لنډه کيسه
شيشکه
ډاکټر محمد زبېر حسرت
شريف خان يو سوړ اسويلے اوکړهـ لکه چې د زړهـ ټول بړاس ئے د يو اسويلى کښې ايستے وى. او بيا د څو لحظو خاموشئ نه پس ګويانه شهـ.
"زما د ژوند نه جهنم جوړونکے بل څوک نهـ زما خپله مور وه چې د مينے په ځائے ئې نفرتونه راکړهـ او زهـ ئې يواځے پريښوم او بل سړى سره اوتښتيدهـ د غم يواځے زهـ نهـ بلکے زما پلار هم د ګور مړے کړو خو د خلقو ډاډ او تسلئ او زما د ژوند خيال هغه په ژوند مجبوره کړے وهـ. ولے ډير زر د زوى او پلار مينے له ټک ورکونکے يوه بله لټکه رانازله شوه."
دې وينا سره شريف خان لږ ساوے شهـ. د هغهـ پهـ سترګو کښې اوښکې اوغړيدے لکه چې دغه ټکے ورله اوس اوس ټک ورکړے وى او تازه زهر ئې پهـ رګونو کښې خوارهـ شوے وى هغهـ بيا خبره شروع کړه.
"نګينه زما د پلار د يو مړ دوست لور وه. چې په ځوانه ځوانئ کښې د خاوند لهـ مرګه پس د پلار پهـ کور ناسته وه. هغې له د خپل کور تحفظ ورکؤلو پهـ وخت به زما پلار دا سوچ هم نهـ وهـ کړے چې زهـ د نګينے پهـ شکل کښې کومه شيشکه کورته راولم هغه په زما له کوره بازار جوړوى او لهـ کوره بازار جوړيدو ډير وخت وانهـ خست. دوه کاله څهـ وى؟ _ خو نهـ پوهيږم چې دا دوه کاله هغې زما پلار سره کوم ازيت کښې تير کړى وو. د پلار په سترګو خو مې د هغې د حُسن او ځوانئ د جوبن پردے وے او هغهـ چې څهـ نهـ شو ليدے هغه ما اوليدل."
دې وينا سره هغهـ خپلې سترګې پهـ زوره پټې کړے لکه چې اوس هم هغه هر څهـ وينى.
"زهـ اوس ماشوم نهـ ؤم" _________ هغهـ بيا خبره جاى اوساتله.
د ځوانئ په درشل مې قدمونه ايښى وو. ما د هغې غلا اونيوله. کلى محلت کښې ګشت کوونکے ګنګوسے به ما هم اوريدے خو بے ثبوته مې هيڅ نهـ شو کؤلے او شائد چې په دغه ګنګوسو مې پلار هم غوږونه کانړهـ کړى وو. او د ثبوت دپاره يوه ورځ د کالج نه وختى راغلم. د جون مياشت وه، غرمه په پخيدو وه. او لارے کوڅے خوشے شوے وے. زمونږ د کور ور بند وو. پهـ ديوال اوړيدو سره مې هر څهـ په خپلو ګنانګارو اوليدل. د بے حيائى دوه ژوندئ نمونے. دوه لغړ وجودونه – چې زما سترګے ئې اوغړولے _________ زما د وينے دباؤ ورو ورو زياتيدهـ لکه چې د مزغو رګونه مې شليږى. په ټول وجود مې د پترئ يوه لمبه تيره شوه. غلے غوندے مې ورپسے ور د بهر نه زنځير کړهـ. او خپلے کوټے ته ورغلم، ټوپک مې راواخستهـو چې په ځائے ئې فيصله کړم. او بيا مې يو دم ور په جړک خلاص کړهـ. د کټ لاندے د چپړو دپاسه څپلئ پرتے وے. ما په خپلو سترګو شک اوخوړو، خو مخامخ کړکئ لرے پرته ده. ټول کور مې ورپسے چانړ کړهـ خو څوک په ګوتو رانهـ غلهـ. دوه لاسه دوه پښے د کوره راووتم. اوس غرمه پخه شوے وه. زما ساه ډوبيده دومره زيات دوپ وو. چې په ټوله فضا ئې ساه ډوبے خور کړے وو. داسې محسوسيده لکه چې زمکې اسمان خُلهـ ورکړے وى. او لارو کوڅو کښې پيريانو تنورونه اچولى وى. د ګرمئ چوټيانے لا نهـ وے شوے خو زما د قدمونو لاندے اور بليدهـ. ماښام تروږمئ پورے لارو کوڅو کښې کله يو ځائے کله بل ځائے اول په مقصد ولې وروستو بے مقصده اوګرځيدم. ماسخوتن تير چې کور ته راغلم نيغ خپلے کوټے ته ننوتم، څملاستم وينے مې هغه شان جوش وهلو. څو لحظې تيرے نهـ وے چې نګينه راغله. "ډوډئ خورے؟" هغې داسې په بے حيائى اوپوښتل لکه چې هډو څهـ شوے نهـ وى "نه" ما په نا زړهـ ځواب ورکړو. ځان مې ډير ټينګ کړے وو. چې هسې نه د وجود اور مې خُلې له راشى. "ولے نهـ خُورے؟" زما انکار هغه حيرانه کړه. "بس خو نهـ خورم نو..... اومے وے درته". زما لهجه لږه تيزه او ترخه شوه. "څهـ چل شوے دے چې زما د شهزاده طبيعت ګډوډ دے." هغه ماته رانزدے شوه او زما ويښتو کښې ئې ګوتے وهل شروع کړل او دې سره زما د وجود دننه اور نور هم تيز شهـ. "څه ورکه شه کم اصلے – ورشه په هغه اشنا دې اوخوروه چې غرمه دې ورسره ......" او مخکښې زما ژبه اونښته. د اشنا په نوم اوريدو د هغې رنګ تګ زيړ اوتښيدهـ لکه چا پرے کورکمان دوړولى وى. او په سکته کښې راغل، ولے زر ئې ځان قابو کړهـ وهلے رنګ ئې د شونډو نرئ مُسکا غلاف کښې پټ کړو. او ماته ئې په معنٰى خيز نظر اوکتل. اوس ماته د هغې په سترګو کښې څهـ عجيبه غوندے پيغامونه، بلنے او خواستونه ګډوډ ښکاره شو. خو ما ئې تاب راونهـ ړے شهـ او سر مې ښکته کهـ.
دې وينا شره شريف خان خپل سر په دواړه لاسه کلک اونيولو لکه چې اوس ئې هم په مزغو لمبے بليدے زمکے ته ئې کتل لکه چې د زمکے په مخ ورته د بے حيائى تصويرونه ښکارى. هغهـ بيا سر راپورته کړو وے ئې: "نګينے ماته په ډيره سړه سينه اووے: "شريف خانه! تهـ ماشوم نهـ ئې ځوان زلمے ئې په هر څهـ ښهـ پوهيږے. دې کور کښې ماته د هيڅ کمے نشته خو ددے هر څهـ باوجود راته د نور څهـ ضرورت هم شته. څوک دى چې زهـ ئې د ځوانئ په دې سور انګار کښې يواځے پريښے يم؟"
او ماسره د هغې د دې خبرو هډو څهـ ځواب نهـ وهـ ____ "هن که تهـ غواړے نو ما د دې انګار نه ايستے شى. تهـ خپل لاسونه ماله را، زهـ به په تا خپله ځوانى اوشيندم". هغې په مکرجنه لهجه اووے. او زهـ د هغې په دومره پريوتے خبره هم چپ پاتے شوم، ځکه چې ماسره هيڅ څهـ دليل نهـ وهـ خو د زړهـ د خلاصه مې يوه تللے څپيړه ورکړه. د هغې مخ تک سُور شهـ او سترګے ئې لهـ غضبه ډکے شوے، کله د مچئ راسره شوه. اوس د هغے خُلے اور ورولو ___ "شريف خانه! تا د ښځے يو اړخ ليدلے دے. هن دا بل هم اوګوره". او دې وينا سره ئې خپل ګريوان تر لمنے څيرے کړهـ. او په خپلو تيرو تيرو نوکونو ئې خپل مخ او سينه نوکارے او ويښتهـ ببر کړل. او دا وخت هغه ماته د يوے شيشکے نه کمه ښکاره نهـ شوه. اوس هغې ماته هم لاس راواچؤل قميص ئې راله څيرے کړهـ او ټول مخ ئې راله په تيرو نوکارو وتوږلو. چغے سورے ئې جوړے کړے. زهـ د هغې په دې حرکت له ډيرے غصے او حيرانتيا لکه د بُت ړوند، کونړ او ګونګ اودريدم. دې کښې مې پلار راغے او هغه ورپورے کلکه اونښته.
"شريف خان ماته لاس واچؤلو". هغې په سلګو کښې اووے _____ او پلار چې مې د هغې څيرے ګريوان، نوکارے مخ او ببر سر ته او زما حالت ته اوکتل نو نهـ ئې تپوس اوکړو او نهـ ئې زهـ خبرے ته پريښوم خو بس راباندے ئې راکيښول______ بيا زهـ هم له خوده اووتم او د سترګو رپ کښې مې د نظر مخے ته د شيشکے مړ وجود پروت وهـ. پلار مې پهـ وير پهـ هغې ورپريوتهـ او زما سترګو کښې د تېرې غرمې تصوير وځلېدهـ خو هاغې تصوير زما سترګې غړولې وې او دې تصوير پهـ سترګو د حيا پردې راوستې او زما پهـ سترګو رڼا شوه."
شريف خان چې قيصه ختمه کړه نو سترګو ئې د وينو دارې وهلې. ټول وجود ئې يشېدهـ او زړهـ ورته کچه کچه کيدهـ لکه چې اوس اوس ورله لټکې ټک ورکړے وى او پهـ رګونو کښې ئې تازه زهر خوريږى _____ او د بارک ملګريو هغهـ له دلاسه ورکوله.