((رحمت دیوان))

په اورګاډي کې ناستې يوې بوډۍ ښځې د اورګاډي د روانېدو نه مخکې د اورګاډي د ګارډ نه پوښتنه وکړه: بچيه! دا اورګاډی خو به د بل اورګاډي سره جنګيږي نه؟

د اورګاډي ګارډ ځواب ورکړو: ترورې الله دې داسې نه کوي، په سفر د روانېدو نه مخکې داسې خبرې کول ښې نه دي.

بوډۍ ښځې ځواب ورکړو: بچيه! دراصل ما سره د کورنيو چرګو هګۍ دي، ما چورت واهه چې داسې نه که اورګاډي وجنګېږي نو چې هغه ماتې نشي.