لنډه کيسه
شرارت
ډاکټر محمد زبېر حسرت
زما پښې د ساحل په شګو کښې ښخي.وى او زهـ په ډوبو او ښخو قدمونو سمندر پله او د خپلو غرونو غرونو اوښانو اوښانو غورځنګونو سره زما په لورى راروان دے او ډېره زر ده چې د سمندر دا خالى لاسونه ما د يوې مينه ناکې مور غوندې خپله غېږه کښې قلار ونيسى او په الله هو کښې راته د خپلې سينې تودو ښه راوبخښى،ځکه چې زهـ اوس نهـ خو پوليس له ځان ورکولے شم، نهـ خپلې مور ته حال وئيلے شم او نهـ د رڼا پلار ته خپل زړهـ او ذهن راسپړدے شم چې رڼا ما وژلې ده د هغې قاتل زهـ يم. خو ځان له مې پخپله دا سزا ورکړې ده چې کور، کلے مې پرېښے دے او ملنګ شوے يم او دې ملنګۍ کښې څهـ قدرى سکون محسوسوم او کهـ هم دې ملنګۍ کښې مې ساه ورکړه نو شائد چې زما د ضمير بوج لږ غوندې نور هم سپک شى.
رڼا زما ګاونډۍ وه هغه به له ما دوه درې کاله کشره وه ځکه چې ما د کورنيو مجبوريو له کبله درې کاله پس لسم پاس کړے شهـ او دا په لسم کښې وه. دې له به ټيوشن له تور استاذ راتلو. د تور استاذ خپله نامه مکرم خان وه خو مونږ هلکانو د تور رنګ په سوب هغه په تور استاذ مشهور کړے وهـ. زهـ به د تور استاذ سپين قسمت ته ډېر زېرېدم هم او په زړهـ زړهـ کښې به ورته خوټکېدم هم ځکه چې هغهـ د رڼا غوندې ښکلې او ښائسته جينۍ ته سبق ښودهـ چې زهـ به د هغې يوې نندارې ته ټوله ورځ په انتظار وم. يقيناً چې هغه ښکلې وه، پېغله وه. د هغې وجود يوه سره لمبه وه او د هغې قامت خو سم قيامت وهـ او د دې خپل ښائست او نوې ځوانۍ هغې ته هم پته وه او دا اندازه ورته هم وه چې د هغې يو نظر د چا د زړهـ په کور تندر پرېباسلے شى او ځوانى ئې سوے سکارهـ کولے شى او ما کهـ هر څو خپل وجود په دغه اور لمبه کول غوښتل او ځان مې پرې سوے سکارهـ کول غوښتل خو هغې ظالمې چرې هم ماته يو نظر نهـ وو راکتلى او بيا ډېې زر يو ناڅاپه د هغې مور مړه شوه او ما داسې ګڼله چې د هغې مور لکه چې زما د سوې زړهـ ازار او ډېرو ښېرو وژلې وى ځکه چې هغې ته خو په شونډو د ازار کلو او ښېرو راتلو هډو سوال نهـ پېدا کېدهـ. خو دا زما وهم وهـ ځکه چې د هغې مور د يوې اوږدې مودې نه ناروغه وه نو چې د رغېدو نه وهـ نو مړه کېده خو به هسې هم. ما د هغې د يو فرض شناسه ګاونډى په حېث په دغه دروند غم کښې د هغې د مېلمنو په خاطر تواضع او کار خدمت کښې هېڅ کسر پرى نهـ خودهـ خو د هغې خپل خپلوان او د لرې نزدې رشته داران دومره ګڼ وو چې زما غوندې کوچنى او کمکى خدمتګار پکښې هډو پته ونهـ لګېده. د جنازې په ورځ چې مونږ د قبر جنازې نه فارغ شو او کوز ماښام زهـ کورته راغلم نو سر راباندې ګرځېدهـ او زړهـ راته کچه کچه کېدهـ. حقيقت کښې زما زړهـ دومره پوخ شوےوهـ چې هېڅ مې هم زړهـ ته نهـ کېدهـ. سوچ مې کولو چې رڼا به مور پسې څومره مخ سر وهلى او شوکولې وى او څومره به ئې ژړلى وى. هغې خو به خپلې غټې، تورې او رڼى سترګې په ژړا ژړا سرې کړې وى. بيخى هم په دغه وخت زما په ذهن کښې د يو معصوم شان شرارت بڅرے والوتهـ ماته څهـ وه چې دغه معصوم شانې بڅرے به نهـ صرف زما د زړهـ په دنيا اور پورې کړى بلکې د رڼا کور به هم سوے سکور کړى.
زما ذهن له راغلهـ چې د هغې مور چې مړه شوه نو دا به ئې قبر له ضرور راځى. د ښار مشهور سنګتراش ساز شهکار زما همراز وهـ ما غوښتل چې دے ماله يوه کتبه وليکى او زهـ ئې د رڼا د مور د قبر سره خواته په يو قبر ولګوم. شهکار پخپلو فنکارو ګوتو هغه کتبه وليکله او وې تراشله "د رڼا د لاسه تورو خاورو ته تلے يو نامراد" دا د هغې کتبې عبارت وهـ.
ما ډېرې ورځې انتظار وکړهـ چې د رڼا له اړخه به د دې کتبې په ليدو څهـ رد عمل وشى او کهـ نا. زړهـ کښې به مې دا هم راتلهـ چې پلار به ډېره وهلې ټکولې او زورلې و اونورو خپلو خپلوانو کښې به هم ډېره بدنامه شوى وى خو د کور کوڅې د خلقو د خلو نه مې څهـ وانهـ ورېدل. البته دې يو خبر له ما هر څهـ خطا کړهـ چې رڼا ورکه شوې ده او زهـ يو وارې بيا د فکرونو په درياب لاهو شوم. ايا د مور غم دا بې درکه کړه او کهـ پلار زما د لګولې کتبې په ليدو په وهلو وهلو مړه کړه؟ اخر رڼا چرته ورکه شوه؟ هغه له کوره بهر چرته تلے شى؟ زمکې وخوړه کهـ اسمان راښکله؟ چا وتښتوله او کهـ پخپله خوښه چاسره لاړه؟ لا خو د هغې د مور د تختې اوبهـ هم نهـ دى وچې شوې... او زما په ذهن کښے د شکونو، وهمونو، وسوسو او سوالونو يو غوبل جوړ شهـ او زما زړهـ بيا خُلې خُلې له راغے.
خبره ډېره زر پوليس ته ورسېده او د رڼا پلار يوه شپه حوالات کښې هم تېره کړه. هغهـ قسم خوړهـ چې زهـ د لور نه نهـ يم خبر خو د هغهـ بدخواهانو د پوليس غوږونو ته دا خبره هم رسولې وه چې هديره کښې د رڼا د عاشق قبر دے او دا هم دهـ وژلے دے. پوليس راغے او هاغه قبر ئې ولټوهـ چې ما پرې کتبه لګولې وه خو هغې کښې د اووهـ اتو کالو يو زوړ مړے ښخ وهـ ځکه د رڼا پلار د پوليس د ولقې نه ازاد شهـ. ولې د هغهـ د رهائۍ نه پس ماسره خپله غم شهـ چې د دې کتبې په ذريعه پوليس اول شهکار ته او بيا ماته هم رارسېدے شى. ځکه چې شهکار خو مشهور سنګتراش او سنګ ساز دے کهـ پوليس چرته هغهـ ته ورسېدل نو زهـ به ورله ډېر په اسانه په لاس ورشم. زما په سترګو کښې چې لکه جاسومبې رادننه اېستې وى، ټول بدن مې سوزېدهـ، د پښتو تلو مې اور کولو په زمکه مې قدم نهـ شهـ اېښوے، ټوله شپه مې په يو لوے عذاب او اذيت کښې لکه په مېږتون تېره کړه او سوچ وړے وم چې کتبه به د هديرې نه څنګه راوړم چې دړې وړې ئې کړم او نوم او نشان ئې ورک کړم خو دا غم هم راسره ملګرے وهـ چې داسې نهـ وى چې هغه کتبه پوليس تفتيش دپاره له ځانه سره وړلى وى او په بله شپه څهـ په شواخون ما هديرى ته ځان ورسوهـ خو د هديرې نه راته يو بوت او بلا جوړه شوې وه. ما وئيل کهـ دا ټول مړ کفن په سر راپاڅېدلى دى او ما د يو اوږد لوے تور قبر تور لحد ته راکاږى. ما کهـ هر څو په شا راچولې خو پښې مې ګېپې نښتې وى. د رڼا د مور د قبر خواته نزدې وه چې زهـ بې هوشه شوے وم چې د هديرې سام راباندې انتهائى دروند وهـ. دا په ژوند کښې زما اولنۍ تجربه وه چې زهـ چرته د شپې هديرې ته تللے وز. قُل هوالحدُ مې په ځان چُف کول خو وېرې او هېبت رانه ټولې کليمې هېرې کړې وې. دې کښې ناڅاپه تروږمۍ په سپوږمۍ کښې بدله شوه او ما د سپوږمۍ په رڼا هغه کتبه بيا موندله او څهـ په هېبت هېبت په پرېوتو پاڅېدو مې د خپل جرم دغه توره تبۍ مقبرې سره خواته سيند کښې لاهو کړه او پښې مې راسپکې کړې، خو زما د لاس الوتې سپرغۍ خپل اور تازه کول شروع کړى وو.
د کومې ورځې نه چې رڼا ورکه شوې وه، هم د هغې ورځې نه تور اُستاذ هم چا په سترګو نهـ وهـ ليدلے او نهـ يواځې د رڼا د پلار بلکې د هغې د ټول خاندان په تور استاذ شک وهـ چې رڼا تور اُستاذ چرته لرې تورو غرونو ته بوتللې ده. دې خبرې ډېره زر په کلى کښې ګشت وکړهـ او د هر لوے وړوکى، نر او ښځې په خلهـ د رڼا او تور اُستاذ خبره وه.
دومره موده به شوې وه چې د خلقو نه ورو ورو د رڼا او تور اُستاذ خبره په هېرېدو وه چې يو ناڅاپه پوليس ته چا مخبرى وکړه چې تور اُستاذ پرون په کوز ماسخوتن د حور کړه راغلے دے او پوليس چې د مخبر په ښئيلى ځاے چاپه ووهله نو ملزم ونيوے شهـ. اول خو سروپ مُنکر وهـ چې زهـ د رڼا نه نهـ يم خبر رڼا ماسره نهـ ده تللې، خو چې پوليس خپلې مخصوصې حربې استعمالول شروع کړې نو داده شهـ چې اؤ رڼا ماسره تللې وه بلکې ماله ځانه سره بوتللې وه ځکه چې هغه زما خوښه وه. ما هغې سره حقه حلاله نکاح کړې وه. مونږ له دې ځايه ډېر لرى غېرې ته تللى وو او يوه ورځ چې د رڼا خپله مور ډېره ياده شوې وه نو ما د هغې په خواهش د ډيرې خطرې باوجود د مور قبر له هديرې ته راوستې وه خو په زړهـ يوه وى او پېښه بله شى. رڼا ماسره ښه خوشحاله وه او زهـ هم د هغې نه ډېر زيات مطمئين وم خو دلته هديره کښې زما مزغو يو دم ودانګل چې ما په يو قبر لګېدلې دا کتبه ولوسته چې "د رڼا د لاسه تورو خاورو ته تلے يو نامراد".
او دې خبرې سره تور اُستاذ سرڅنډ وهلو او لاړې ئې توکړې. لکه چې هغهـ ته اوس هم د رڼا مخ داغى ښکارېدهـ او هغهـ د حلق نه توکاڼى نه بلکې د رڼا په مخ لګېدلې يو تور داغ توکلے وې... هغه څهـ ساعت ساوے وهـ او بيا ئې خپل بيان جارى وساتهـ.
"په ما سر وګرځېدهـ او نزدې وه چې راغورځېدلے وم خو پښې مې ټينګې کړې د مور په قبر پرته رڼا مې د کمڅو نه ونيوله او بغېر د څهـ تپوس پښتنې مې ورله هم د مور قبر سره ډغرې ورکړې او د هغې سره مې سمه کړه شپه په شپه مې ورله کنده وکړه او پکښې مې مرداره کړه. ځکه چې هغه يواځې زما نهـ وه. د هغې د لاسه يو بل څوک هم تورو تيارو خاورو ته رسېدلے وهـ او خداے خبر چې نورو څومره سره به ئې يارانه وه. د ډمې لور".
او دې وېنا سره ئې بيا توکاڼى توکړې لکه چې دا وارې ئې د خلې نه د خپل نفرت ټول زهر توکلى وى.
خو ماته څهـ پته وه چې رڼا پاکه، بې ګناه، چې ماسره ئې خبره قدرې هم نهـ وه کړى، ماته ئې يو نظر هم نهـ وو راکتلى. هغه به زما د يو معصوم شان شرارت له سره ځاريږى. زما د ساده او يو مخيزې مينې په نتيجه کښې به بې قصوره وژلے کيږى. دا ظلم ما کړے دے. زهـ د هغې قاتل يم.
زما پښې د ساحل په شګو کښې ښخيږى او زهـ په ډوبو او ښخو قدمونو سمندر پله او سمندر د خپلو غرونو غرونو او اوښانو اوښانو غروځنګونو سره زما په لورى راروان دے او ډېره زر ده چې د سمندر دا خالى لاسونه ما د يوې مينه ناکې مور غوندې خپله غېږه کښې قلار ونيسى او په الله هو کښې راته د خپلې سينې تودو ښه راوبخښې.