پښتون

سعدالله جان برق

توره په لاس، ټوپک په اوږه او بريت لشه روان دے
جوړې پښتون په بهادرۍ کښې په نشه روان دے

 

وژل وژل او تل وژل ئې ده پيشه روان دے
خلق ئې ټول کوى په لاره تماشه روان دے

کاڼے وجود، کاڼے ئې زړۀ دے پکښې خوږ نشته دے
خو دومره ده چې ئې قميص سره پرتوږ نشته دے

–—