غزل

ډاکټر محمد زبېر حسرت

 

چې به کولې يې د دم او د درود خبرې

نن هم هغوي کوي د بم او د بارود خبرې

 

داسې تراخه تاوژن بادونه د دهشت والوتل

هېرې کړې خلقو د شداد او د نمرود خبرې

 

زه خو خبرې د بې وزلو انسانانو کوم

زه نه کومه د وجود او د شهود خبرې

 

ويیل مې ته چې يې کوې دا دې د روح ژبه ده

خو نن په چپه خوله کوي دا ستا وجود خبرې

 

ډېرې خبرې مې حسرته! په زړه غر پرتې وې

خو ما ونه کړې د خبرو باوجود خبرې