درې واړه يو دى

اکمل لېونی 

کنډم بس، ټرک او ټرېکټر درې واړه يو دى
سوزکے، ډاډسن، موټر درې واړه يو دى

چې ئې وخورې خوشبوئى به درنه خېژى
شين ګوپى،مولۍ، ټېپر درې واړه يو دى

خوند او رنګ پرې د اينګولى ښائسته کېږى
پياز، دڼيه او ټماټر درې واړه يو دى

په يخنۍ کښې پرې وجود د سړى تود وى
کوټ، واسکټ او بلوزر درې واړه يو دى

دله څۀ کړې چې ښۀ نر سړے پرې هم مرى
چاړه، توره او خنجر درې واړه يو دى

ګيا ده خو د غلې طمعه ترې مۀ کوه
مستک، تورکے او جمدر درې واړه يو دى

په قانون د تنګ نظرو پښتنو کښې
ميا، ملا او کسبګر درې واړه يو دى

چې هر څۀ په لاسو ورشى تښتوى ئې
پوډرى، غل، جوارګر درې واړه يو دى

په نسبت د ابادۍ چې ورته ګورم
تخت بائى، پاتۍ، ټکر درې واړه يو دى

کونډې رنډې يتيمان يې ژوندى تېر کړه
ناظمګے، چيرمېن، ممبر درې واړه يو دى

اې کم عقلو پښتنو اعتبار پرې مۀ کړئ
پنجابے، سيندهے، ماجر درې واړه يو دى

ټک هم نۀ کوى دفتر کښې بې رشوته
چپړاسى، بابو، افسر درې واړه يو دى

سوچ کۀ وکړې دومره فرق به پکښې نۀ وى
منسټر، قاتل، سمګلر درې واړه يو دى

سکه وروڼه پرې د يو بل دښمنان شى
جنګ، جګړه، د خلې شر درې واړه يو دى

فيس به معاف نۀ کړى په وس سره خپل پلار ته
پټوارى، وکيل، ډاکټر درې واړه يو دى

رښتيا لږ او دروغ ډېر خلکو ته وائى
وران ملا، شاعر، ليډر درې واړه يو دى