه شه
زما د زړه د هر حسرت درته هم دا دعا ده
دردمنه مه شې د هر درد دوا دې یو په دوه شه
13.12.2010
- رحمت دیوان
لنډه کيسه
ژوندى مړى
ډاکټر محمد زبېر حسرت
زهـ چې حجرې ته ننوتم نو داسې مې محسوس کړه لکه په حجره سيلۍ راغې وى. چمن زيړ زبېښلے او بوټى وچ کړس بى ګلونو د وچو غنو ډک ولاړ وو. يو خوا بل خوا مې وکتل خو څوک مې هم په نظر رانهـ غلهـ. زړهـ کښې مې وې چې ځه خو د نمازديګر وخت دے مشران به نمانځهـ له تلى وى او کشران...
27.12.2010
- رحمت دیوان
مینه یا کرکه
لیکوال: خلیل جبران
ژباړن: رحمت دیوان
ښځې سړي ته ويل:
((زه له تاسره مینه لرم))
سړي ویل:
((دا زما ارمان دی چې زه ستا د مینې قابل شم!))
بیا ښځې ویل:
((نو ولې ستا ماسره مینه نشته؟))
سړي ښځې ته وکتل خو څه يې ونه ويل.
په دې ښځې چغې شروع کړې:
((زه له تانه کرکه کوم.................