لنډه کيسه

 ژوندى مړى

 ډاکټر محمد زبېر حسرت

 زهـ چې حجرې ته ننوتم نو داسې مې محسوس کړه لکه په حجره سيلۍ راغې وى. چمن زيړ زبېښلے او بوټى وچ کړس بى ګلونو د وچو غنو ډک ولاړ وو. يو خوا بل خوا مې وکتل خو څوک مې هم په نظر رانهـ غلهـ. زړهـ کښې مې وې چې ځه خو د نمازديګر وخت دے مشران به نمانځهـ له تلى وى او کشران به لا د خپلو کارونو روزګارونو نه نهـ وى وزګار شوى نو. د حجرې غټ ګېټ سره خوا کښې کور ته لګېدلې وړه تمبه مې د خپل عادت مطابق په زوره وټکوله او جخت مې ورسره يو تېز او تېرهـ اواز وکړو.

"مکمل شاه"

او د تمبې نه ډډې ته شوم. څه ساعت غلے ولاړ وم خو له دننه نه نهـ څهـ کش کړب راختهـ، نه د چا له لورې څهـ ځواب راغے او نه مکمل شاه. زهـ بيا ورنزدې شوم او چې څنګه مې تمبه ټکوله نو مکمل شاه تمبه لرې کړه او بهر راووتهـ خو څهـ د ضعيفۍ لهـ کبله او څهـ د بيمارۍ له وجې ډېر څهـ مړاوے مړاوے ښکارېدهـ لکه د خپلې حجرې د چمن زيړ زبېښلے او د ولاړو بوټو غُندې وچ کړس. د روغ جوړ نه پس ئې راته ووې:

"پرنسپل صېب! خفه نهـ شې، پرونه راسې مې طبيعت لږ خراب غُندې دے ځکه مې راوتو کښې لږ وخت واخستهـ. خېر خو دے کنه، څنګه مو پېښه کړې ده؟"

"خېر دے. هسې ما وې چې ډېره موده وشوه يو بل مو نهـ دى ليدلٰى او څهـ نرے غندې کار مې هم وهـ" ما ئې د پښتنې پهـ ځواب کښې ووې.

"خدمت وايه کار څهـ وهـ؟ هغه پښتنې سره وټوخېدهـ. ما وې:

"زمونږ محله کښې درې څلور کُنډې دى هغوى دپاره مې د بېت المال د فنډ فارمونه پکار وو"

"ولې نه – فارمونه ډېر – زمونږ نور کار څهـ دے چې ستاسو دا کار نهـ شو کولے نو مشران ئې څهـ له ټاکلى يُو". هغهـ خپله مخصوصه مسکا کښې ووې اؤ دې وېنا سره ئې مخ کښې لږه تازګى غُندې راغله لکه د سپرلى هوا چې پرې لګېدلى وى. وې ئې:

"زهـ ځم چې تاله فارمونه هم راواستوم او چائې به هم درله څوک راوړى خو زما طبيعت ښهـ نهـ دے. سر راباندې ګرځى، ډېر ودرېدے، کښېناستے هم نهـ شم"

"نه چائې خو څښم نه او تهـ هم ځه ارام وکړه. بس فارمونه راولېږه نو زهـ هم ځم" او رخصت مې ترې واخستهـ. مکمل شاه کور ته لاړهـ او زهـ ګېټ سره ولاړ پاتې شوم. او ماته د هغهـ حسن، ځوانى او دوران راياد شهـ. هغه ډېر مخلص او مينه ناک ملګرے وهـ، د يو ښهـ سياسى او سماجى کارکن سره سره ئې ډېر ښهـ ادبى ذوق هم لرلو، کله کله به ئې غزل او افسانه نيمه هم ليکله او د هغه له کبله به مونږ دلته د مرکې اجلاسونه هم کول. زمونږ هر قسمه خدمت ته به لاس په نامه ولاړ وهـ او د هېڅ قسمه منډې ترړې نه به ئې مخ نه اړولو. خو سور د پرېوتو دے. د کور لانجو کونجو او غمونو، د کلى دشمنى، تاڼو تحصيلونو او کچرۍ او د بال بچ غمونو دومره زپلے وهـ چې په مخ کښې ئې رتۍ وينه نهـ وه پاتې. هډو نه ئې د وختونو سيلۍ داسې شپېللى وو چې د لادو بادو ئې پرې اېستے وهـ، دا د هغه د ايماندارۍ ثبوت وهـ چې دې دوه رنګه زمانه کښې هم هغه د کلى محلى خلقو لهـ خپله طرفه د بېت المال مشر ټاکلے وه او په هغهـ د هر چا اعتماد او پوخ يقين وهـ چې دے به زمونږ حقونه د قام د نورو تش په نامه د غريبو او څو دکانونو نه علاوه په سوونو جېربه زمکه، لويه حوېلۍ، لوئې لوئې ګاډى ډېر بېنک بېلنس او نوکران چاکران وو او هغهـ به هم د علاج دپاره يورپ او امريکې ته منډه وهله. ولې دا د هغه کردار وهـ چې د کلى محلې د نادارو او خوارانو مزدورانو په ښهـ راسى او د هغوى سره د خېر ښېګړې په کارونو کښې مرسته ملاتړ وکړى.

ما يو نظر بيا د حجرې په زيړ زبېښلى چمن او اوچو کړسو بوټو باندې وزغلوهـ او دې يو نظر سره زما ذهن پوره دېرش کاله وروستو لاړهـ او د حجرې د کوټې په تمبو وردېدهـ.

د تمبو د وتکو نه نرے نرے لوګے راوتهـ. زړهـ له مې راغلهـ چې دا به بيا تاجى دوى سترګه سره کوى. او ما چې تمبه لرې کړه نو داسې مې محسوس کړه لکه چې بټۍ ته راننوتے يم، سم دندو کار وهـ. تاجے، طلب شاه او چمن ګل د کوټې ګټ کښې راغنډ شوى وو اود لوګيو په وريځو کښې ئې ځانونه رانغړولى وو، څهرې ئې هسې هم زيړې زيړې او بې نوره وې خو د ډېرو لوګيو له وجې نورې هم تتې تتې ښکارېدې. چاړا بيل د تمبې شاته څادر کښې ځان راټونډ کړے وهـ او لالے دى جان په جولنګړۍ کټ کښې دومره ښکته تلے وهـ چې د کټ بوڼ زمکې سره لګېدهـ او د څپلو سره ئې پښې اوچتې کړې د کټ په بازو اېښى، ناست وهـ. ما ئې له سرو سترګو اندازه ولګوله چې دم ئې لګولے دے او ښهـ په سُر کښې دے. چاړا راسره حسب معمول د لاس درې ګُتې ملاو کړې او ما ورته پوزه د ګتې په اشاره ووئيل چې هغه "مېخکۍ" دې څهـ شوه. هغه په خندا شهـ او وښکى ئې غوږونو ته ورسېدهـ، بيا مې ورته لاس وڅنډولو وې مې "تهـ ډېر لوئې حرامى ې" او هغه بيا په خندا شهـ. لالے دى جان اوچت راپاڅيدهـ.

"پروفېسر صېب دے. خېر پخير ...... هر کله...... هر کله راشې"

تاجى دوى ته مې هډو غږ ونهـ کړهـ او نېغ راغلم لالے دى جان سره جولنګړۍ کټ کښې کښېناستم.

طلب شاه د ولاړې خښتې په سر د سرو ټکيو دپاسه د چرسو چيټه کښېښوه، د ابو ګوټ ئې خله کښې ونيوهـ او په پنۍ ئې خپلې سوې شونډې کښېښوې او بيا د پنۍ راکښلو کرړاړه شه ...... اوږد کرړاړ....... او د ښهـ ساعت په يوه ساه پنۍ راکښلو نه پس ئې لوګے په دواړو سپېږمو بهر راوکښلو او بيا ټوخه، ټوخه، ټوخه...... په ټوخى سر شهـ، غټې سترګې ئې د ټوخى دلاسه بهر راووتې، زيړ رنګ ئې نور هم زيړ شهـ لکه چا پرې کورکمان دوړولى وى. د ډېر ټوخى سره که څهـ لوګے د هغهـ په خلهـ هم راوتلو خو له خلې ئې دومره لاړې، خراشکى او بلغم وتوکل چې ماله ئې باقۍ راوستې. هغهـ خپلې پښتۍ په دواړه لاسه کلکې نيولې وې او خدائے شته ماله ئې په حال ډېر رحم راغے. لالے ديجان ته مې وې: "دا څهـ په قهر اخته دى، زهـ خو والله چې تش سګرېټ څښم او پوزې له ترې راغلے يم، په بندئې نهـ پوهېږم چې څنګه به ترې خلاصېږم"؟

لالے دى جان پکښې لږ ښهـ وهـ. څهـ لږ ډېر سبق ئې هم وئيلے وهـ نو په خبره پوهېدهـ، وې ئې: "او ........ پخپله خوښه، ښه په خوشحالۍ خپلې ځوانۍ په لوګيو کښې پوکى".

هغه داسې په سړه سينه ځواب راکړهـ لکه چې دے ورسره هډو په دې عمل کښې ملګرے نهـ وى. "او کنه........ دا خو هم زمونږ د لوګى پوکى اشنا وهـ اوس پرې خدائے پزل (فضل) کړے دے پوکى ئې ډېر پريښې دى، سرېپ لوګيو ته پروت دے، خو کله نا کله چې پرې غم زور وکى نو دم نيم راکاږى. نور خېر خېريت دے ...... برَى....... چې نشه ئې نى خرَى"

تاجى په لالے دى جان خپله مخصوصه لهجه کښې د طنز ګوزار وکړهـ او د "برَى" او "خرَى" لفظونه ئې دومره اوږدهـ او په زوره راکښل چې څلور پينځه شدونه او مدونه پرې هم کم وو.

"لکه دا چڼچڼې چې په تشو لوګيو چغيږى، ستا مثال هم داسې دے لالے!"

تاجى په لالے دى جان يو بل ټک وکړهـ او دا وخت واقعى چې مرغيو او چڼچڼې دومره شور جوړ کړے وهـ چې د تاجى ګپه پکښې هم سمه نهـ شوه اورېدې.

"چڼ چڼ، چڼ چڼ، چڼ چڼ، چڼ چڼ"

او د چڼچڼو شور يو په دوه شهـ.

"خاموش ګنده ګيرو!" تاجى پرې تېره چغه راويسته.

"ګنده ګيرو! سينه مو هسې هم خراپه ده. والله حکيم صېب راته هسې هم چڼچڼان ښودلى دى اوس به مو ورله راونيسم او چخڼى به مو کم". دا وخت د تاجى مخاطبه چڼچڼو ته وه. "تهـ اوس دې اور لړونى ته وګوره، ظالمه د مخ نه دې ايرې چڼيږى........ اوس د چڼچڼو، نه څهـ غواړې؟...... چې خبرې ورسره کوې....... ډېر زر به لېونے شې کخېرى....... د دې بوچۍ ږيرې نه دې هم نهـ شرمېږى..... ظالمه دا ځل نهـ بچ کېږې..... په والله چې مرې، قسم په رب چې مرې. خو ځه دا چڼچڼې هم ګرمې نه دى دوى هم تاسو په دې لوګيو عادت کړى دى. دا ئې خوراکه ده. کنى ټوله ورځ غلې وى خو چې دا مال شى او ستاسو دا لوګى ئې ووهى نو لکه چې ساه پکښې غړېدلې وى".

او بيا ماته مخاطب شهـ وې:

"تهـ ګوره پروفېسر صېب! دا تاجے ظالم هډو مرى نه، د پيشو د ذاته دے، اووهـ ساګانې ئې دى...... يو ځل دومره پينک کښې وهـ چې هډو په ځان نهـ پوئېدهـ، د حجرې نه کوز ماسخوتن کور ته روان وهـ چې ډپ ته رسېدلے دے نو هلته خو لاندې د پولېل کاکا ګاڼۍ ده کنه! نو پوله تې خطا شوه، ښپه ئې وخوئېده او نېغ لاندې لاړهـ د جوک په تاوده ايره کښې تر غړۍ غړۍ ښخ شهـ، شپه وه، تيارهـ وه، خو ددهـ په چغو سورو چې جوکى د شړشمو ډيوه په لاس ورنزدې شهـ نو په هوا کښې ئې داسې لاسونه وهل تابه وې کلپاڼۍ کښې لامبو وهى، تهـ ګوره دا ظالم د سوزېدهـ خو سم لمبه نهـ شهـ که خدائے تې خلاص کړے وے ....... او اے....... دا بله واوره........!"

"بس بس د کيسه بر بچيه! اوس دلته راغلے ئې مونږ ته دې کيسې راغشتى دى"

تاجى لالے دى جان په خلهـ کښې ووهلو او بيا ئې په ښهـ اوچت اواز يوه قلندرانه او مستانه نعره پورته کړه.

"خېر او پزل ..... هر دم خېر....... د خېر مالکه خېر......... تا نهـ دى اورېدلى چې وئې د ژوند وربشه ئې وى نو سر ئې د کاڼى لاندې کړه نو هم نهـ مرى......... هائې هائې....... ارمان دے ځوانۍ نو........ هسې عبث مو په لوګيو کښې والوزولې"

هغه لکه د مچ خپلې ځوانۍ پسې منګلې ومروړلې، وې:

"دا خو دې چيټو پير چاؤدى د برمه پرېباسلو، کنى لالے! قسم په ذات د خداې چې ستا غُندې خو مې په يو لاس راچول" او دې کښې چمن ګل د چټې نه سر راوچت کړهـ. د خلې نه ئې د ابو ګوټ په يو لوئې شړت توئې کړهـ، مخ سر ئې په لوګيو کښې ونغښتل او په چوچنو سترګو راپرېوتهـ نو د توربخنو زيړو ګتو په ږمنځ ئې بيا بره کړهـ. د نشو نه وړاندې هم دا د هغه عادت وهـ ځکه چې هغه هم د پښتونخوا او څټوکمارو زلميو نه يو وهـ، خو د کله راسې ئې چې په کور تربورانو اور لګولے وهـ او د مال او حال سره ئې پکښې مور او پلار هم سوې لوغړن شوى وو نو د مور و پلار دې يکى يُو د چمن ګل، چې په رښتيا د چمن ګل وهـ، هم لکه چې د خپلې ګلاب ګلاب ځوانۍ د لوګى کولو قصدد کړے وى........ او بيا ئې په تاجى خلهـ راوسپړده وې:

"تاجيه! کور ودانيه! پيرانو مرشدانو ته بدې ردې مهـ وايه ګنى سر تندے به دې نهـ لګى لکه زما په شان غرق او تباه په شې، لکه چې غرق او تباه ئې زما پهـ شان، تاجى ځوابى حملې ته ځان جوړولو چې زهـ راپاڅېدم وې مې:

"ژوند او سګرېټ چې څومره راکاږے دومره لنډيږى، ډېر لوګى مو راکښل بس دے نور به بيا شى، زما خو دې ډېرو لوګيو ساه بنده کړه راځه لالے دى جان چې بهر ووځو، موسم به ښهـ شوے وى او کېدے شى چې ملګرى هم راغلى وى د اجلاس وخت دے".

ښه وه لالے زما په خبره ماسره راپاڅيدهـ او تاجى دوى مو پخپل حال پرېښول حجرې نه په راوتو کښې راباندې چمن ګل د ګل ګوزار وکړهـ وې:

"واه پروفېسر صېب! په پير دې رحمت شه، څهـ د کتاب د منځ خبره دې وکړه" او په چيټه ئې سر ټيټ کړهـ. بهر راوتو سره مې په ازاده فضا او خوشګوار موسم کښې څو اوږدې اوږدې ساه ګانې واخستې. چمن داسې شين وهـ لکه شين شينل او د کيارو په بوټو کښې رنګارنګ ګلونه غوړېدلى وى لکه زما د ملګرو، سرهـ، سپين، ګلابى، نرګس او ريحان. په اسمان ګورې وريځې ورېدو ته لېواله وې او خوږه خوږه هوا لګېده.

باچا سلامت د خپلو وزيرانو سره د مرکې د تنقيدى اجلاس کارروائى شروع کوونکے وهـ خو د ځينو ملګريو د راتګ انتظار وهـ. د ملګريو په رارسېدو او کورم پوره کېدو سره باچا سلامت کليمه درسته کړه او د صدارت دپاره ئې د روښان يوسفزى نوم تجويز کړهـ او ساحل يوسفزى د تېر اجلاس روداد واورولو. په روداد د تنقيد په وخت يوه لويه هنګامه جوړه شوه. د ټولو نه زيات تنقيدونه د مامون الرشيد وو.

اصل کښې د رشيد ټوله غصه اوېس قرنى ته وه چې وړاندې ئې هم د ادبى چشمک له کبله ددهـ څهـ خبرې څهـ ګډې وډې او څهـ په ځان پسې ليکلې وې. خبره به لږ څهـ کښې ورانه شوې وه خو کهـ عبدالروف عارف ئې تر منځه خپلې واعظانه خبرې نهـ وے کړې د باچا سلامت نرمې پاليسۍ او د صاحب صدر خصوصى احکاماتو هم په ادبى فضا سازولو کښې لوې لاس وکړهـ په روداد د تنقيد نه پس ته د ايجنډې تر مخه ماته د افسانې تنقيد ته د پېش کولو بلنه راکړے شوه. ما غاړه تازه کړه، توکاڼې مې توکړل او دوو ګُتو کښې نيم سګريټ رانه محمد سعيد سعيد راخستهـ اؤ وې مې:

زما د افسانې نوم دے "د تنقيد نه پاتې شوې افسانه"

ما فقط د افسانې نامه اخستې وه چې دې کښې چا د څادر نه راښکلم "پابا کاغذونه واخله"

دا د مکمل شاه نمسے وهـ چې زه ئې ډېر د لرې نه راستون کړے وم او يو وار مې بيا زيړ زبېښلى چمن او وچو مړاو بوټو ته وکاته. د چمن مېدان هم لکه چې د دې حجرې په تېر شوې دوران د حسرت اوښکې بيولې. نه باچا سلامت وهـ او نهـ د هغهـ د کابينې نور وزيران، شاعران او اديبان. نهـ تاجى دوى وو او نهـ لالے دى جان، خو زما د نمژنو سترګو په رڼو اوښکو کښې ئې يو په يو ټول تصويرونه روښانه شو. سترګو کښې راغلې د ارمان اوښکې مې د څادر په پلؤ پاکې کړې او زړهـ کښې مې وې:

ځم چې اوس د هاغې ژوند مړو غم وکړم، فارمونه ورله ډک کړم چې د مکمل شاه په سفارش ئې د بېت المال وظيفه مقرر شى.

او د حجرې غټ ګېټ مې ځان پسې رابند کړهـ.