هسې خو د ژوند هره خبره او هره پېښه يوه کيسه ده، او بيا زمونږ په هېواد کې خو دومره کيسې شته چې بهرني خلک راځي او له دې ځای څخه کيسې خپلو هېوادونو ته وړي. که د افغانستان هر وګړي ته اوګورې نو د هغې ژوند به ټول د کيسو نه ډک وي، خو ځينې خلک دغه کيسې د کاغذ په پاڼو کې اړولی شي او ځينې يې په چل نه پوهېږي.
کله چې مونږ د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کاوه، او زما پلار په اول ځل لاهور ته راغی نو هغه وويل، چې کله د ټانګو اډې ته راغلم نو په لاره باندې ډېر بېروبار و، او په ځمکه باندې يو د پنځوو روپو لوټ پروت و، خو د چا پرې سترګې نه لګېدې او هر سړي به پرې ښپې خوستلې او مخکې به تلو، نو داسې زه ورغلم او هغه لوټ مې راواخيست.
((د ژوند کيسه)) د ځوان ژورناليست ښاغلي فريدون خوځون د لنډو کيسو ټولګه ده چې اوس اوس چاپ شوه، نو زه به ده خوځون صيب په اړه هم دا ووايم چې دا کومې کيسې چې ده ليکلي دي نو هغه دې خلکو په خپلو ښپو کې ښې اړولي راړولي دي خو د چا پرې سترګې نه دي لګېدلي، او په داسې کې هغه خوځون صيب ولېدې، چې هغه ده د کاغذ په پاڼو کې بدلې کړې، او ((د ژوند کيسه)) نوم يې ورته ورکړو.
((د ژوند کيسه)) چې پکې ديارلس لنډې کيسې دي، چې ټولې يې د ټولنې هاغه ناخوالۍ راغونډې کړي دي چې د کيسې د نوم پر لوستلو سره سړی په دې مجبوره شي چې هغه کيسه له سره تر پای ولولي.
ښاغلي خوځون صيب په دې کيسو کې ډېر درد پېښ کړی دی، د کيسو پر لوستلو باندې داسې برېښي لکه چې په ليکوال باندې دا هر څه تېر شوي دي، او هغه د سترګو ليدلی حال خلکو ته اوروي، په دې کيسو کې ډېر درد دی لکه چې د نومونو څخه يې پته لګي، ((د بې کسۍ غم مې ډېر ځوروي!، په خپلو کړو ډېر پښېمانه يم، قسيم؛ غريبي سخته ده!، يوازيتوب مې ځوروي، غلام نبي؛ جنګ مې کور په کنډواله بدل کړ، که غم وي يا خوشحالي بس رمه څروم، له خپلې وسې درانه بارونه وړم، جنګ مې ټوله خوښي واخيسته، هره ورځ يو کيلو خاوره تنفس کوم او اووه کاله نهيلی ژوند)) دا ټولې داسې کيسې دي چې د سرټکو پر لوستلو سره په سړي باندې ځان لولي. کيسې خو په افغانستان کې ډېرې دي خو د ريښتونو کيسو چې کوم خوند دی هغه په نورو کې چرته وي، زه نه غواړم چې نورې خبرې پرې وکړم ځکه چې د دې کيسو د سر ټکو پر لوستلو سره به تاسو ته پته لګېدلي وي چې په دې کې څومره درد دی، او دا د څومره دردوونکو خلکو کيسې دي چې هغو په دې هېواد کې په دومره جنګونو کې شپې سبا کړي دي او خپل همت يې نه دی بايلودی. له دې نه علاوه هم پکې درې کيسې د ملي اتلانو دي چې هغوی د خپل هېواد لپاره ډېر غټ غټ کارونه کړي دي، لکه ((ننګرهاری؛ د بايسکل ځغلولو ملي اتل، بيصد؛ د افغانستان د تياتر پلار، صديق مخترع؛ په اوبو اور بلوي)) دا هم ډېرې په زړه پورې کيسې دي.
ښاغلی فريدون خوځون يو ځوان ليکوال او ژورناليست دی، چې اوس د بي بي سي راډيو سره کار کوي، او يو ريښتينو افغان او زړه سواندی دی، هغه پخپله ويلي دي چې دا کيسې ما د پيسو لپاره ليکلي دي خو چې بيا مې ورته نظر وکړ نو په دې ډېر خوشاله شوم چې هم دې پيسې وګټلې او هم دې کيسې وګټلې، هغه چې کومې ريښتينې کيسې ليکلي دي او خپلو هېوادوالو ته يې وړاندې کړي دي، اميد لرو چې په اينده کې به هم دا کيسې ليکي او هېوادوالو ته به يې وړاندې کوي، ځکه چې د هغې په کيسو کې ريښتونی رنګ دی، او خلک دې ته هڅوي چې دا کيسې وګوري. خدای دې د نورو ليکوالانو سترګې هم دې خوا ته راواړوي چې د هېوادوالو ستونزو ته اوګوري او دا ريښتينې کيسې راغونډې کړي او د اولس ستونزې هم راغونډې کړي او د کاغذ په پاڼو کې يې بدلې کړي، بس نوره خپله خبره د الفت صيب په دې شعر ختموم.
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو، رغو کې
پکې يو نيم د ليلا پيکي ته ورشي