د خوب معنى

سعدالله جان برق

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى
پروت يم سر مې ايښے وؤ د ښار په ډېرانه

چاپېره مې پراته وو رنګارنګ ګنده څيزونه
پوستکى، لفافې او پلاسټک او کاغذونه
چاپېره راختل ترې نه يو شل قسمه بويونه

دوه درې ځايه مې اوليده د سپو پکښې غويمه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى

څو ځايه ماشومان وو چې خوراک ئې لټولو
جوټې پکښې پرتې د ډوډۍ او د انګولو
خيرن خچن واړه وؤ چې کباړ ئې ټولولو

تر لرې لرې پورې ښکارېدله ويرانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى

چاپېره لرې لرې ښکارېدل څه مکانونه
بنګلې وې څه موټرې رنګ په رنګې محلونه
بې شماره رڼاګانې وې او رنګ په رنګ رنګونه

يو کور کښې غږېدله د وطن ښه ترانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى

په دغه ترانه کښې ئې وئيل چې پاک وطن دے
د سرو زرو ټوټه ده او د سرو ګلو چمن دے
ښادى ده، آزادى ده، آبادى سر و سمن دے

خوشحاله خوشحالى ده د غم نشته نښانه
خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنى

–—