زه مالداره، زما پلار مالداره، زما نيکه مالداره غرض دا چې د يوې پيړۍ نه په مونږ کې مالداري راروانه ده. د دې نه مخکې پته نشته چې مونږ څۀ وو او د راروان وخت پته هم راته نشته چې مونږ به څۀ يو. زه ښايسته، زما مور ښايسته، زما پلار ښايسته، زمونږ ټول خاندان ښايسته او ښايسته هم داسې چې خلک راته بس ګوري. مونږ فوځي پيشه يو او د غالب په شعر:

 

سو پشت سے هے پيشه آبا سپه گرى

 

له دې امله زه جاهل، زما پلار جاهل، زما نيکه جاهل. زه د خپلې مور يواځينى زوى يم.

په کور که د الله(ج) راکړي هر څه موجود دي. روپۍ دي، زر دي. نوکران دي خو زمونږ کور هم د کتو لائق دى، چې دننه ورشې نو داسې معلوميږي چې کم سرائى ته راغلې.

ډوډۍ پخيږي، نو سبحان الله او کوروالي کيږي نو ماشاء الله. زمونږ خو تعليم بيخي نشته خو غواړو چې ښځه راځي نو تعليم يافته دې راشي. پخپله خو بې ادبه يو خو غواړو چې ښځه راځي نو با آدبه دې راشي. اوس پاتې شوه د شکل خبره نو دا خو رښتيا دي چې کوم ښايسته سړى به بدرنګه ښځه خوښوي خو خير خپله ښځه، خپله ښځه وي. زه خو دا هم نه غواړم چې زما د دوښمن دې هم بدرنګه ښځه وي.

دا خو ښکاره ده چې ما به هم يو نه يو ورځ د واده سهره په سر کوله اخر زه به د کوم وخته پورې بچ پاتې کيدلم. زما د واده نېټه هم کيښودل شوه. اوس ماسره تلوسه پيدا شوه چې د خپلې ښځې حالات اوګورم. دلته مې پوښتنه وکړه هلته مې پوښتنه وکړه خو د چا نه راته صحي پته ونه لګيده. سوچ مې وکړو چې زه د مور نه به تپوس وکړم. يوه ورځ مې ډير خراب شکل جوړ کړو او د مور خواته ورغلم. ټول خلک مې اخوا ديخوا کړل. اوس د مشکل ګړۍ دا وه چې خبره شروع کړم، نو ولې يې شروع کړم او د کوم ځاى نه يې شروع کړم. د ډيرو چورتونو نه بعد مې مور ته ويل: "مورې! زما د واده نېټه پخه شوه؟" مور مې راته په خندا کې ويل: "ولې اوس هم څه شک دى. د دې  ګول مول خبرو نه څه فايده؟ څه چې ويل غواړې صفا صفا يې ولې نه وى." ما ورته ويل: "دا راته اووايه مورې چې زما ښځه څه ليک لوست هم کولى شي؟" ځواب يې راکړ "او" ما ورته ويل: "څه با آدبه هم ده" ويل: "او" بيا مې ويل: "ښايسته ده کنه؟"

مور مې راته ويل: "او د انسان لور ده." دا ځواب څه الټه پولټه وو. زه انسان وم، او د انسان د لور سره به مې واده کيدوکنه، نو بيا څه د ځناور د لور سره خو به نه کيدو. ما ورته لږ په غصه کې ويل: "اوګوره مورې صفا صفا راته اووايه تاته پته ده چې زما د ښځې نه نفرت دى. او که د ښځې صورت مې لږ هم بدرنګه وو. نو زما نه يې برداشت کول ګران دي." زما په دې خبرو خو مې مور له غصه ورغله. راته يې ويل: "اوهو! اوس ته هم د دې قابل شولې چې زه درله ښځه راولم او ستا خوښه نه وي، تخته هلکه تخته! ستا دا خبرې زما خوښې نه دي. ستا دپاره د جنت نه کومه حوره خو راځي نه، شريف خلک شکل او ښايست ته خو نه ګورې هډوکي ته ګوري او د دې نه بعد کو تا ماسره داسې خبرې وکړې نو خير به دې نه وي."

+++

د رجب اوويشتمه نېټه زما دپاره يوه يادګاره ورځ وه. په دې ورځ زه شاهو (د واده هلک) شوم. ډير په درز دروز کې خلک لاړ. او ناوې يې راوړله. د ښار غټ غټ رئيسان زما په نکاح کې شريک وو.

د ناوې د ليدو دپاره يې زه هم دننه راوغوښتم. زمونږ د دواړو په مينځ کې يې هنداره او قرآن شريف کېښود. د ناوې په سر لوپټه پرته وه. ماته حکم وشو چې سورة اخلاص اووايه او په هنداره کې د خپلې ښځې مخ اوګوره. ما د ښځې د ليدو په خوشحالۍ کې زر زر سورة اخلاق اوويلو او څنګه چې مې هندارې ته وکتل، نو د بره ساه مې بره پاتې شوه او د لاندې ساه مې لاندې پاتې شوه.

زه هم په دې حال کې ووم چې ملا صيب راته ويل: "شاهو اووايه، ښځې زه ستا غلام سترګې بيرته کړه." ما په ملا صيب باندې داسې د وحشت غږ وکړو چې بې چاره د خپل ځاى نه اخوا شو او د هغې ځاى زما مور ونيو او هغه خبره يې راته بيا وکړه. ما جواب ورکړو: "واوره ملا صيب! زه د داسې ښايسته ښځې غلام جوړيدو دپاره بلکل تيار نه يم، که ته يې ښه ګڼې او که بد." زما دا خبره کول وو. چې ټول مجلس حيران پاتې شو.

+++

کور ته چې راغلو نو ما او ښځې ته مې پاس کوټه د اوسيدلو دپاره راکړل شوه. د شپې څۀ لس يوولس بجې چې زه پاس وختم. نو څه ګورم چې د ښځې نه مې هم ډير بدصورت شکل يو ماما د کوټې په ور کې ناست دى. لاحول مې اوويل او دننه ننوتلم. زما خيال وو چې ښځې به مې لوپټه په سر په پلنګ باندې ناسته وي. هلته چې لاړم نو بل رنګ مې وليدو. هغې د سر نه لوپټه اوچته کړې وه، د مزې سره يې چهاليه (دا يو رقم له ميوه ده) خوړله. زما ده ليدو سره ودريده. په شرم شرم کې يې لوپټه هم په مخ راښکته کړه. ما د هغې د سوزولو دپاره ويل: "بښنه غواړم ما ستاسو خلاف ډيرې بدې بدې خبرې وکړې، تاسو خو به خفه شوې نه يئ؟" بلکل غلې غږ کې يې راته ځواب راکړ په دې که د خفه کيدو څه خبره ده، ته واکدار يې خپل کوم شي ته چې ښه وى او کوم شي ته بد وى ستاسو خوښه ده. د دې خبرې ځواب ورکول زما د عقل نه بهر وو. ځکه غلي کېناستل ښه وو. اوس مصيبت دا وو چې د ښپو چاپي کولو نه بغير ماته خوب نه راتو. يوه ځوانه ښايسته جينۍ د ښپو چاپې کولو دپاره نوکره وه.ما ورته غږ کړو "امامن، امامن". ښځې مې راته ويل چې امامن څۀ له راغواړې. چې څه کار يې ماته يې اووايه زه به يې وکړم.

"زه څۀ وکړم د ښپو چاپي کولو نه بغير ماله خوب نه راځي او دا کار به ته ولې کوې." راته يې ويل: "نه سړيه ستاسو داسې کوم کار به هم يې چې زه به يې ونکړم. تاسو بيغمه څملئ زه درته ښپې چاپي کوم."

ما سوچ وکړو چې زه هم داسې به يې تنګه کړم. په لږ ساعت کې به ستړې شي او بس به کړي. بيا به ورته داسې بدې بدې واوروم چې ياد به يې ساتي. خير زه په کټ کې څملاستم او ښپې مې خورې کړې او ښځې مې ښپې چاپي کول شروع کړل. لږ ساعت کې اوده شوم او داسې اوده شوم چې سحر پاوکم پنځه بجې مې سترګې بيرته شوې. قسم په خداى چې زه خو ويريدم چې ومې کتل د خداى بندۍ هم داسې ناسته وه او ښپې يې راته چاپي کولې. د اولې شپې ناوې او داسې ټوله شپه ناسته ښپې چاپي کوي. که څوک خبر شو نه څه به وۍ. نالت دى زما په شرافت باندې. ما ورته ويل: "ناوې په خداى مې دې قسم وي دا څه عضب دې وکړو چې ټوله شپه دې ښپې چاپي کولې. دا کو مې مور ته پته ولګيده نو هغه به څه وۍ. هغې ځواب راکړو: "ماته څه پته وه چې تاسو څومره ساعت ښپې چاپي کوئ. ما سوچ وکړو چې تاسو به ټوله شپه ښپې چاپي کوئ. ځکه ناسته ومه خير دا څه بده خبره خو نه ده، زما دلاسه کو تاسو ته ارام ملاؤ شوى يې دا زما دپاره د خوش نصيبۍ خبره ده، اوس پاتې شوه د مور خبره نو زما او ستا نه علاوه په دې کوټه کې څوک دي چې مور ته به يې وايې. اوس تاسو پاڅيږئ اوبه پرتې دي مخ لاس ومينځئ. زه هم مونځ کوم او ستاسو دپاره سبا نارى تياروم."

د کټ نه چې پاڅيدم او تشناب ته لاړم نو څه ګورم چې ښځې مې د تشناب ټول رنګ بدل کړى دى. د تودو اوبو لوټې بيلې پرتې دي. صابن دانۍ، توليا، غرض دا چې هر څه په خپل خپل ځاى کې پراته دي. خير ما مخ لاس ومينځل او سر مې ګمنځ کړو او د ځان نه مې د واده هلک جوړ کړو، کمرې ته راغلم. په دومره ساعت کې زما ناوې مونځ کړى وو او د ښکته نه يې سبا نارى هم راوړى وو. دسترخوان يې خور کړو او ما خيټه ښه ډکه کړه. ما دې ته هم اوويل چې راځه دواړه يې شريکه خورو. خو ځواب يې راکړو "اول تاسو بيا زه" تاسو يې اوخورئ بيا به يې زه هم اوخرم." د سبا نارې نه بعد يې تپوس وکړو: "پان خورئ؟" ما ورته ويل: "او خورم او ښه ډير خورم." هغې د پان قوتى بيرته کړو او پان يې ماله جوړ کړو. ما ورته ويل: "لږ زما د جب نه د سګرټو قوتى راوباسه." دا بيچارګۍ پاڅيده زما د جب نۀ ئې د سګرټو قوتى راويستو او داسې په ادب يې پيش کړو چې زما ورباندې رحم راغلى او ما د لاس نه ونيوله او خپل خواته مې کېنوله. د هغې نه بعد مې سوچ وکړو چې اوګورو د دې شکل او صورت څنګه دى. کيدى شي د نکاح په وخت کې مې ورته صحي نظر نه وي کړى ما ورته ويل: "ناوې لږه دا لوپټه خو دې اوچته کړه" دې بيچارۍ په شرم شرم کې لوپټه د مخ نه چوته کړله اوس چې ما ورته په غور سره وکتل نو لاحول ولاقوة د دې خو هيڅ شى هم ښايسته نه وو که پوزه ده پيړه، که سترګې دي نو قوتې قوتې، که تندى دى نو پلند، که زنه ده نو غټه، اوس پاتې شو رنګ، هغه تور او سپين خو نه خو نسواري دى. او بله دا چې په دې کې هم کوم کوم ځاى کې شين ښکاري.

دا چې مې وليدل نو مې ورته ويل: "الله دې خير کړې ناوې ستا خو ږيره او بريت هم شته؟. ما خو دا خبره په ټوقو ټوقو کې وکړه خو د ناوې "او" زما د بدن ويښته ودرول. مخکې خو به دوه روپۍ څوارلس آنې د مياشتې مصرف کيدې اوګورۍ اوس په دوه شوې قسم په خداى زما مور هم په ټول ښار کې زما دپاره سمه ښځه کتلې وه، شکل او صورت يې پريږده خو د ډير ښايست نه يې ږيره او بريت هم راختي وو. خير د شکل او صورت نه چې مو څه اميد وو هغه هم لاړى ما ورته په غصه کې ويل: "ښځې چې څنګه ستا زړه ښايسته دى او با آدبه يې نو کاش چې ستا مخ هم داسې ښايسته وى" ځواب يې راکړ: "مخ ښايسته کول د خداى کار دى او زړه ښايسته کول زمونږ خپل کار دى" اوس يې ګورۍ چې کوم افلاطون به د دې خبرې ځواب ورکړي" خير څومره ساعت چې زه دلته ناست ووم صرف بدې بدې خبرې مې ورته کولې خو دې د خداى بندې هيڅ هم بد ونه ګڼل نه يې په سترګو کې اوښکه راغله او نه يې په مخ څه خپګان ښکاريده اخر ستړى شوم نو بهر ته اووتم. د څو ورځو پورې به ما ورته بدې بدې خبرې کولې او دې به زما خدمت کوو او په دې دومره ورځو کې د ښځې او مېړه تعلقات هم جوړ شو.

کله چې ښځې زه په سمې لارې راوستم نو د هغې نه بعد يې د کور مشرې په خپل لاس کې واخيسته، هغه نوکر يې لرې کړ، دا نوکر يې اخوا کړ، نوي نوکران يې په نوکرۍ کړل، د خلکو د بدلون نه بعد د کور رنګ هم بدل شو، مات مات سامان يې جوړ کړ، خراب سامان يې بهر کړو ټول سامان يې په خپل خپل ځاى کيښود، د پخلې کوټه يې صفا او جوړه کړه، دالان يې جوړ کړو، د بهر کوټه يې جوړه کړه غرض دا چې په يو څو ورځو کې د کور رنګ بدل شو او داسې پته لګيده چې دا د کوم شريف سړي کور دى، ډوډۍ به داسې پخيده چې تا به ويل ګوتې ورپسې اوښرم. ناوې مې د کور ملکه جوړه شوه نه د پخلې په کوټه کې غل شته او نه په کور کې څه ګړ بړ شته. ټول کار د مشين پشان چليږي پکار خو دا وه چې د دې بندوبست نه بعد د کور مصرف زيات شوى وى خو دلته د کور مصرف هم کم شو نوکران نيمايې پاتې شو. خو د کور کار د مخکې نه زيات شو اوس هغه وخت نه وو چې چاى به مو وغوښتې نو ګينټه بعد به کوم نوکر مردارې جامې اغوستې وې چاى به يې راوړو بسکټ کو به مو اوغوښتل نو ځواب به يې راکړ چې "نشته". چا ته د دعوت ورکولو خبره خو لرې ده د کور خلکو ته به هم ډکه خيټه ډوډۍ نه ملاويده کور ته چې به راغلې نو داسې به ښکاريده چې ميدان يې جنګ شروع دى، د پخلي په کوټه کې جنګ دى، په دالان کې جنګ دى، يو نوکر د بل نوکر يينو څښلو ته ناست دى، يو نوکر د بل نوکر مخ ته کتلى نشي د هر يو نوکر سره يوه نه يوه چمچه ګرځي، خير زما د ښځې شکل او صورت څنګه هم و خو زمونږ د کور نه يې کور جوړ کړو.

د واده به يو درې مياشتې شوې وې چې تبه راباندې راغله اول خو مې خيال وو چې موسمي تبه ده لاړه به شې خو چې د اوږدې تبې پته راته ولګيده نو په ټولو باندې وحشت غوندې خور شو، په دې ورځو کې زما ښځه د پلار کره تلې وه دوه درې ورځې خو ورته مونږ خبر ورنکړو خو خبر ورته اخر ورسيد په همدې وخت راغله او زما حال يې وليدو، بره وخته او کوټه يې جوړه کړه او زه يې هم بره بوتلم کوټې ته چې راغلم نو څه ګورم چې د کوټې نه پوره اسپتال جوړ شوى دى، مخامخ دوه چوکۍ پرتې وې، خواته په ميز باندې د دوائيانو بوتلونه پراته و، خواته ورسره شودې او ميوې هم پرتې وې. ما ورته ويل: "ښځې! داسې ښکارې چې ته ډاکټره يې او يا خو نرسه يې."

راته يې ويل: "په دې کې څه شک دى ماته پته وه چې په کور کې څه څه پکار وي درد، غم او خوشحالې په هر کور کې وي، ښځه چې د خدمت کار ونکړي نو هغه ښځه نه ده د ښځې دا مطلب خو نه دى چې ښايسته ښايسته جامې دې اغوندې او د کور په يو ګوټ کې دې ناسته وي، د کور په کارونو کې د تندي خولې ملا ته رارسيږي مېړه جوړيدل خو اسان کار دى خو ښځه جوړيدل ګران کار دى، ښه دا خبرې پريږده" هغې دا خبرې کولې چې ډاکټر صيب راغى ښځې مې راته ويل: "که ستاسو اجازت وي نو زه به برقعه واغوندم او دلته به کينم چې د ډاکټر صيب نه دوه درې تپوسونه وکړم" ما ورته ويل بلکل کينه دا څه بده خبره خو نه ده. خير ډاکټر صيب راغلى او د راتلو سره يې ويل: "ياره! دا خو تا ډير ښه کار کړى دى چې بره راغلى يې. هوا هم برابره ده او د کوټې حالت هم ښه دى کومه نرس دې راوستې ده چې ټول سامان يې په خپل خپل ځاى ايښى دى."

ما د خپلې ښځې طرف ته اشاره وکړه چې دا هر څه دې کړي دي ډاکټر صيب د پخوانۍ زمانې سړى وو هغې چې وليدل چې زما ښځه په برقعه کې ناسته ده نو لږ ويريدو. د دې نه وروسته چې زما ښځې ترينه د تبې په باره کې تپوسونه وکړل نو ډاکتر صيب نور هم ويريدو ويل يې: "دا به ښه وې چې تاسو جراح صيب هم په دې باره کې راوغواړئ" زما ښځې ورته اوويل: "او! تاسو سبا هغه هم د ځان سره راولئ نو دا به ډيره ښه وې" د ډاکتر صيب د تلو نه پس مې ورته ويل: "واه واه ښځې ته خو ډيره تکړه يې، په سوالونو باندې خو تا ډاکتر صيب هم ويره وو ښه دې وکړل چې تا جراح صيب راوغوښتو اوس به زه هم لږ په ارام شم" راته يې ويل: "ما خو ډاکتري ماکتري نه ده کړې خو کله چې به په کور کې څوک مريض شو نو ما به د هغې مرض او علاج ته په غور سره کتل، په نړۍ کې کوم کور دى چې چرته څوک مريضيږي نه که څوک لږ خيال وکړي نو په لږو ورځو کې په شلونو مرضونو باندې پوهيږي، اوس تاسو خبرې مکوئ زه درته کتاب لولم او تاسو ورته غوږ ونيسئ او د تبې خيال د مازغو نه اوباسئ، خداى به خير کړې."

سبا له جراح صيب هم راغى هغه ويل چې اوږده تبه دې ده، زما ښځې د هغې سره هم هغسې ډاکتري وکړه چې هغه هم حيران پاتې شو، ما ته يې وکتل او ويل يې: "ښاغلى ستاسو ښځه خو ډيره هوښياره ده تاسو ويريږئ مه هر څه به خداى ښه کړي" ما ورته ويل: "يوه نرس راوليږه" جراح صيب راته ويل: "نرسې ته ضرورت نشته، ستاسو ښځه پوره ده" غرض دا چې جراح صيب زما علاج شروع کړو، په دويمې هفتې باندې زما تبه زياته شوه او دومره زياته شوه چې زه د خپل ځان نه هم خبر نه ووم، کولمې مې هم خرابې شوې، خو زما ښځې چې په خندا خندا کې مخکې خبرې کولې، دومره خبرې يې د تبې د زياتيدو په باره کې هم کولې، داسې پته نه لګيده چې زما د تبې په باره کې هغه لږه هم پريشانه ده مور او پلار خو مې د مړو په شانتې وو خو دې غريبانانو ته به چا د راتلو اجازت هم نه ورکوو پنځه يا لس منټه چې به راغلل نو ښځې به مې واپس ښکته وليږل، خو هغه زما ښځه وه چې شپه او ورځ به ايښه ناسته وه او زما خدمت به يې کوو، په چوکۍ باندې ناسته ناسته د دې بيچارۍ به څه حال وو ما ورته ويل چې ښځې د خداى دپاره يوه نرسه راوغواړه ته به په دې کار او بې خوبۍ کې مريضه شي خو هغې د ځوان لور کله دا خبره منله راته يې ويل: "تاسو د دې خبرو خيال مه کوئ يو کار چې کله دوه کسان کوي نو کار بيا خرابيږي، د کوم وخت پورې چې زما لاس او ښپې کار کوي زه حاضره يم د هغې نه بعد ستاسو خپل کار دى چې څوک راغواړئ" کيسه لنډه داسې ده چې هغه د ځوان لور چې زما د کټ خواته کيناسته نو هله راپاڅيده چې زه روغ جوړ شوم او د کټ نه راپاڅيدم.

يوه ورځ مې ورته ويل: "ښځې د يوې خبرې پوښتنه درنه کوم رښتيا به راته وايې" ويل يې "اووايه" ما ورته ويل: "زما خو دا خيال وو چې په مشرقي ښځو کې شرم او حياء زياته ده خو ستاسو رنګ مې بلکل بدل وليدو د خداى په فضل سره تا د ناويتوب يوه ورځ هم تيره نه کړه" راته يې ويل: "او که ما دوه لاسه لوپټه په لاس کې نيولې وى، نو تاسو به په دويمه ورځ کور ته راتلل پريښي و او زه به د کور د مالکې په ځاى د پلار په کور کې ناسته ووم، ستاسو د زړه پته خو ماته د نکاح په وخت کې ولګيده که د هغې نه بعد هم ما په داسې شکل باندې نازونه کولى نو تاسو به ماته کتل" د خداى ډير ډير شکر دى چې د هغې ورځې بې حيائې مې پکار راغله او اوس ملکې کومه بس پريږده دا خبرې  پاکېنې ختمې شوي دي، نن يې ضرور درسره راوړه چې ږيره وخروم" په دې خبرې باندې ماله خندا راغله او د ډير ساعته پورې مونږ دواړو خندل.

په يويشتمې ورځ زما تبه لاړه د هغې نه دوه ورځې بعد ما ښځې ته ويل: "ښځې ژوند او مرګ خو د خداى په لاس کې دى خو په خداى مې دې قسم وي چې ماله نوى ژوند تا راکړو، چې خپلو قمقلو ته ګورم نو د شرم دلاسه درسره سترګې نه شم جنګولى د اوسه پورې ته زما وي او د اوس نه زه ستا يم."

راته يې ويل: "دا تاسو څه خبره وکړه زه خو د واده د ورځې نه تاسو خپل ګڼم داسې اووايه چې د نن نه زه تا خپله ګڼم، راشئ اوس ځواب ورکړئ د ظالم لور چې څه ځواب راکوي نو سړى بې ځوابه کوي. خير زه ښه شوم د خداى په فضل باندې طاقت هم راکې راغى، بهرته هم تلم راتلم. ګاندهي صيب به پۀ هندوستان کې تبليغ کوو چې تر څو پورې ځوانان هند د بهادرۍ نه کار وانخلي نو تر هغې پورې مونږ ازادي نشو ليدلاى، اوس ما دا تبليغ شروع کړو چې که کوم سړى د بدرنګې ښځې سره واده ونکړي نو هغې ته په کور کې ارام نه ملاويږي او بدرنګه هم داسې چې ږيره او بريت يې هم ورسره وي نو بيا به سړى څه وئ، سبحان الله، ټولې مزې مزې دي.

 ٢٠٠٩ء – ٠٧ – ١١ کابل