ليکوال: سعادت حسن منټو
ژباړن: رحمت ديوان
د دې په ټول بدن کې ددې سترګې زما خوښې وې.
دا سترګې بلکل همداسې وې لکه په تورتم کې چې د موتر سايکل ګروپونه وي، کوم چې سړى د ټولو نه مخکې ويني، تاسو دا خيال مه کوۍ چې هغه ډيرې ښايسته سترګې وې. بلکل نه، زه په ښايسته او بدرنګ کې فرق کولى شم خو بخښنه غواړم، د دې سترګو په باره کې صرف دومره ويلى شم چې هغه ښايسته نه وې خو د دې باوجود هم په هغو کې ډيره شوخي وه.
زما او ددې سترګو ليدنه په يو روغتون کې شوې وه. زه د دې روغتون نوم تاسو ته نه ښايم، د دې لپاره چې په دې نوم باندې زما افسانې ته څۀ فايده نه رسيږي.
بس تاسو دومره پوهه شۍ چې يو روغتون و، کوم کې چې زما يو خپلوان معاينات کړي و او د خپل ژوند اخري ساګانې يې اخيستې.
يو خو زه په اخوا ديخوا خبرو نه پوهيږم، د علت مندو خواته تګ او هغو ته دلاسه ورکول هم ماته نه راځي. خو د خپلې مېرمن په زوره ليګلو باندې زه روغتون ته ورغلم چې هغه خپلوان ته د خپل اخلاص او د خپلې مينې ثبوت ورکړم.
يقين وکړئ زما ساه پکې ډيره تنګه وه. د روغتون د نوم نه هم زما کرکه ده، پته نشته ولې........ شايد ددې لپاره چې په ممبۍ کې يو ځل ما خپله بوډۍ همسايه جي جي روغتون ته بولې وه. هلته زه څلور ساعته ولاړ وم، د کوم سړي سره چې به ملاؤ شوم نو د وسپنې پشان به سخت و.
ما د هاغو سترګو خبره کوله چې زما ډيرې خوښې وې.
د خوښې خبره د هر چا خپله خپله وي. ممکن ده چې دا سترګې تاسو ليدلې واى نو ستاسو په ماغزو کې کومه خبره نه وى پيدا شوى. دا هم ممکن ده که چرې ستاسو نه د دې سترګو په باره کې تپوس شوى واى چې دا څنګه سترګې دي نو تاسو به ويلې ول "ډيرې مردارې سترګې دي" لکن ما چې دې جينۍ ته وکتل، د ټولو نه مخکې د هغې سترګو زما توجه خپل ځان ته واړوله.
هغې برقعه په سر کړې وه، خو نقاب يې اوچت کړى و. د دې په لاس کې د دوا يو بوتل و او دا د يو ورکوټي ماشوم سره راروانه وه.
ما چې دې ته وکتل نو د دې سترګې کومې چې نه غټې وې نه وړې، تورې وې نه خړې، زيړې وې نه شنې، يوه عجيبه غوندې رڼا پکې پيدا شوه. زما قدمونه ودريدل هغه هم ودريده هغې د ماشوم لاس ونيو ورته يې ويل: "تا نه تګ نه کيږي!"
هلک ترينه خپل لاس خلاص کړو اوپه تېزه يې ورته اويل: "روان خو يم.............. ته خو ړنده يې!"
ما چې دا واوريدل نو دې جينۍ ته مې بيا وکتل د دې په ټول بدن کې صرف سترګې وې چې زما خوښې شوې وې.
زه مخکې شوم او د هغې خواته ورسيدم. هغې ماته د وروځو نه کته کولو واله سترګو باندې وکتل او وې پوښتل: "ايکسرى چرته اخلي؟"
د اتفاق خبره وه په دې ورځو کې زما يو ملګرى د ايکسرى په ډيپارټمنټ کې و، او زه د هغې سره د ملاقات لپاره راغلى وم. ما دې جينۍ ته اويل: "راځه، زه تا هلته بوځم زه هم هلته روان يم."
جينۍ د هلک لاس ونيو او زما سره روانه شوه. ما د ډاکټر صادق پوښتنه وکړه نو راته يې ويل چې ايکسرى اخلي.
ور بند و او بهر د مريضانو يو قطار لګيدلى و. ما ور وټکوؤ. د دننه نه تيز غږ راغى "څوک يې............ ور مه ټکوه"
خو ما بيا ور وټکوؤ. ور بيرته شو او ډاکټر صادق ماته د ښکنځل راکولو نه پاتې شو "اى........ ته يې!"
"او................ زه تاسره ملاويدو لپاره راغلى وم. دفتر ته لاړم نو هلته راته پته ولګيده چې ته دلته يې"
"دننه راځه!"
ما جينۍ ته وکتل او هغې ته مې ويل: "راځه.................... خو دا هلک بهر پرېږده!"
ډاکټر صادق مانه غلې شان پوښتنه وکړه "څوک ده دا؟"
ما ځواب ورکړو "پته نشته، څوک ده................. د ايکسرى ډيپارټمنټ پوښتنه يې کوله ما ورته ويل زه چې زه مو ورسوم"
ډاکټر صادق ور نور هم بيرته کړو. زه او هغه جينۍ دننه ننوتو.
څلور، پينځه ناروغه و هغو ته يې زر زر ايکسرى وکړه او رخصت يې کړل. د دې نه بعد په کوټه کې مونږ دوه پاتې شو، زه او هغه جينۍ.
ډاکټر صادق مانه پوښتنه وکړه "دې ته څه ناروغي ده؟"
ما د هغې جينۍ نه پوښتنه وکړه "تاته څه ناروغي ده؟........... د ايکسرى لپاره تاته کوم ډاکټر ويلي و؟"
په توره کوټه کې جينۍ ماته وکتل او ځواب يې راکړ "ماته پته نشته، چې کومه ناروغي ده............ زمونږ په کوڅه کې يو ډاکټر دى. هغه راته ويلي و چې ايکسرى اوباسه."
ډاکټر صادق ورته اويل چې د مشين خواته راشه. هغه مخکې ورغله او ډيره په زور له هغه سره وجنګيده. ډاکټر ورته په تيز غږ اويل "ولې ښکاري درته نه؟"
جينۍ غلې وه. ډاکټر د دې نه برقعه لرې کړه او د مشين مخې ته يې ودروله. بيا يې سوچ ولګوؤ. ما چې په ايينه کې وکتل نو د دې پښتۍ راته ښکاره شوې. د دې زړه هم په يو ګوټ کې د يو تور داغ پشانې خوزيدو.
ډاکټر صادق د پينځه، شپږ دقيقو لپاره د دې پښتۍ او هډوکو ته کتلې د دې نه بعد يې سوچ بند کړو رڼا يې ولګوله او ماته يې ويل "سينه يې بلکل صفا ده."
جينۍ پته نشته چې څه پوهه شوه خپلې سينه باندې يې چې ډيره غټه وه لوپټه سمه کړه او برقعه يې کتله.
برقعه په يو ګوټ کې په ميز باندې پرته وه ما راواخيسته او دې ته مې ورکړه. ډاکټر صادق رپورټ وليکو او د دې نه يې پوښتنه وکړه............."ستا نوم څۀ دى؟"
جينۍ برقعه اغوستلو کې ځواب ورکړو "زما نوم................. زما نوم حنيفه دى"
"حنيفه!" ډاکټر صادق د دې نوم په پرچه کې وليکو او ورته يې ورکړه "لاړه شه، دا خپل ډاکټر ته اوښايه"
جينۍ پرچه واخيسته او د کميس دننه يې په لاس کې ونيوله.
کله چې هغه بهر ته راووته نو زه د هغې شاته وم خو ماته په ښه شان دا احساس و چې ډاکټر صادق ماته د شک په سترګو کتل، دې ته زما په خيال چې د دې خبرې يقين و چې د دې جينۍ سره زما څۀ تعلق شته. خو څنګه چې تاسو خبر يئ، داسې هيڅ هم نه و............... بغير د دې نه چې زما د دې سترګې خوښې شوې وې.
زه د دې شاته شاته وم دې د ماشوم ګوته نيولې وه، کله چې د ټانګو اډې ته ورسيدل نو ما د حنيفې نه پوښتنه وکړه "ته چرته ځې؟"
هغې د يوې کوڅې نوم واخيست نو ما ورته دروغ اويل "زه هم هغلته ځم................ تا به خپل کور ته ورسوم"
ما چې کله د لاس نه ونيوله او په ټانګه کې مې کينوله نو ماته داسې محسوس شو چې زما د سترګو نه د ايکسرى ايينه جوړه شوې ده. ماته د دې غوښه نه ښکارېده.......... صرف هډوکي يې ښکارېدل................ لکن د دې سترګې ................ هغه بلکل په خپل ځاى صيي وې، کومې چې ډيرې زړه راښکونکې وې.
زما زړه غوښتل چې د دې سره کينم خو ما ويل چې څوک به مې اويني، ما د دې سره هغه هلک شاته کينوؤ او پخپله مخکې کيښناستم.
ټانګه چې روانه شوه نو حنيفې زما نه پوښتنه وکړه "ته څوک يې؟"
"زه.......... زه سعادت حسن منټو يم"
"حسن من ګو............ دا من ټو چيشى شو؟"
"د کشميريانو يو ذات دى"
"مونږ هم کشميريان يو"
"ښه؟"
"مونږ کينګ وائس يو"
ما شاته مخ واړوؤ او ورته مې اويل "دا خو ډير غټ ذات دى"
هغه په خندا شوه او د هغې سترګې نورې هم زړه راښکونکې شوې.
ما په خپل ژوند کې ډيرې ښايسته سترګې ليدلې وې. لکن دا سترګې چې د حنيفې په مخ وې، ډيرې زړه راښکونکې وې، پته نشته چې په دې کې داسې څه و ما مخکې هم دا ويلي دي چې هغه ښايسته نه وې خو د دې باوجود هم زما په زړه کې ننوتې وې.
ما د غټ زړه نه کار واخيست او د هغې ويښته چې په يوې سترګې راغلي و، هغه مې د هغې د سترګې نه اوچت کړل او په سر مې ورته کلک کړل................. هغې بده ونه منله.
ما نور زړه غټ کړو او د هغې لاس مې په خپل لاس کې ونيو هغې دا حرکت هم بد ونه ګڼو او خپل خواته ماشوم ته يې اويل "تا زما لاس ولې نيولی دی؟"
ما زر د هغې لاس پريښود او هلک ته مې اويل "ستاسو کور چرته دى؟"
هلک د لاس اشاره وکړه "په دې بازار کې!"
ټانګه هغې خواته تاوه شوه په بازار کې ډيره ګڼه ګوڼه وه، ترافيک هم د نورو ورځو نه ډير و، ټانګه په ورو ورو روانه وه په سړک باندې ځاى پر ځاى کندې وې، نو ځکه کله به يو خواته شوه کله به بل خواته. څو څو ځل د هغې سر زما د ولو سره ولګيدو، او زما زړه وغوښتل چې د هغې سر په خپلو ولو باندې کيږدم او د هغې سترګو ته ګورم.
لږ ساعت بعد د هغې کور راورسيدو هلک ټانګې والا ته د ودريدو اويل. چې ټانګه ودريده نو هغه ښکته شو. حنيفه ناسته وه ما ورته اويل "ستاسو کور راورسېدو"
حنيفې ماته په خپلو عجيبو او غريبو سترګو باندې وکتل "بدرو چرته دى؟"
ما د دې نه وپوښتل "څوک بدرو؟"
"هغه هلک چې زما سره و"
ما هلک ته وکتل کوم چې د ټانګې خواته ولاړ و "دا ولاړ خو دى"
"ښه...........!" دا ويلو سره يې بدرو ته اويل "بدرو! ما کوزه که کنه"
بدرو د هغې لاس ونيو او په ډير مشکل سره يې کوزه کړه. شاته سيټ ته راخوتلو کې ما د دې هلک نه پوښتنه وکړه "څه خبره ده................... دا پخپله نشي کوزيدى؟"
بدرو ځواب راکړو "نه جي.................. د دې سترګې خرابې دي................. ښکاري ورته نه."
٢٠٠٩ء / ١٢ / ٢٠ / کابل