د رحمت لخوا خپرې شوې لیکنې


شوق

((رحمت دیوان)) استاد: (د شاګرد پلار ته) "ستاسو زوی ته د زده کړې شوق بلکل نشته" پلار: "استاد! دا خبره غلطه ده، کو زما زوی ته د زده کړې شوق نه وی نو هغه به په هر صنف کې درې درې کاله ولې لګول؟ "

23.07.2010 رحمت دیوان

ټلۍ

((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) "ته ولې ژاړې؟" شاګرد: "استاد! د مکتب ټلۍ ماته شوې ده" استاد: "نو په دې کې د ژړا څه خبره ده؟ " شاګرد: "اوس به مونږ ته رخصتي څنګ ملاويږي؟ "

23.07.2010 رحمت دیوان

موقع

((رحمت دیوان)) يو کس له ډېر وخت نه په دوکان کې ناست و، دوکاندار ترې پوښتنه وکړه چې څه دې پکار دي؟ "موقع" هغه ځواب ورکړ.

23.07.2010 رحمت دیوان

پيټرول

((رحمت دیوان)) ډرايور: (مالک ته) "جناب! پيټرول ختم شو، ګاډی مخکې نشي تلای". مالک: (په سنجيدګۍ سره) "زه بيا يې شاته بوزه".

23.07.2010 رحمت دیوان

د ځان په بیه

((رحمت دیوان)) دوه کسان په اديره کې ناست و خبرې يې کولې. يو ويل: "دا خلک څومره بېغمه په قبرونو کې څملاستلي دي". د واره يو مړی له قبر څخه راووت او وې ويل: "ولې به نه څملو؟ د خپل ځان په بيه باندې مو دا ځآی اخيستی دی".

23.07.2010 رحمت دیوان

مقاله

((رحمت دیوان)) يو اديب: (بل اديب ته) "د دې ملک خو بس خدای ساتوونکی دی". دوېم اديب: "ولې څه وشو؟ ". اولنی: "د خدای عضب دی، د ليکنو پټولو په اړه باندې ما يوه مقاله ليکلې وه، هماغه مقاله يو کس پټه کړه او بله مجله کې يې پخپل نوم باندې چاپ کړه"

23.07.2010 رحمت دیوان

مسکال

((رحمت دیوان)) مالکه: (نوې نوکرې ته) " دا ستا کوټه ده، ستا هره ورځ اولنی کار دادی چې ته به ما سهار پنځه بجې پاڅی". نوکره: "صيي ده بيګم صاحبه! خو بس يو خواست درته کوم چې پنځه دقيقې مخکې ماته يو مسکال راکوه".

23.07.2010 رحمت دیوان

ځان وژنه

((رحمت دیوان)) يو ځلې يو ليوني په خپله ښپه پسې پړی تړو. يو کس ترې پوښتنه وکړه: "څه کی؟" "ځان وژنه کوم" ليوني ځواب ورکړ. هغه کس ورته وويل: "د ځان وژنې لپاره خو په مرۍ پسې پړی تړي" ليوني ورته وويل: "اول مې په مرۍ پسې تړلی و خو ساه مې بندېده"

23.07.2010 رحمت دیوان

"هغه مړه شوې ده"

((رحمت دیوان)) "ښه نو ستا سره اوس ستا ښځه بلکل جنګ نه کوي؟ " "او، هغه ما سره اوس بلکل جنګ نه کوي". "لکن دا څنګ کيدی شي؟ " "هغه مړه شوې ده".

23.07.2010 رحمت دیوان

کورنۍ هګۍ

((رحمت دیوان)) په اورګاډي کې ناستې يوې بوډۍ ښځې د اورګاډي د روانېدو نه مخکې د اورګاډي د ګارډ نه پوښتنه وکړه: بچيه! دا اورګاډی خو به د بل اورګاډي سره جنګيږي نه؟ د اورګاډي ګارډ ځواب ورکړو: ترورې الله دې داسې نه کوي، په سفر د روانېدو نه مخکې داسې خبرې کول ښې نه دي. بوډۍ ښځې ځواب ورکړو: بچيه! دراصل ما سره د کورنيو چرګو هګۍ دي، ما چورت واهه چې داسې نه که اورګاډي وجنګېږي نو چې هغه ماتې نشي.

23.07.2010 رحمت دیوان

روپۍ

((رحمت دیوان)) يو کنجوس په لاس کې يوه روپۍ نيولې وه روان و، لږ ساعت پس چې هغه لاس خلاص کړو نو په لاس کې يې خوله راغلې وه. کنجوس وويل: مه ژاړه زما ښايسته روپۍ، زه به تا کله هم مصرف نکړم.

23.07.2010 رحمت دیوان

مورنۍ ژبه

((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) ستا مورنۍ ژبه کومه ده؟ شاګرد: استاد! يوه هم نه. استاد: (په حيرانتيا) هغه څنګه؟ شاګرد: استاد! زما مور ګونګه ده.

23.07.2010 رحمت دیوان

ړوند فقیر

د سړک په غاړه باندې يو ړوند فقير ناست و خېر يې غوښتو. يو سړی په دې ځای باندې روان و نو هغه ورپسې غږ کړل، ای د خولۍ والا ځوانه! لږ دلته هم اوګوره، دې ړوند فقير له هم څه ورکړه.

23.07.2010 رحمت دیوان

عطر

((رحمت دیوان)) يوه جلۍ: (بلې ته) له ګلانو څخه خوشبو ولې راځي؟ دوېمه جلۍ: ځکه چې په دې باندې قدرتي عطر لګېدلي دي.

23.07.2010 رحمت دیوان

لامبلی

((رحمت دیوان)) يو ماشوم: (بل ته) مونږ صرف په اوبو کې لامبلی شو، کنه؟ دوېم ماشوم: نه! مونږ په باران کې هم لامبلی شو.

23.07.2010 رحمت دیوان

طمانچه

علي: پرون ماته يو سړي چاقو راوويستو او زه يې لوټ کړم. اسلم: خو ستا سره خو هر وخت طمانچه وي کنه؟ علي: شکر دی، ما هغه پټه کړې وه، ګنې نو هغه به يې هم رانه وړې وه.

23.07.2010 رحمت دیوان

خط

يو ډاکيه د باران په وخت کې د يو کور ور وټکوو. يوې ښځې ور بېرته کړو نو ډاکيه ورته خط ورکولو سره اويل: ترورۍ! د باران له لاسه خط لوند شوی دی. ښځې اويل: بچيه! هيڅ خبره نده، بل کوم خط راکړه.

23.07.2010 رحمت دیوان

د قلف چابي

قاضي: (غل ته) تا د دوکان قلف ولې مات کړو؟ غل: صيب! مجبوري وه، ولې چې زما سره د قلف چابي نه وه.

23.07.2010 رحمت دیوان

د اور ګاډي ګروپونه

علي: (عمر ته) يو کار دی، د مېاشتې معاش دېرش زره روپۍ دی، کوې يې؟ کار ګران نه دی. عمر: څه کار دی؟ علي: د اور ګاډي ګروپونه خراب شوي دي، تا به بس ګروپونه اخيستي وي او د اور ګاډي نه به مخکې مخکې منډې وهې.

23.07.2010 رحمت دیوان

ټيسټ

د يو سړي مور ډېره ناروغه شوه، هغې هغه ډاکټر ته بوتله، ډاکټر ورته اويل چې د دې به ټيسټ کيږي. هغه سړي ورته اويل: دا ډېره ضعيفه ده، تاسو ټيسټ نه، ټوينټي ټوينټي يا ون ډی پرې وکړئ.

23.07.2010 رحمت دیوان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more