د رحمت لخوا خپرې شوې لیکنې
زه څه څښم
يو کوچنی ماشوم په شودو کې ډبل ډوډۍ ښکته کولو سره په ژړا شو. مور ترې پوښتنه وکړه: څه وشو؟. ماشوم اويل: مورې! ډبل ډوډۍ ټول شوده وڅښل اوس به زه څه څښم؟.
قبرونه
ناروغ: (ډاکټر ته) ډاکټر صاحب! زما معاينات هسې (بغېر پيسو) وکړه، د وخت پر راتګ باندې به زه ستا کار هم هسې وکړم. ډاکټر: ته څه کار کی. ناروغ: زه قبرونه کنم.
هغه يې له کومه اوري
استاد: (له شاګرد څخه) چې څوک اوريدی نشي هغې ته څه وئ. شاګرد: چې څه مو مرضي يې هغه ورته اووايۍ، هغه يې له کومه اوري.
بزه ښه ځناور دی
د دوه کسانو پر مېانځ کې بحث روان و، يو ويل چې بزه ښه ځناور دی او بل ويل چې غوا ښه ځناور دی. اخر کې يې دا فيصله وکړه چې له درېم ګړي څخه به پوښتنه وکړو. هغو خواته روان کس ودراوه او ټوله کيسه يې ورته وکړه. هغې د ډېرو چورتونو نه پس اويل: زما خيال دی چې بزه ښه ځناور دی ولې چې غوا يو ځل زه وهلی وم.
پي سي او
يو سړي د يو لاروي نه پوښتنه وکړه: وروره! پي سي او چرته ده؟ لاروي ورته د لاس په اشاره وښوده چې هلته ده. هغه سړی پي سي او ته لاړی، له جېب څخه يې مبايل راويستو، زنګ يې اووهو او واپس راووتو. لاروی: ته پي سي او ته لاړې او د مبايل نه دې ولې زنګ اووهو. زما ملګري ماته ويلي و چې د پي سي او نه زنګ وهه نو پيسې به درباندې لږې راځي. هغې ځواب ورکړ.
سيګرټ
يو افيمي: (بل ته) په جنت کې به سيګرټ ملاويږي. دوېم: سيګرټ به ملايږي خو د هغې لګولو لپاره به دوزخ ته ځو.
برق ځي
منصور: (مبين ته) نن سبا قسمت په ما ډېر مهربان دی. مبين: هغه څنګه؟ منصور: زما پلار چې کله هم ماته د لوستلو لپاره وۍ، برق ځي.
لمونځ قايم کړئ ((ژباړه))
ليکواله: روحه ممتاز ژباړن: رحمت ديوان "عايشې! پاڅېږه د لمونځ وخت ختمېږي" د عايشې مور د ډېر وخت نه هغه پاڅوله. عايشه، اقصی، علي او شعيب څلور خوندې وروڼه و، عايشه په اووم، اقصی په پنځم او علي په دوېم جماعت کې سبق وويلو. شعيب اوس ډېر وړوکی و، ځکه مکتب ته نه تلو، د دوۍ مور به هر سهار يو غږ کوو نو دواړه خور ورور به پاڅېدل خو عايشې به هره ورځ قضا لمونځ کاوه. نن هم عايشه پوره اووه بجې پاڅېده چې د لمونځ وخت ختم شوی وو. مور چې ورته بدې رد
په بونير کې د ترهګرۍ ويره ختمه، د ټيلي فلمونو جوړول پېل
ليکوال: شاهد خټک ژباړن: رحمت ديوان يو وخت و چې د صوبه خيبر پښتونخوا ښکلې علاقه سوات به د فلمونو هدايتکارانو د سندرو جوړولو اولنی ځای و، د پښتو فلمونه خو به دلته جوړېدل، خو د دې سره د به د اردو او پنجابي فلمونو عکسبندي هم دلته کېدله. بيا د دې شرح په کمېدو شو خو د نوې پېړۍ د اغاز سره د سي ډي ډرامو دور شروع او د دې لپاره د سوات او بونير غټ غټ غرونه او د ښايسته ښايسته کبلو نه بل ښه ځای چرته هم نه و، د ډرامو د لوبغاړو او جوړوونکو زياتره خلک هم د
د ژوند کيسه
هسې خو د ژوند هره خبره او هره پېښه يوه کيسه ده، او بيا زمونږ په هېواد کې خو دومره کيسې شته چې بهرني خلک راځي او له دې ځای څخه کيسې خپلو هېوادونو ته وړي. که د افغانستان هر وګړي ته اوګورې نو د هغې ژوند به ټول د کيسو نه ډک وي، خو ځينې خلک دغه کيسې د کاغذ په پاڼو کې اړولی شي او ځينې يې په چل نه پوهېږي. کله چې مونږ د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کاوه، او زما پلار په اول ځل لاهور ته راغی نو هغه وويل، چې کله د ټانګو اډې ته راغلم نو په لاره باندې ډېر بېروبار و، او په ځمکه
ليونی
د اوړي سخته ګرمي وه، د لمر سپوږمۍ په سر ولاړه وه، د ډېرې ګرمۍ له لاسه ځناور هم پاځاب و، هغه په ځنګل کې پروت و، د هغې کالي هم ټول شلېدلي و، هغه ډېر په بد حال کې و، د کاليو مخکنۍ لمن يې نه وه، شاتنۍ لمن يې نيمه نه وه، يوه پاينڅه يې هم شلېدلې وه. ناڅاپه هغه راوېښ شو، يوه دردناکه چغه يې له خولې څخه راووته او منډه يې کړه. هغې منډې وهلې او چغې يې وهلې، په هغې پسې يوه ايره وه، د څه ايره وه له هغې نه هغه پخپله هم نه و خبر، خو هغه ايرېدو، ډېر ايرېدو، له ورځې نه ايرېدو
يو پرون، يو نن ((ژباړه))
ليکوال: قاضى محمد عمران ژباړن: رحمت ديوان "مېرمنو او ښاغلو! غور وکړئ، پاکستان انټرنيشنل الوتکه PK892 هانګ کانګ د تګ لپاره تياره ده، مسافرو ته درخواست دى چې الوتکې ته ځان ورسوي." "ليډيز اينډ جنټلمين! يوراټينشن پليز..................!!! هوايي اډه يو داسې ځاى دى چې دلته ملاويدل او جداکيدل هره ورځ ليدلى شي، خو د تګ راتګ خلکو ته زياتره دا خيال نه وي چې د هوايي اډې د لاوډسپيکر په اعل
مونږ يې تر کلونو خندولو ((ژباړه))
ليکواله: نسرين ژباړن: رحمت ديوان دا پېښه ليکلو باندې خندا زما د خولې نه نۀ وځي. بس د دوه ساعتونو د ناستې او خبرو نه داسې غلط فهمي جوړه شوه چې تر کلونو کلونو پورې يې مونږ خندولو اوس چې زمونږ د خاندان دوه درې کسان چرته هم کيني نو د دې پېښې په وويلو باندې خلک خندوي. کيسه داسې ده چې زما مشر تره چې د شپېتو کالو نه هم لپاسه دى اچانک دا فيصله وکړه چې زه دوېم وادۀ کوم. د هغې اولنۍ ښځه کلونه مخکې مړه وه. د هغې ښځې نه يې يو ماشوم پات
نن ستا واده دى ((ژباړه))
ليکوال: عزيز خان ژباړن: رحمت ديوان زه د ماشوم والي نه ډېره چاقه وم. شکل او صورت مې هم خاص نه دى. د کوم حده پورې ګوزاره يې کوله. ماته د خپلې دې کمزورۍ کله پته نه وه لګېدلې، ځکه چې زما پلار د ډېره وون يو غټ وکيل و. زه د دې يوازينۍ لور يم، د وړوکوالي نه يې زه ډېره نازولې ساتلې يم. بابا به زه غټو غټو محفلونو ته بوتلم. د هغې په وجه باندې به زما ډېره ستاينه کېده، او ما به پته نشته ځان څۀ ګاڼه. پاکستان ته د راتګ نه بعد هم د بابا حالات ډېر ښه و. دلته راتګ
ناوخته دې کړو ((ژباړه))
ليکوال: عزيز خان ژباړن: رحمت دیوان زمونږ د کوڅې مخې ته يو دوکان و. په دې کې زمونږ يو ملګرى محمد زمان کېناستو. کله چې دا دوکان ورکوټى غوندې و نو زمان هم ورکوټى و، هغه چې به د مکتب نه راغى نو پر دوکان کې به کېناستو. د دې پلار به د دوکان سره د دې مينه چې وليده نو ډېر به خوشحالېدو. هغه به دوکان ده ته پرېښود او کور ته به لاړ. چې غټ شو هم دا يې کار و. هغه به خپل ډېر وخت دوکان ته ورکوو. دا د پرچون دوکان و چې په ارام ارام ډېر زياد مشهور شو. د زمان اخلاق ډ
سترګې ((ژباړه))
ليکوال: سعادت حسن منټو ژباړن: رحمت ديوان د دې په ټول بدن کې ددې سترګې زما خوښې وې. دا سترګې بلکل همداسې وې لکه په تورتم کې چې د موتر سايکل ګروپونه وي، کوم چې سړى د ټولو نه مخکې ويني، تاسو دا خيال مه کوۍ چې هغه ډيرې ښايسته سترګې وې. بلکل نه، زه په ښايسته او بدرنګ کې فرق کولى شم خو بخښنه غواړم، د دې سترګو په باره کې صرف دومره ويلى شم چې هغه ښايسته نه وې خو د دې باوجود هم په هغو کې ډيره شوخي وه. زما او ددې سترګو لي
وړه خبره ((ژباړه))
په ميز باندې څو شليدلي، زاړه، بويناک کتابونه خواره واره پراته و. د رضيې نظر به وار په وار دې کتابونو ته اوختو او د ډيرې غصې نه به يې وينه ايشېدله. هغه د خپل ځان سره لګيا شوه: "پته نشته دا څنګه خلک دي، نوي کتابونه په زوره باندې يوسي او په داسې حال کې يې راواپس کړي. زړه مې غواړي چې دې ټولو کتابونو ته اور ورته کړم." "او هو، دا چاته په قهر يې؟" کوثر کوټې ته د راننوتو پر وخت کې اوېل. د دې پر لاس کې يو غټ نوى کتاب و. رضيې په ترخه ځواب
زما ښځه ((ژباړه))
زه مالداره، زما پلار مالداره، زما نيکه مالداره غرض دا چې د يوې پيړۍ نه په مونږ کې مالداري راروانه ده. د دې نه مخکې پته نشته چې مونږ څۀ وو او د راروان وخت پته هم راته نشته چې مونږ به څۀ يو. زه ښايسته، زما مور ښايسته، زما پلار ښايسته، زمونږ ټول خاندان ښايسته او ښايسته هم داسې چې خلک راته بس ګوري. مونږ فوځي پيشه يو او د غالب په شعر: سو پشت سے هے پيشه آبا سپه گرى له دې امله زه جاهل، زما
يو بل خيراتي زيات شو
د هغې عمر ډېر کم و، خو په دې مجبوره شوی و چې اوس په کار پسې ګرځېدو، هغه ته خپل پلار ډېر غصه شوی و، او هغې له کوره د تښتېدو اراده کړې وه، هغه ته يو ملګري د خپل تښتېدو کيسه کړې وه نو دا هم له کوره وتښتېدو، يو څه وخت يې په باجوړ کې له خپلوانو کره تېر کړو، يوه ورځ ورته چا پېغور ورکړو او له هغه ځای نه هغه پېښور ته د تګ لپاره روان شو. يو فلاينکوچ والا ته يې وويل چې ما له ځان سره يوسه، هغه ته دا پته نه وه چې دا چرته ځي خو هغه ويل چې دا لار پېښور ته تلې ده نو زه تر ي
مینې بدعمله کړم
زه د يوې غرېبې کورنۍ سره تعلق لرم له دې امله زه د ماشوم والي نه په کارونو کې بوخت يم. کله چې زه کراچۍ ته په کار پسې راغلم نو دلته زما يو څو کليوالو يو کور په کرايه نيولى و او حجره يې ترېنه جوړه کړې وه، زه هم د هغو سره په حجره کې دېره شوم. هغو به د دياړۍ کار کوو نو ما هم ورسره د دياړۍ کار شروع کړو. دوه کاله بعد هغه ټول کلي ته لاړل او زه په حجره کې يوازې پاتې شوم. د حجرې په ګاونډ کې ټول کورونه و. په دې کورونو کې په يو کور کې پري اوسېدله. ما او پري د يو بل سره مينه در