په ميز باندې څو شليدلي، زاړه، بويناک کتابونه خواره واره پراته و. د رضيې نظر به وار په وار دې کتابونو ته اوختو او د ډيرې غصې نه به يې وينه ايشېدله. هغه د خپل ځان سره لګيا شوه: "پته نشته دا څنګه خلک دي، نوي کتابونه په زوره باندې يوسي او په داسې حال کې يې راواپس کړي. زړه مې غواړي چې دې ټولو کتابونو ته اور ورته کړم."

"او هو، دا چاته په قهر يې؟"

کوثر کوټې ته د راننوتو پر وخت کې اوېل. د دې پر لاس کې يو غټ نوى کتاب و.

رضيې په ترخه ځواب ورکړ: "چورت مې وهلو چې خلک کتابونه غواړي د لوستلو لپاره، اول خو يې د واپسۍ څه اميد نه وي، که چيرته د اتفاق سره يې واپس کړي نو نوى کتاب د جالينوس د زمانې کومه نايابه نسخه معلوميږي."

کوثر په اطمينان سره کېښناسته، وېل يې: "خداى دې ستا سره ښه وکړي تا خو زما د زړه خبره وکړه" (بيا يې کتاب ته اشاره وکړه) دا ما نن دويم ځل واخيستو، اولنى خو خداى مې دې وبخښي د نورو د قربانۍ ساروى شو. د کوم کوم ځاى نه د خپلې خوښې کتابونه راوړم، خو خداى دې دا خلک خوشحاله وساتي، په زارو باندې يې يوسي او د لوستلو نه بعد ورته ګند ښکاره شي، او کوم اخوا ديخوا خلک نه، ښه ليکلي لوستلي، عالم فاضل، ايم اى، پي ايچ ډي خلک د کتابونو سره داسې ظلمونه کوي چې پر دوې او پر خپل ځان باندې مې ژړلو ته زړه غواړي."

"ته ښه وى" رضيې په تيزۍ کې اويل.

"زما سره هم دا کيږي، ياران، دوستان د ښه نه ښه کتاب يا مجله اوګوري او پر دې وعدې باندې يې يوسي چې بيرته به يې زر واپس کړم. اول خو يې د واپس کيدو څه اميد نه وي، او که د خوش قسمتۍ سره کال يا شپږ مياشتې بعد واپس راشي، نو د چا انجام نه وي، کوم شروعات نه لري، او دومره مردار شوى وي چې د کتلو نه مې ترې نفرت راشي. بله دا چې څه پکې ورک هم شي، په شمار يې وړي، بېشماره يې واپس کوي. که تپوس ترې کوې نو پېغور درکوي. اوس څو ورځې مخکې زما اته لس کتابونه مېرمن طاهره راغونډ کړل او د ځان سره يې يوړل. اوريدلي مې دي چې بلپرون حيدر اباد ته لاړه، خو زما کتابونه واپس کول يې ضروري ونه ګڼل.

نن سبا غټ غټ اديبان او عالم فاضل ليکلي لوستلي خلک هم صرف د وخت يا د سفر لپاره زما او ستا کتابونه وړي. پخپله اغستو باندې يې زړه نه کيږي. خپل وخت تير شو، زړه خوشحاله شو نو کتاب يې اوچت کړو او داسې يې وارتوو لکه چې ګند. هغه وخت ورته دا خيال نه راځي چې دا کتاب مې دچا نه په سوال راوړى دى، چا به په دې روپۍ مصرف کړي وي.

يوه مياشت تيره شوه نعيم صيب زما شپږ کتابونه په زوره يوړل. ما به اکثر د دې د واپسۍ ورته ويل، خو زما خبرې به هغه بلکل نه اوريدې. خلک صرف د خوب راوستو نسخه يا د ساعت تيرۍ لپاره کتابونه لولي. له دوى نه مې د خپلو کتابونو مطالبه وکړه، نو ښځې مېړه راته وويل:

"ښه، نو داسې اووايه چې ته کتابونو پسې راغلې يې، خو تا ولې ځان پاځابوو، مونږ پخپله دراستول."

ما ورته اويل: "خير داسې ښه، خو کتابونه خو راکړئ." اوس په ټول کور کې منډې شروع شوې. لږ ساعت بعد مېرمن نعيم اويل:

"اوس يې پريږده، چې ومې کتل بيا به يې درواستوم."

خو ما هم هوډ کړى و چې کتابونه به وړم.

هغو د دې ځواب داسې راکړو:

"اى ستا دوه کتابونه خو څو ورځې اوشوې چې سلمىٰ وړي دي."

"بيا هغه کتابونه" نعيم صيب اوخندل او ويل يې "سلمىٰ اوس دلته کوم ده، د الطاف تبديلي کراچۍ ته شوې وه نو هغوۍ پرون لاړ."

دې اوريدو سره ما ويل چې په زړه باندې يې راته لته راکړه. مېرمن نعيم، مېړه ته لګيا شوه:

"او هو هغه خلک د ملاويدو نه بغير لاړ، زمونږ سره يې چاى اوڅښلو، نه ډوډۍ اوخوړه."

نعيم صيب سترګې راوويستې "کمال خو ته پخپله کى، ولې تاته پته نه وه چې د الطاف صيب تبديلي کراچۍ ته شوې ده، هغو ته خلکو د يو يو وخت دعوت ورکړى و، تاته پکار وه چې يو مياشت مخکې دې هغو ته دعوت ورکړى واى."

دې دواړو ته د الطاف صيب د تلو غم و او ما د خپلو کتابونو غم خوړلو، چورت مې وهو چې شل پينځيش روپۍ به بيا مصرف کوم. بالاخره دويم ځل مې ورته اويل:

"وريندار، زما نور کتابونه خو راکړه، په ما ناوخته کيږي."

دې اوريدو سره مېرمن نعيم رابيداره شوه او ماته يې داسې په حيرت باندې کتل لکه چې ما کومه ناجايزه خبره کړي وي، بيا د لږ چورت نه پس يې لور ته اويل:

"منډه نعيمې د دې کتابونه اوګوره."

نعيمې بسکټو خوړلو سره ويل: "زه يې د کوم ځاى نه راوړم، يو کتاب خو پرون د لالا ملګري لوستلو، شايد هغې د ځان سره وړى وي."

مېرمن نعيم پرې سترګې راوويستې "ځې ولې نه، پيدا کړه کتابونه."

ما ورته ويل "وريندار ماته يې اوښايه زه به يې پخپله راواخلم" دې وخت کې ماته داسې ښکاريده لکه چې زه د مېرمن نعيم نه خيرات غواړم.

نعيم صيب په خندا کې اويل: "او هو کينه مړې، څه له بيکارو خبرو باندې خپل وخت خرابى."

تاسو ته دې پته وي چې نعيم صيب ايم – اى او مېرمن نعيم بي – اى پاس کړيدي. مېرمن نعيم شايد لږ غيرت کې راغله، پاڅيدو کې يې اويل:

"دا به اوس چيرته کېني، دا راغلې ده کتابونو پسې." د خپلې خوا نه هغې پر ما پسې خبره وکړه.

خير ما د دې خبرې باندې غوږ ونه ګرولو او په دې پسې شاته روانه شوم. يو کتاب خو يې د نعيم صيب د بالښت د لاندې نه راويستو او په ډير فخر باندې يې ماته راکړو، بيا يې خپل بالښت وکتو. بالاخره ټوله بستره يې پر بل مخ کړه، بيا يې څه ياد کړل او د اشپزخانې خواته روانه شوه. زه هم پسې شاته روانه شوم، زر ما د خپل يو کتاب حال وليدو. په خداى مې دې قسم وي زما پر سترګو کې اوښکې راغلې. د کتاب جلد يو نوکر پر لاس کې نيولى و او انګار يې ورباندې بلوو. کتاب پر ټول اشپزخانې کې خور وور پروت و. زما ماغزه خراب شو، زما د ليدو سره مېرمن نعيم پر نوکر باندې غصه شوه:

"اى د نوکر بچيه! دا پر څه باندې انګار بلوې، تاته پته نشته چې کتاب دې شلولى دى."

نوکر په ډير اطمينان باندې ځواب ورکړ:

"ماته څه پته ده مېرمنې، د کتاب د پاڼو نه سليم الوتکې جوړولې، نجو ترينه کشتۍ جوړولې، ما ويل کوم بيکاره کتاب به وي."

مېرمن نعيم د کتاب جلد ده نوکر نه واخيستو او خورې ورې پاڼې يې هم راغونډې کړې. ما ورته پر غصه کې اويل:

"اوس پريږده يې وريندار! دا اوس څه پکار."

هغې زر اويل "ولې نه دى پکار اوس يې پر وړو باندې جوړوم ته لږه کينه."

ما ځواب ورکړ "نه جي اوس ځم."

دې اوريدو سره هغه خوشحاله شوه، وې ويل:

"ښه زه ته لاړه شه، زه به يې جوړ کړم بيا به يې دروليږم."

ما مننه، مهرباني ورته اويل او واپس راغلم.

 +++

 "مړې خو رښتيا چې کومه زمانه ده، اوس خو ګوره ډير خلک تعليم يافته هم دي، خو څومره چې تعليم زياتيږي دومره خلک لاپروا او بې قدره کيږي، کو څوک قدر هم کوي نو د خپل څيز قدر کوي، ايا هغه د يو څو انو هم وي، د نورو د شلو روپو د څيز پروا نه کوي. اوس نجمه او د هغې بچي واخله، چې خپل يا د خپل کور يو څيز هم نه خرابوي، خو چې د نورو کور ته لاړ شي نو د هغو د کور نه کباړخانه جوړه کړي."

رضيه د ساه اخستو لپاره غلې شوه نو کوثر لګيا شوه:

"ماته خو هاغه زمانه ياديږي، کله چې زمونږ نيا ژوندۍ وه، ماته ښه پته ده چې څومره په خوند او شوق باندې به هغې کتاب لوستو، يو زره به هم ترينه کتاب نه خرابيدو، دوړې به يې ترينه صفا کړې او په ډير احتياط باندې به يې کيښوست، پاڼې به يې پر دومره احتياط باندې اړولې چې کوم نښان ورباندې ونه لګي، دچا همت نه و چې د هغې کتابونو ته لاس وروړي، دا د هغو تربيه وه، هسې خو هغه ډيره ليکلې لوستلې نه وه، ايم اى، بي اى څه چې هغې د لسم امتحان هم نه و ورکړى، خو هغې ته د وخت قدر و، د پيسو قدر و، د نورو د احساس قدر ورته و."

هغو دواړو خپل خپل غمونه ژړل چې يو دم ور بيرته شو او د خندا نه ډکه خوله نجمه نياز کوټې ته راننوته او د کوثر پر شا پړق ورکولو کې يې اويل:

"ته دلته ناسته يې د رضيې سره ګپونه لګى او صيب بهادر په کور کې ستا انتظار کوي."

د نجمې کوټې ته راتګ باندې رضيه او کوثر دواړه وېرېدې او زر زر يې د خپلو کتابونو پټولو کوښښ وکړو، څه يې د پلنګ يخته کړل، په کوم يې زنګون کيښوست او کوم يې پر تخرګ کې پټ کړو. بيا هم د نجمې د تيز نظر نه کوم نوى کتاب بچ پاتې نشو. هغې رضيې ته وکتل، وې ويل:

"څه چل دى زما نه کتابونه ولې پټوئ خو ما وليدل ته راکړه ديخوا."

دې وييلو سره يې پر رضيه باندې ورودانګل او ټول کتابونه يې ترينه راويستل. رضيه ترې انکار نشو کولاى، د دې علاوه يې المارۍ بيرته کړه، بيا يې د کوثر د تخرګ نه کتاب واخيستو او وې ويل:

"دا کتاب په ښي لاس ماله راکړه او لاړه شه کور ته، ستا خاوند ستا انتظار کوي، زه به دا کتاب ولولم بيا به يې درکړم، ته خفه کيږې ولې، ولې زه به ستا کتاب اوخرم."

کوثر کتاب کلک ونيوه، ورته يې اويل:

"ګوره نجمې دا خو ما اوس د بازار نه راوړى دى، د اوسه پورې مې بيرته کړى هم نه دى."

نجمه په خندا شوه، ورته يې ويل "ستا پر ځاى به يې زه بيرته کړم نو څه فرق به اوشي، او رضيې ستا د زنګون لاندې کوم کتاب دى، لږ يې راښکاره کړه."

رضيې ورته په ترخه اويل "دا دومره کتابونه چې دې راغونډ کړل او وړې يې، اول خو دا ولوله، بيا د نورو پوښتنه کوه، او دا خو زما دى هم نه، رشيد صيب دچا نه راوړى دى."

"هيڅ خبره نه ده، زه به يې درته سبا واپس کړم" نجمې ورته د کتاب په اخيستو کې اويل.

رضيې او کوثر چې پرې لاريون وکړ نو هغې ورته اويل:

"نن زه پر ګاډي کې راغلې يم، ټول کتابونه وړلو کې راته اسانتيا ده، هره ورځ به څوک راځي."

رضيې ورته ويل "او زه به دومره ورځې څه کوم؟"

"اول خو ستا سره د کتابونو کمى نشته، خداى دې ستا پلار روغ ساتي، د دې نه علاوه يو څو ورځې د خاوند خدمت وکړه."

دا ويلو سره هغه په خندا کې روانه شوه او ټول کتابونه يې د ځان سره يوړل.

 ٢٠١٠ء / ٠١ / ٠٣ / کابل