قائد اعظم او ازاد صحافت
حبیب الحسن ېاد
ازاد صحافت د انساني ستونزو د مخنيوي، د تيارو ختمولو او د رڼا احساساتو د خورولو لپاره ډېر اهميت لري، هم د ازاد صحافت پۀ نتيجه کې يوه صحت منده او مترقي ټولنه پۀ وجود کې راځي، د تاريخ پۀ هر دور کې د فکر او ضمير د ازادي مبارزينو ډېر زيار ويستلى دى، او کله چې هم مونږ د داسې محترمو اشخاصو ذکر کوو نو زمونږ پۀ ذهن او سوچ ډېره اغيزه کوي. د سويلي ايشياء يو نامتو سياستدان محمد علي جناح چې وروستو پۀ قائد اعظم مشهور شو، د يو ازاد او روڼ فکر خاوند ؤ، دۀ ټول عمر د جمهوري عمل د پرمختګ او قانون د سر لوړۍ لپاره وقف کړى ؤ. دۀ به په روڼ تندي د تنقيد او اختلاف هرکلى کولو او هم دغه وجه ده چې قائد اعظم د اصولو پۀ بنياد د اظهار او بيان د ازادي يو تکړه او پرجوش مجاهد ګڼلى شي. دۀ د يو وکيل په حېثيت هم پۀ ګڼو موقعو د صحافيانو دفاع کړې ده، پۀ ١٩٠٨ء کې چې کله په بال کنګا د هرتلک باندې د هغه اخبار (کيسري) کې د بعضې مضامينو د خپرولو پۀ تور باندې پابندي ولګېده او د کنګا د هر د ګرفتارۍ حکم وشو نو قائد اعظم د هغه پوره دفاع وکړه او پۀ ضمانت يې ازاد کړو.
هم دغسې کله چې د ورځپاڼې ((بمبۍ کرانيکل)) مدير هورني مين باندې د رولټ ايکټ د مخالفت پۀ وجه پابندي او د هغه د هندوستان څخه د شړلو حکم وشو، قائد اعظم د دغه واقعې پر ضد د بمبۍ پۀ ايمپائر تهيټر کې يوه غټه جلسه جوړه کړه او د حکومت د ناوړه کار يې پۀ سختو الفاظو کې غندنه وکړه، او کله چې مورني مين د ملک څخه وشړل شو نو حکومت پۀ اخبارونو د سنسرسيت لګولو فيصله هم وکړه. قائد اعظم په دغه وخت د بمبۍ کرانيکل د بورډ چيرمين هم ؤ، هغوي د حکومت د پاليسۍ پر ضد د جرائت مظاهره وکړه او د اخبار اشاعت يې معطل کړو، ځکه چې هغوي د سنسرسيت د بابوګانو لخوا د اخبار پۀ قابل احترام پاڼو د شين پنسل بدرنګه کرښو او برداشت کولو څخه انکار وکړو. بيا يې د سيکرټري او سټيټ پۀ نوم لندن ته يو اومډ تار واستولو او د حکومت په دغه کار يې سخت تنقيد وکړو. جناح وويل چې دا واقعه د هند د حکومت پۀ لمن يو تور داغ دى، ځکه چې د قانون له مخې پۀ يو ملک کې شخصي ازادي تر ټولو غوره څيز دى، بايد چې شخصي ازادي پۀ دغسې سپکو طريقو سره پامال نۀ کړى شي.
پۀ ١٩١٧ء کې د ال انډيا مسلم ليګ يوې غونډې ته د خطاب پۀ وخت هغه وويل چې د حکومت واکمن د خلکو پر شکايتونو د غور کولو نه علاوه نور څه کوي؟ داسې معلومېږي چې دوي د خلکو اواز بندول غواړي، دوي زمونږ پۀ خولو باندې قلفونه لګول غواړي او د پريس ايکټ نومي تور قانون تر څنګ ازاد ليکونکو ته دړکې هم ورکوي، د عوامي غونډو مخنيوي لپاره د ((باغيانه اجتماع)) نومي قانون اصطلاح وضع کړې ده. ايا پۀ خلکو د حکومت برقرار ساتلو هم دا طريقه ده؟ او ايا د خلکو د روح د يو قانون پۀ ذريعه ممکن دى؟
پۀ ١٩ ستمبر ١٩١٨ء کې د ليجسيلټيو کونسل د يو قرارداد پۀ ذريعه يوه کميټۍ جوړه کړه چې د پريس ايکټ نوي قانون جائزه واخلي، جناح صيب پۀ دغه موقع د پريس ايکټ مذمت وکړو هغوي وويل دا زه پۀ ډاګه وايم چې د دغه قانون پۀ ډېر غلط ډول استعمال وشو. سرکاري چارواکو ته د امتيازاتو ورکولو پۀ وخت دا خبره پۀ ذهن کې ساتل ضروري ده، چې هغه هم انسانان دي او خپل شخصي تعصب لري او دا د غور خبره ده چې پۀ دې قانون د اپيل حق هم نشته. زۀ د فرقې او بغاوت د لمسون پلوي نه يم مګر دا خبره د زړه دا خلاصه کوم چې د بې ګناه خلکو تحفظ وکړئ. د هغه صحافيانو تحفظ وکړئ څوک چې پۀ ازادي او ديانتداري سره پۀ حکومت تنقيد کول خپل فرض ګڼي او د چا تنقيد چې د حکومت لپاره د تعليم درجه لري.
پۀ يو بل کيس کې د عبدالستار خيري يوه مياشتنۍ مجله ((روح عصر)) حکومت هند پۀ يکم جولايۍ ١٩٣٩ء کې بنده کړه او عبدالستار خيري او د هغه جرمن نسله مېرمن فاطمه خيري يې پۀ زندان کې واچول، پۀ دغه موقع د ښاغلي خيري او د هغه مېرمن د قائد اعظم څخه امداد نۀ ؤ غوښتى مګر کله چې د ازاد صحافت دغه لويې مبارز خبر شو نو پخپله يې ورمنډه کړه او حکومت ته يې يو خط وليکلو چې د هغه نه دا اندازه لګولى شو چې جناح صيب د فرد د ازادي او د قانون د سرلوړي لپاره څومره احترام درلود. او کله چې خيري سره د خپلې مېرمنې د زندان څخه ازاد کړى شو نو هغوي ته يې هم يو خط واستولو جناح وليکل ((زۀ نۀ پوهېږم چې تاسو ته د قيد تکليف ولې درکړى شو، خو تاسو ته به معلومه وي چې زۀ هميشه د قانوني مقدمې نه بغير د فرد د ازادۍ ختمولو هميشه مخالف يم)).
١٩٤٠ء کې جناح صيب محسوس کړل چې اوس د غريب اولس لپاره هم د يو طاقتور پريس ضرورت دى نو د جنوري پۀ مياشت کې يې د ليګ پريس فنډ پۀ نوم د چندې جمع کولو فيصله وکړه، د چندې راغونډولو لپاره يې د راج کوټ او کاټياواړ يوه اوږده دوره وکړه، چرته چې زيات تر د ميمن قبيلې خلک ميشته وو. د دورې پۀ اخري پړاؤ چې کله راج کوټ ته ورسيدو نو هلته يې يوې درنې غونډې ته خطاب وکړو. هغوي وويل چې مونږ پۀ خپلو اخبارونو کې د هغه خلکو د مسئلو ذکر کوو څوک چې د يو وخت ډوډۍ نه محروم وي او مونږ به کوښښ کوو چې دغه حقوق ترلاسه کړو.
د پاکستان د جوړېدو نه وروستو کله چې پۀ کراچۍ کې پۀ ١٩٤٨ء کې کورنۍ جګړه پېل شوه نو پۀ دغه موقع ورځپاڼه ((سندهـ ابزرور)) څو پاروونکي اداريې وليکلې. دغه شکايت د جناح صيب مخې ته وړاندې کړى شو، جناح صيب وويل چې د اخبار خلاف دې هيڅ کاروايي ونۀ کړى او نورو اخبارونو ته دې موقع وکړى شي چې د دغه ايډيټر الزامونو ځواب ورکړي. دا هغه بې شميره واقعات دي چې قائد اعظم د ازاد پريس د پرمختګ لپاره دنيا ته پۀ ډاګه کړې دي، او کله چې پۀ سويلي ايشياء کې د ازاد صحافت ذکر کېږي نو د قائد اعظم نوم به د ټولو پۀ سر کې يادېږي. ځکه چې پۀ دې منطقه کې د ازاد صحافت لپاره هيچا دومره زياته مبارزه نۀ ده کړې. يوه خبره ډېره د افسوس ده او هغه داده چې د پاکستان حکمرانانو ټول عمر کوښښ کړى دى چې د قائد اعظم هغه روښانه اصول او مثبت نظريات د اولس څخه پټ وساتي. د حکمرانانو دغه سوچ ډېر منفي اړخونه لري نو پکار ده چې د خپلو ګناهونو نه توبه وباسي او پۀ دې هېواد کې د قانوني حکمرانۍ، جمهوري اصول او ازاد پريس ته وده ورکړي چې د اولس ذهنونه د جهالت او تعصب نه پاک کړى شي او د يو بل د احترام پۀ فضا کې د نورو هېوادونو سره سيال شي او هم دا به قائد اعظم ته د هغوي د سالګرې پۀ موقع هغوي ته د عقيدت د پيرزوينو وړاندې کولو يوه ښه طريقه وي.