خورکۍ

 رحمت ديوان

 د هغه نوم محمد جمال وه، زمونږ د کوڅې په اخري سر کې يې کور وو، ما به اکثر هغه ليدۀ، خو داسې ډېرې خبرې به مې ورسره نه کولې، څو څو ځل يې ماته هم ډېر بيانونه کړي وو، او هر وخت به يې خلکو ته د دين په باره کې خبرې کولې.

کله کله به چې زۀ د سهار لمونځ ته جماعت ته لاړم نو دې به د سهار لمانځه نه پس خلکو ته بيان کولو، زۀ يې کله بيان ته نه ووم کښېناستلى، خو دومره مې لېدلى وو چې بيان به يې هر سهار کوو.

يوه ورځ زما ماما مونږ کره راغلى وو، هغه هم تبليغي وو، نو مجبور ووم چې سهار ورسره د جماعت هم يو چکر ولګوم، د لمانځه نه پس چې محمد جمال د بيان دپاره پاڅېدو نو د ماما سره ورته زۀ هم کښېناستم، نن هغه ډېر په جوش کې لګيا وو، هغه نن د ښځو د ستر په حقله باندې خبرې کولې او په دې يې ډېر زور ورکولو چې خپلې ښځې په ستر کۍ، هغه ويل چې ښځه د لېور، وراره، خوريي، تره زوي، ماما زوي......... نه بايد د ستر کوښښ وکړى ځکه چې دا نامحرم دي، د ښځې دپاره صرف پلار، ورور او زوي محرم دي چې هغه ترېنه ستر نه شي کولى، د دې نه علاوه د نورو خلکو نه بايد ستر وکړي، که نه وي نو چې ستړې مشي، ورته په خوله ووايي او لاس ورته ور نکړي......... داسې ډېرې خبرې يې د ښځو په حقله باندې وکړې، او په زياتو خلکو پسې يې هم ډېرې بدې ردې ووې چې دوۍ د خپلو ښځو د ستر پروا نه کيي او د هر نامحرم سره يې د خبرو اترو نه نۀ منع کوي.

د بيان نه پس مې ماما د دې سړي نه ډېر متاثر شو او زما نه يې د دې په اړه وپوښتل. ما ورته ځواب ورکړۀ چې محمد جمال د لسو پنځلسو کالو نه کلېنډرې کوي، اوس اوس يې څلور مياشتې په تبلیغ کې لګولي دي، نن سبا د دين په باره کې خلکو ته ډېر بيانونه کيي.

د تبليغ نه مخکې به يې ږيره او بريت هم خرييل خو چې کله د تبليغ نه واپس راغى نو ږيره يې پرېښوسته او بريتو له به يې سنت جوړول، هغه داسې ډېر کارونه چې د تبليغ نه مخکې به يې کول اوس پرېښي وو، هغه يو دين داره او په اسلام کلک ولاړ سړى وو.

د حاجي کيمپ نه تر کارخانو پورې بسونو کې به هغه کلېنډري کوله، ما به اکثر ليدۀ هم، زما هم په دې لارو تګ راتګ وو.

نن زۀ په قمردين ګړهۍ کې بس ته وختم، بورډ کې مې يو څه کار وو، کله چې بس صدر ته ورسېدو نو ګڼه ګوڼه زياته وه، زۀ د شيشې خواته سيټ کې ناست ووم، زمونږ د بس نه يو بل بس مخکې کېدو خو يوه ښځه په سپينه بورقه کې په وره کې ولاړه او يو کلېنډر پسې نارې وهلې چې بريک شۀ، بريک شۀ، خو بس د ودرېدو نه وو او په مزه مزه روان وو، ناڅاپه مې خيال شو د شا طرف نه محمد جمال رامنډې وهلې او د بورډ، تهکال، ارباب روډ، کارخانو چغو سره سره يې ښځې ته ځان راورسوو او خپل لاس يې ور اوږد کړو او په تېزه تېزه يې ورته اوويل:

"خورکۍ لاس راکړه، خورکۍ لاس راکړه، خورکۍ..........."

 

٢٨م نومبر ٢٠١٠ء

پېښور