((رحمت دیوان))
يو کنجوس په لاس کې يوه روپۍ نيولې وه روان و، لږ ساعت پس چې هغه لاس خلاص کړو نو په لاس کې يې خوله راغلې وه.
کنجوس وويل: مه ژاړه زما ښايسته روپۍ، زه به تا کله هم مصرف نکړم.
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
استاد: (شاګرد ته) ستا مورنۍ ژبه کومه ده؟
شاګرد: استاد! يوه هم نه.
استاد: (په حيرانتيا) هغه څنګه؟
شاګرد: استاد! زما مور ګونګه ده....
23.07.2010
- رحمت دیوان
((رحمت دیوان))
په اورګاډي کې ناستې يوې بوډۍ ښځې د اورګاډي د روانېدو نه مخکې د اورګاډي د ګارډ نه پوښتنه وکړه: بچيه! دا اورګاډی خو به د بل اورګاډي سره جنګيږي نه؟
د اورګاډي ګارډ ځواب ورکړو: ترورې الله دې داسې نه کوي، په سفر د روانېدو نه مخکې داسې خبرې کول ښې نه دي.
بوډۍ ښځې ځواب ورکړو: بچيه! دراصل ما سره د کورنيو چرګو هګۍ دي، ما چورت واهه چې داسې نه که اورګاډي وجنګېږي نو چې هغه ماتې نشي....