لنډه کيسه
سرونټ روم
سليم بنګش
اوس زما د بچو ودونه هم شوي دي - هغوئ پۀ ښو ښو کارونو لګېدلي دي - اوس د هغو هم بچي دي _زما لوئې کور اوس پۀ مونږ ورکوټے شوے دے – بچو رانه د مېلمنو پۀ کمرې هم قبضه کړي ده - ماته هغه اهميت هم نۀ راکوي ،خو زۀ ورته حاجت هم نۀ لرم –دا شکر دے چې پنشن مې دے - ماته خپل ښۀ پنشن ملاوېږي ښه ګزاره مې پرې کېږي –
زمايوې غرېبې کورېنۍ سره تعلق و – پلار مې ټول عمر دهقاني کړي وه پۀ خپل قابېليت مې د سي اېس اېس امتحان پاس کړے وۀ او پۀ فارن افس کښې راته نوکري ملاؤ شوې وه – زۀ د پاکستان پۀ سفارتخانې کښې نوکر وم – تنخوا مې لږه وه خو ژوند مې ښۀ تېرېدو – ادريس هم پۀ دغو ورځو کښې پۀ يوې مدرسې کښې دسر معلم پۀ توګه کار کولو – ډېر مذهبي سړے وۀ لوې عالم وۀ ډېره زياته مطالعه ئې لرله ۔ ډېر شاګردان ئې لرل-خلقو هم ورته پۀ درنه سترګه کتل-د عمر زياته برخه ئې پۀ اماراتو کښې تېره کړې وه – ښه پوهه ئې لرله پۀ ملکي او بين اقوامي معاملاتو ښۀ پوهېدو – پۀ سيمينارونو کښې بۀ ئې هم برخه اخسته - بچو سره ئې ډېره مينه وه ځان سره بۀ ئې ساتلو - پۀ وطن کښې زمونږ کلي سره ئې نزدې کلے وۀ ماسره به ئې لکه د کليوال مينه کوله – کله کله به ملاقات کېدو – چرته بۀ چې څۀ تقريب وۀ نو ملاقات به وشو - يا به کله کله د چهټۍ پۀ ورځ د ملافات موقعه جوړه شوه يابه ادريس ټېلي فون وکړو او يا به ورسره ما پۀ ټېلي فون خبرې وکړې- د يو بل پوښتنه بۀ وشوه د کلي محلت تپوس بۀ وشو – د ادريس څلور ځامن وو - دوه ئې لوئې وو او ښۀ تعليم يافته وو او دوه ئې د دؤو لوڼو نه پس شوي وو ، واړۀ وو او تعليم ئې کولو –
ما بۀ ورته کله کله اووې چې دتا خو ډېر وخت بهر اوشو – زياتي به رېټائر کېږې نو چې کلي ته لاړ شې څۀ به کوې ، هغۀ راته اووې چې ما پۀ مسافرۍ کښې څۀ روپۍ جوړې کړي دي دوه کناله پلاټ مې پۀ اسلام اباد کښې اخستے دے – پۀ هغۀ به کور جوړوم - زامنو مې تعليمونه کړي دي ښې ښې ډګرۍ لري نو يا خو به پۀ وطن کښې ورته نوکرۍ ملاؤ شي يا به د روزګار دپاره سرمايه ورکړم خپل روزګار به کوي - واړۀ به سبق وائې او ټول به پۀ يو ځائې اوسو –
بيا زما تبادله وشوه او د تعلق رسۍ وشلېده – بيا زۀ خبر شوم چې ادريس مدرسه پرېخي ده او وطن ته پوخ لاړ دے - زۀ بيا پۀ نورو کارونوکښې بوخت شوم – وخت زيات تېر شو – يوه ورځ په يو تقريپ کښې زما ورسره ملاقات وشو – اوس ادريس صيب بېخي بدل شوے وۀ، ږېره ئې پرېخې وه د ډېر عمر سړے لګېدو –پوښتنه وشوه پته ولګېده چې اسلام اباد کښې ئې پۀ کور لاس پورې کړے دے -زياتي به پۀ وطن کښې اوسي-بيا ئې زۀ يوه ورځ خپل پلاټ ته بوتلم چې کار پرې روان وۀ - ما ته يې نقشه وښوده –پۀ نقشې کښې ئې شپږ بېډ رومونه وو – چې څلور ئې د زامنو وو يو بېډ روم د کور د مېلمنو دپاره وۀ او يو ئې د ځان د استعمال دپاره ساتلے وۀ -او يو لوئې ډراينګ روم وۀ- د ډرائينګ روم مخې ته ئې د پارک دپاره ځائې پرېخې وۀ – لوئې دروازې سره ئې سرونټ روم چې يوه وړه غوندې کمره وه هم جوړه کړي وه - دا کمره به د بنګلې د چوکېدار دپاره وي چې څوک به د ګېټ چوکېداري کوي –دې سره د موټر ګېراج هم وۀ - پۀ ټولو دېوالونو به جنګله gril لګېدلې وي-ادريس صيب راته اووې چې بس دا زما ارمان دې چې خپل وطن کښې خپلو بچو سره پۀ يو ځائې اوسم -
بيا هغه کور جوړ شو-اوس خو ادريس بېخي بوډا شوے دے - اورېدلي مې دي چې کور واداني ئې هم پۀ حق رسېدلي ده - ما ته هم پنشن ملاوېږي رېټائير شوے يم – هسې مې زړۀ کښې راغله چې اسلام اباد ته راغلے يم شپه مې ده ،نو لږ به د ادريس تپوس هم وکړم -ما سره ئې د کور پته وه ورغلم -پۀ نقشۀ کښې ډېر بدلون راغلے وۀ ډېر کورونه جوړ شوي وو –خو کور مې پېدا کړو - چې رنګ مې وکړو نو سرونټ روم نه ادريس صيب پۀ بد حال پۀ خپله راووتو او دروازۀ ئې خلاصه کړه -