مرکه ویبلاګ په لیکه شو
د ښاغلي رحمت دیوان ویبلاګ ((مرکه)) په لیکه شو.
http://maraka.bloguna.tolafghan.com/
چې د مرکو لپاره ځانګړی جوړ شوی دی، تاسو کولای شۍ چې اوس د پښتنو سیاسي، کلتوري او فرهنګي خلکو مرکې دلته ولولۍ.
له تاسو ټولو څخه دا هیله کوو چې په دې کار کې زمونږ مرسته وکړۍ او د سیاسي، فرهنګي او کلتوري خلکو مرکې چې کومې له چا سره پرتې وي نو مونږ ته دې يې راواستوي.
چې د پښتو لمنه نوره هم خوره وره شي او نورې مرکې هم د مرکه ویبلاګ لپاره وکړۍ او زمونږ همکاران (کارکوونکي) جوړ شۍ.
مننه
د رابطې لپاره:
03457030719
maraka.dewan@gmail.com
29.11.2010
- رحمت دیوان
پښتون
سعدالله جان برق
توره په لاس، ټوپک په اوږه او بريت لشه روان دے جوړې پښتون په بهادرۍ کښې په نشه روان دے
وژل وژل او تل وژل ئې ده پيشه روان دے خلق ئې ټول کوى په لاره تماشه روان دے
کاڼے وجود، کاڼے ئې زړۀ دے پکښې خوږ نشته دے...
05.12.2010
- رحمت دیوان
خورکۍ
رحمت ديوان
د هغه نوم محمد جمال وه، زمونږ د کوڅې په اخري سر کې يې کور وو، ما به اکثر هغه ليدۀ، خو داسې ډېرې خبرې به مې ورسره نه کولې، څو څو ځل يې ماته هم ډېر بيانونه کړي وو، او هر وخت به يې خلکو ته د دين په باره کې خبرې کولې.
کله کله به چې زۀ د سهار لمونځ ته جما...