ليکوال: شاهد خټک

ژباړن: رحمت ديوان

يو وخت و چې د صوبه خيبر پښتونخوا ښکلې علاقه سوات به د فلمونو هدايتکارانو د سندرو جوړولو اولنی ځای و، د پښتو فلمونه خو به دلته جوړېدل، خو د دې سره د به د اردو او پنجابي فلمونو عکسبندي هم دلته کېدله. بيا د دې شرح په کمېدو شو خو د نوې پېړۍ د اغاز سره د سي ډي ډرامو دور شروع او د دې لپاره د سوات او بونير غټ غټ غرونه او د ښايسته ښايسته کبلو نه بل ښه ځای چرته هم نه و، د  ډرامو د لوبغاړو او جوړوونکو زياتره خلک هم د دې ځای و، ځکه چې د دې ځايونو خلکو له ډرامو او فلمونو سره شوق و، داسې په سوات او بونير کې د ټيلي فلمونو مارکيټ ډېر ښه ، خو ناڅاپه د هوا مخه بلې خواته شوه او داسې خلک راغله چې هغوی په سندرو او ګډاګانو باندې داسې پابندي ولګوله چې د دې فن سره تړلو خلکو خپل سامان واخيست او څوک پېښور ته او څوک لاهور ته لاړ او ځينو له دې فن څخه لاس واخيست.

تير کال په سوات او بونير کې د فوج د کاميابو عملياتو په ترڅ کې يو ځل بيا تاريخ په شا روان شو او د ټيلي فلمونو جوړول دلته بيا پېل شو. په بونير کې نن سبا د فلمونو جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او صرف په څو مياشتو کې څلور ټيلي فلمونه مارکيټ ته راغلي دي چې خلکو ډېر زيات خوښ کړي دي. په دې سلسله کې اولنی فلم ((قلم او ټوپک)) په دې کې يې د سولې پېغام ورکړی دی چې د لته له ترهګرۍ نه وروسته ډېر خوښول کېږي. له ترهګرۍ خلاف په دې فلم کې د پېښور سندرغاړو سندرې شاملې دي، په دې کې د رحيم شاه، نازيه اقبال، وږمه او غزاله جاويد مقبولې سندرې ريکارډ شوي دي. په بونير کې د پښتو ټيلي فلمونو د کاميابۍ راز يو دا هم دی چې دې ليرې علاقې کې پي ټي وي نه راځي، زياترو خلکو ډش انټينا لګولي دي او نورو سره بيا سي ډي يانې دي چې د پښتو ټيلي فلمونه پرې ګوري او خوند ترې اخلي. د بونير يو اوسيدونکي لوبغاړي ظاهر زاده ارماني وينا ده چې مونږ چرته هم ځو نو خلک مونږ ته ښه راغلاست په خندا او خوشالۍ وۍ، د دې نه داسې ښکاري چې د خلکو زمونږ کار خوښ شو. هغه زياته کړه چې د بونير په ښکلو غرونو کې جوړ شوي ټيلي فلمونه په نورو ځايونو کې هم خلک ګوري خو زمونږ زيات کتونکي د بونير دي.

په يو ټيلي فلم باندې د يو لک او شل زره روپو نه واخله تر يو لک او پنځوس زره روپو پورې مصرف کېږي چې په هغې کې پنځوس زره روپۍ اتل (هيرو) او شل زره روپۍ اتلې (هيروين) ته ورکړل کېږي او نورې پيسې په نورو کارونو کې مصرف کېږي، دا وخت د ټيلي فلمونو مارکيټ ډېر نه دی او فلم جوړونکو ته پوره پيسې په لاس نه ورځي خو بيا هم د فلم جوړونکي په دې باندې مصرف کوي، په دې حواله ارشاد استاد ويل چې زياتره خلک دا فلمونه ګوري خو مونږ پنځه زره سي ډي يانې ريليز کوو او يو سړی چې يوه سي ډي واخلي نو هغه يې بيا ټول کلي ته ورکوي، نو داسې زمونږ ګټه کمېږي. بونير کې د فوجي عملياتو نه وروسته عام خلک هم په دې فلمونو کې برخه اخلي او داسې هغوۍ ترهګرو ته خپل ځان ښيي، ځکه چې ترهګرو په دې فلمونو جوړولو باندې پابندي لګولې وه. د بونير يو اوسيدونکي فيروز خان وويل چې زمونږ اراده ده چې ارباز خان، جهانګير خان او تواب سرحدي غوندې غټ لوبغاړي راولو او په بونير کې د غټ مصرف فلمونه جوړ کړو، چې د دې ځای خلکو ته دومره سېل ورکړو چې د دې ځای د خلکو نه ترهګر هېر شي.

ظاهر زاده ارمان وويل چې تېر کال مونږ له سواتيو سره يوولس فلمونه جوړ کړي و خو بيا پکې د ترهګرو لاس وهنه وشوه او هغه ټول پر مېانځ کې پاتې شو او اوس مونږ په روانو چارو باندې فلمونه جوړوو. فلم جوړونکي (پروډيوسر) فيروز شاه وويل چې اوس زمونږ يو نوی فلم راروان دی چې د غټ مصرف فلم دی او د بونير او خواته کلي رستم کې جوړ شوی دی، او په دې کې د مينې له کيسې نه ليرې د سولې کيسه راخستل شوې ده چې دا زمونږ ضرورت او ارمان دی، هغه زياته کړه چې هغه ته اميد دی چې دا فلم به د خلکو ډېر خوښ شي. ژوند په اميد قايم دی او د بونير خلکو دا وښودله چې هغو ترهګرو ته ماتې ورکړه، او يو ځل به بيا په بونير کې سوله او ارامي راشي، هغوۍ د ترهګرۍ تور وخت شايد کله هم هېر نکړي خو د هغو جذبات دا ګواهي ورکوي چې دا وخت به بيا کله هم رانشي.