((رحمت دیوان))
"ښه نو ستا سره اوس ستا ښځه بلکل جنګ نه کوي؟ "
"او، هغه ما سره اوس بلکل جنګ نه کوي".
"لکن دا څنګ کيدی شي؟ "
"هغه مړه شوې ده".
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
په اورګاډي کې ناستې يوې بوډۍ ښځې د اورګاډي د روانېدو نه مخکې د اورګاډي د ګارډ نه پوښتنه وکړه: بچيه! دا اورګاډی خو به د بل اورګاډي سره جنګيږي نه؟
د اورګاډي ګارډ ځواب ورکړو: ترورې الله دې داسې نه کوي، په سفر د روانېدو نه مخکې داسې خبرې کول ښې نه دي.
بوډۍ ښځې ځواب ورکړو: بچيه! دراصل ما سره د کورنيو چرګو هګۍ دي، ما چورت واهه چې داسې نه که اورګاډي وجنګېږي نو چې هغه ماتې نشي....
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
يو ځلې يو ليوني په خپله ښپه پسې پړی تړو. يو کس ترې پوښتنه وکړه: "څه کی؟"
"ځان وژنه کوم" ليوني ځواب ورکړ.
هغه کس ورته وويل: "د ځان وژنې لپاره خو په مرۍ پسې پړی تړي"
ليوني ورته وويل: "اول مې په مرۍ پسې تړلی و خو ساه مې بندېده"...